امریکا: د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو نیت نه لرو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ملي امنیت شورا وايي، په افغانستان د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو نیت نه لري. د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په نیویارک کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د طالبانو په اړه د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي و، د طالبانو په ګډون له ټولو افغان لوریو سره ښکېلتیا ته ژمن دي خو په رسمیت یې نه پېژني او همدا یې تګلاره ده.
څه باندې دوه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن دی، خو هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي چې طالبانو خپلې "ژمنې نه دي پوره کړي." په دوحه کې له امریکا سره د خبرو پرمهال طالب استازو ژمنه کړې وه، داسې حکومت به جوړوي چې د افغانستان د خلکو استازولي وکړي او بشري حقونو ته به درناوی کوي.
خو نیوکه کوونکي وايي، د طالبانو په حکومت کې له یوې مخې د خپلې ډلې خلک ګمارل شوي او په کم ساري ډول یې د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
طالب چارواکي بیا تل ادعا کوي چې "د شریعت" په چوکاټ کې یې ټول حقونو ښځو ته ورکړي او ګواکې حکومت کې یې هم د "د ټولو قومونو خلک برخه لري."
ښاغلی کربي زیاتوي "که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید د حکومتولۍ او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون خپلې ژمنې پلې کړي. هغوی (د طالبانو حکومت) نه یوازې دا چې په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی، په مخالفت کې یې روان دي."
د طالبانو حکومت بیا بیا له نړیوال غوښتنه کوي چې د دوی په ټکو د رسمیت پېژندنې لپاره یې شرایط پوره کړي او باید نړیوال یې حکومت ومني. طالب مشران د نړیوال مشروعیت له نشتوالي تل سرټکوي.

د عکس سرچینه، Taliban
نژدې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کولتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي و، نړۍ کې داسې هېڅ هېواد پیدا نه شو چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.
د طالبانو دغه لوړي پوړي چارواکي په ځانګړي ډول پر اسلامي هېوادونو کلکې نېوکې کولې چې د رسمیت پېژندنې په برخه کې د دوی غږ نه اوري.
ښاغلی خیرخواه چې ډېر کلونه یې د ګوانتنامو په زندان کې هم تېر کړي، اسلامي هېوادونه ننګولي و، چې د دوی حکومت دې "د اسلامیت" په خاطر په رسمیت وپېژني.
نوموړی زیاته کړې وه، "امریکا او روسیه که موږ په رسمیت نه پېژني، نه دې یې پېژني. که چین مو نه پېژني، نه مو دې پېژني. نو مسلمان هېوادونه ولې د هغوی تقلید کوي؟"
خو تېره اوونۍ چین لومړنی هېواد شو چې خپل نوی سفیر یې په کابل وګماره او په ځانګړو مراسمو سره یې باور لیک د طالبانو لومړي وزیر ته په کابل کې وسپاره. طالب چارواکي دغه ګام ته په دیپلوماتیکه برخه کې د مهم پرمختګ په سترګه ګوري.
خو د چین له نژدې اړيکو سره سره، بیا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.











