د ازبکستان ولسمشر: د قوش تېپې کانال پروژه د مرکزي اسیا د اوبو وېش زیانمنولی شي

د عکس سرچینه، president.uz
د مرکزي اسیا هېوادونو سرمشریزه کې یو ځل بیا افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتېدو او له افغانستانه د نشهيي توکو د قاچاق زیاتېدو په اړه اندېښنه وښودل شوه.
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د مرکزي اسیا هېوادونو د مشرانو مشورتي غونډه کې افغانستان د اجنډا یوه مهمه برخه وه.
د ازبکستان ولسمشر بیا د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه په ډاګه کړه. شوکت میرضیایف ویلي دا پروژه مرکزي اسیا کې د اوبو وېش زیانمنولی شي.
د سرمشریزې ویناپاڼه کې د خپلواک او ټیکاو لرونکي افغانستانه ملاتړ شوی او د یوه ټول ګډوني حکومت پر رامنځته کولو ټینګار شوی.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان افغانستان کې د ده په وینا د ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.
ده د وروستیو کې د تاجکستان ونج او دروازه سیمو کې د انصار الله ډلې د پنځو غړو وژل کېدلو ته په اشاره وویل دوی غوښتل تاجکستان کې ترهګریز فعالیتونه وکړي.
له افغانستانه تاجکستان ته د نشهيي توکو د قاچاق په اړه نوموړي وویل تېر کال افغانستان سره سرحدي سیمو کې پنځه ټنه نشهيي توکو کشف او ضبط شوي دي.
امام علي رحمان وویل دا شمېر د اوړم کال پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړي د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې له افغانستانه د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزې لپاره یو موټي شي.

د عکس سرچینه، Taliban
خو طالبان دا ردوي چې کواګې د دوی واکمنۍ وروسته افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق او د ترهګرو فعالیتونه زیات شوي دي. دوی وايي د نشه يي توکو تولید یې منع کړی او د داعش په ګډون ترهګرو ډلو پر وړاندې یې بریالۍ مبارزه کړې ده.
د تاجکستان ولسمشر له نړیوالې بنسټونو سره افغانستان کې اړو کسانو ته د مرستو رسولو برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ یادونه هم وکړه.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف بیا د طالبانو له حکومت سره په خبرو ټينګار وکړ او دا یې د سیمې لپاره مهمې وبللې. نوموړي دغه راز د سرحدونو د خوندي ساتلو لپاره د یوه ګډ امنیتي پلان وړاندیز وکړ.
روسي رسنیو د نوموړي له قوله رپوټ ورکړی چې د قوش تیپې کانال د ټولو اړخونو د را سپړلو لپاره یې د یوه ګډې کاري ډلې وړاندیز هم کړی. تېر کال طالبانو د قوش تیپې کانال د کیندلو چارې چې له امو سینده سرچینه اخلي پيل کړې.
نوموړي د سیمې د اوبو د وېش په اړه خبرو کې د طالبانو د ګډون وړاندیز هم کړی.
ښاغلي میرضیایف ویلي د قوش تیپې کانال جوړېدل مرکزي اسیا کې د اوبو تعادل کې بنسټیز بدلون رامنځته کوي.











