طالبان غواړي ۱۱ زېربنايي پروژې "په کمه بودیجه" بشپړې کړي

د عکس سرچینه، ARG
د طالبانو حکومت پتېیلې چې د تېرو حکومتونو له خوا پیل شویو یوولس پروژو کار بیا پیل کړي. په دې پروژو کې د کمال خان بند پروژه هم شامله ده چې ایران یې په اړه اندېښنې ښودلې وې.
د اقتصادي چارو لپاره د طالبانو حکومتي کمېسیون ویلي راتلونکي مالي کال کې به دې یوولسو پروژو ته په انکشافي بودیجه کې ځای ورکړي.
د ملا عبد الغني برادر په مشرۍ د دې کمېسیون له خوا په خپاره شوي بیان کې راغلي چې په نیمروز ولایت کې د کمال خان، هرات کې د پاشدان او په کابل کې د شا عروس بندونه د فرخان ورسج او کابل لوګر دویم لاین سړکونه او د خوست او تخار هوايي ډګرونه په دې پلان کې شامل دي.
دغه راز د دې پرېکړې له مخې ټاکل شوې چې د قلعه نو د اوبو رسونې او بادغیس بند، د مزار شریف د تخته پل او شبرغان د څښاک اوبو پروژه، ۱۴ ولایتونو کې ښارګوټي او علي آباد روغتون کې د سرطاني ناروغیو درملنې پروژې شاملې دي.
دا یوولس پروژې لوي مالي لګښت لري او د طالبانو د اوسني واکمنۍ پرمهال د افغانستان مالي امکانات په تېره د بهرنۍ مرستې نشتوالي کې ډېر لږ دي.

د عکس سرچینه، ARG
خو د طالبانو حکومت کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبد اللطیف نظري د ددې اندېښنو په ځواب کې بي بي سي ته وویل د شته مالي امکاناتو او حکومتي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالي پام کې نیولو سره به د دې پروژو کار بیا پيلیږي.
" له شک پرته د لویو پروژ پلي کول ډېر مالي لګښت غواړي، خو روان بهیر ته په کتو پرېکړه شوې چې د امکان تر حده او تر هغه ځایه چې شونې وي لویې اقتصادي پروژې پلي کړو. د قوش تېپې کانال د دې پروژو یوه بېلګه ده چې ډېرو پیسو ته اړتیا لري. خو په هر حال دا پروژه پیل شوې ده".
دغه راز ځینې پروژې بهرنۍ اړخ هم لري، لکه په شمال کې د قوش تېپې کانال چې طالبانو پیل کړی او نیمروز کې د کمال خان بند چې د مخکني ولسمشر اشرف غني له خوا دوه کاله وړاندې پرانیستل شو، خو د اوبو رسونې کانالونه یې لا نه دي جوړ شوي.
قوش تېپې کانال، ازبکستان او طالبان

د عکس سرچینه، NDC
بریتانوۍ اونیزې "ایکانومېسټ" دې وروستیو کې د قوش تپې کانال په اړه یوه څېړنیز رپوټ کې ویلي ښايي دا پروژه له ازبکستان سره د طالبانو اړیکي له ستونزو سره مخامخ کړي.
اکانومیسټ دې لړ کې د ازبکستان له خوا افغانستان ته د برېښنا بهیر بندولو ته اشاره کړې ده.
دا اونیزه لیکي، د قوش تپې کانال بشپړېدو سره ښايي د ازبکستان د پمبې کروندې اغېزمنې شي، هغه کروندې چې ازبکستان کې د کاري بوختیاوو تر ټولو مهمه سرچینه ده.
د طالبانو حکومت کې د اقتصادي وزارت مرستیال عبد اللطیف نظري د ځینو لویو پروژو په اړه د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنې لرلو خبره نه ردوي. هغه د قوش تپې کانال د کار بندیدو د رپوټونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:
" د دې پروژې کار نه دی درېدلی، هر ه پروژه بېلابېلو پړاوو کې لا نورو تدابیرو، پلانونو او کړنلارو ته اړتیا لري، ځینې هېوادونه هم ښايي هره پروژه کې ملاحظې ولري نو همدا لامل دی چې داسې تدابیر نیول کیږي چې له ګاونډیو هېوادونو سره ترینګلتیا کمولو او باور رامنځته کولو کړنلارې ته زیان ونه رسیږي او هم د افغانستان ملي ګټې خوندي شي، نو د دې له مخې به دا پروژه دوام ولري".
کمال خان بند او د ایران اندېښنې
د کمال خان بند د پرانیستلو په درشل کې د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ کړنلارې کمیسیون غونډه وکړه.
بېلابېلو ایراني چارواکو د دې بند جوړولو په تړاو اندېښنې ښودلې او د هلمند سېند اوبو کې چې د کمال خان بند پرې جوړ شوی د ایران پر حق ټينګار کړی.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران د طالبانو پر حکومت فشار راووړ چې د کمال خان بند اوبه ور خوشې کړي.
دې لړ کې څو ایراني پلاوي کابل ته ولاړل. ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې پالي او د طالبانو له خوا معرفي شوي ديپلوماتان یې هم منلي دي.
له څو پرله پسې لیدنو وروسته تېر کال جنورۍ میاشت کې د ایران د سیستان بلوچستان ځايي چارواکو وویل، د کمال خان بند دروازې پرانستل شوې او د هلمند اوبو تر دوی ور رسېدلي دي، خو طالب چارواکو وویل د بند دروازې یې د نیمروز د ځايي خلکو په غوښتنه خلاصې کړې دي.












