د بېپیلوټه الوتکې برید د مسکو هوايي ډګر الوتنې ګډوډې کړې دي
د روسیې دفاع وزارت وايي، اوکرایین پر مسکو د بې پیلوټه الوتکې په مټ برید کړی چې له ونوکوو نړیوال هوايي ډګره الوتنې خپل تګلوري بدلولو ته اړایستل شوې دي.
د رپوټونو له مخې، د سې شنبې ورځې برید کې شپږ بېپیلوټه الوتکې کارول شوې او د پلازمېنې شاوخوا کې یې پراخې سیمې هم په نښه کړې دي.
د دفاع وزارت ویلي، په برید کې ټولې ښکېلې بېپیلوټه الوتکې له منځه وړل شوې دي او برید کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
اوکراین لا تر اوسه ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.
په ونوکوو هوايي ډګر کې – چې د مسکو له درو لویو هوايي ډګرونو دی، اوس محدودیتونه لیرې کړل شوي دي.
له ترکیې، متحده عربي اماراتو او مصر نه دغه هوايي ډګر ته الوتنې د برید له کبله اغېزمنې شوې دي.
د دفاع وزارت په وینا، څلور بېپیلوټه د مسکو پر اسمان چورلېدې چې د هوايي دفاعي سیستم په مټ ویشتل شوې دي. پنځمه هغه یې له ویجاړېدو مخکې په الکترونیک ډول له منځه تللې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر ټیلیګرام ویلي: "د کېیف د رژیم هڅه پر هغه سیمه برید و چې د نړیوالو الوتنو لرونکي هوايي ډګر په ګډون ملکي زېربناوې پکې دي. دا یو نوی ترهګریز برید دی".

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې حکومتي رسنیو ویلي، یوه بېپیلوټه الوتکه په کوبینکا ښار کې چې له ونوکوو هوايي ډګره شاوخوا ۳۶ کیلومتره (۲۲ مایله) واټن لري، د ښار په سوېل لوېدیځ کې رالوېدلې ده.
رپوټونه وايي، یوه بېپیلوټه الوتکه والوینو کلي ته څېرمه- چې هوايي ډګر ته نژدې پروت دی راغورځول شوې ده.
بي بي سي هڅه وکړه دا معلومات په خپلواک ډول تایید کړي.
دا پر مسکو د بېپیلوټه لومړنی برید نه دی. په تېره مې میاشت کې هم د روسیې دفاع وزارت وویل، چې اتو بېپیلوټه الوتکو یوڅه زیان اړولی دی.
د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ میاشت کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل پیلېدا راهیسې دا لومړی ځل و چې پر دې ښار برید وشو او برید وروسته تر هغه وشو چې مسکو کېیف پر کرملین د بېپیلوټه الوتکې په برید تورن کړ.
اوکرایین په دواړو پېښو کې خپل لاس لرل رد کړل.
په ورته وخت کې، د یوه سیمه ییز ښاروال په وینا، د اوکرایین په شمال کې پر (سومي) ښار د روسیې د بېپیلوټه الوتکې برید په پایله کې - چې تېره دوشنبه یې کړی و، د قربانیانو شمېر درو کسانو ته لوړ شوی او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.












