ملګري ملتونه افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه کوي

ښځه

د عکس سرچینه، UN Women

په پام کې ده چې نن (سپتمبر ۲۲مه) د ملګرو ملتونو د عمومۍ اسامبلۍ په حاشیو کې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه شي.

د ناستې تنظیموونکو ویلي چې په دې ناسته کې به د بشري حقونو د ډلو او بنسټونو استازي ګډون.

نصیر احمد فایق چې د ۲۰۲۱ کال له وروستیو راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي کوي پر خپل ایکس (ټوېټر) پاڼه لیکلي دا ناسته به د نیویارک په وخت د غرمې په دریو بجو پیل شي او په ژوندۍ بڼه به پر انلاین خپرېږي.

دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ لخوا، په ملګرو ملتونو کې د مالټا، سوېلي افریقا او ډومینیکا جمهوریت له دایمي استازولیو سره په همغږۍ کې رابلل شوې ده چې د بشري حقونو د بېلابېلو ډلو او بنسټونو استازي به په کې ګډون کوي.

د ښاغلي فایق په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنټ او د بشري حقونو د څار سازمان له مرستیالې مشرې هیدر بار سربېره د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په دې ناسته کې ګډون لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

اغلې بار د دې ناستې په اړه بي بي سي ته وویل:

"دا یوه له هغو ناستو ده چې په دې اونۍ او راتلونکې اونۍ کې د افغانستان په اړه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومۍ اسمبلۍ په حاشیو کې ترسره کېږي. د ناهیلۍ او خپګان یو ډول احساس پیدا شوی دی، ځکه چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د لا خرابیدو په حال کې دی. داسې ښکاري چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره شته کړنلارې په هېڅ ډول ګټورې نه دي. دغه راز یو بهیر پیل شوی چې په تدریجي ډول د طالبانو سرغړونې عادي مشروع ښي چې باید داسې نه وي".

په افغانستان کې له جنسیتي تبعیض سره مبارزې تر عنوان لاندې دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې همدا دوه ورځې وړاندې د نړۍ دولسو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د دوی په وینا د طالبانو لخوا په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ له ښځو او نجونو سره د روان 'سیستماتیک تبعیض' خلاف ژوره اندېښنه وښوده.

د البانیا، بیلجیم، کاسټاریکا، کوریشیا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، لوګزمبرګ، اسپانیا او دوو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې ښځې او نجونې په کرار کرار د بېلابېلو فرمانونو پر بنسټ له ټولنیز ژوندانه ګوښې کړای شوې دي.‌

دغو هېوادونو د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې په تېر یوه کال کې له هرو دوو یوې افغان مېرمنې کورنی فیزیکي یا جنسي زور زیاتی تجربه کړی، چې د ښځو او نجونو پر رواني روغتیا یې ځپونکې اغېزه لرلې ده.

دوی افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د اوسنيو چارواکو اقدامات 'سیستماتیک تبعیض' بللی او ټینګار یې کړی چې طالبان باید ځواب ویونکي وګڼل شي.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر حاکمیت لاندې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو خبرداری ور کړی و.

دغه سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د خلکو حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي وو، هغه ځپنه چې افغان ښځې او نجونې ورسره مخامخ دي بې سارې ده.

طالبانو د دغو ۱۲ هېوادنو د بهرنیو چارو وزیرانو دې ګډې اعلامیې غبرګون نه دی ښودلی خو د ملګرو ملتونو د رپوټ په اړه یې یې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې ګنې دغه سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو او نورو برخو کې شوي پرمختګونه له پامه غورځوي.