د روسیې د ولسمشر سلاکاره د اوکراییني ماشومانو په تښتولو تورنه شوې

ماریا بیلووا

د عکس سرچینه، Getty Images

د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم صادر کړی په نوموړي تور دی چې په ناقانونه توګه یې اوکراییني ماشومان روسیې ته لېږدولي دي او دا جنګي جرم دی.

په دې قضیه کې د ولسمشر پوتین ترڅنګ د یوې روسیۍ سیاستوالې نوم هم راغلی، چې له روسیې بهر یې ډېر کم خلک پېژني.

یاده سیاستواله ماریا لووا-بیلووا ده، چې په روسیه کې د ماشومانو د حقونو کمېشنره ده.

د جرمونو د نړیوالې محکمې په وینا، ماریا بیلوا په مستقیمه توګه د دې ناقانونه کړنې مسووله ده.

نوموړې محکمه وايي، د ماشومانو ناقانوني مهاجرت له هغه وخت راهیسې روان دی چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ.

له اوکرایین څخه روسیې ته د ماشومانو لېږدول

اوکراییني چارواکي وايي، شاوخوا شل زره ماشومان د دوی د خوښې خلاف له مور او پلار پرته روسیې ته لېږدول شوي دي.

اوکرایین ادعا کوي، چې ډیری کورنۍ خپلو ماشومانو سره لیده کاته غواړي.

اوکرایین او همغږي یې وايي، چې دا کار د جنګي جرمونو په معنی دی او د روسیې کړنې د اوکرایین د ولسي تباهۍ یوه دسیسه ده.

د اوکرایین په وینا، یادو ماشومانو ته د روسیې تابعیت ورکړل شوی دی.

د کیېف چارواکي وايي، د روسیې دغه ګام د ۱۹۴۹ کال د جنیوا له کنوانسیون څخه سرغړونه ده، د همدې کنوانسیون پر بنسټ د جګړې پر مهال د ملکي شوګړو خوندیتوب په هره سیمه کې لازمي دی.

Russian President Vladimir Putin meets with Maria Lvova-Belova, Russian children's rights commissioner, at the Novo-Ogaryovo state residence, outside Moscow, on February 16, 2023

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولادیمیر پوتین او د روسیې د ماشومانو د حقونو کمېشنره ماریا لووا-بیلووا

د اوکرایین لوی څارنوال اندري کوستین ویلي، روسیې زموږ د ماشومانو په نیولو سره زموږ راتلونکې غلا کړی دی.

همدارنګه په روسیه کې شاوخوا ۳۸۰ اوکراییني ماشومان د بېلابېلو کورنیو لخوا ساتل کېږي، یعنی دوی یې په رسمي ډول په زویولۍ یا لور ولۍ منلي نه دي او دا بیا د دې ماشومانو بېرته ستنېدل هم ستونزمن کوي.

روسیه هم دا نه ردوي چې ګنې اوکراییني ماشومان یې روسیه ته لېږدولي دي.

خو د روسیې له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې د دغو ماشومانو شمېر کم دی.

بي بي سي د ماریا بیلوا له دفتر څخه د تازه شمېروغوښتنه کړې او ځواب ته په تمه ده.

روسي چارواکي وايي، ماشومان یتیمان وو او د دوی د خوندیتوب لپاره روسیې ته لېږدول شوي دي.

ماریا بیلوا د ماشومان له دې لېږد څخه دفاع کوي او وايي، دا اړینه وه چې اوکراییني ماشومان په خوندي توګه د جګړې له ډګر څخه لرې وساتل شي.