پوتین په یوه ناڅاپي سفر د اوکرایین ماریوپول ښار ته تللی

putin in Mariupol

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې دولتي رسنۍ وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکرایین ساحلي ښار ماریوپول ته په ناڅاپي سفر تللی دی.

یاد ښار د روسیې یرغل پر مهال سخت ویجاړ شوی و.

ماریوپول اوس د روسیې تر واک لاندې دي.

په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې پوتین د ښار په سړکونو د شپې لخوا موټر چلوي او له ځایي خلکو سره خبرې کوي.

بي بي سي د دې ویډیو ځای نه تایید وي.

داسې انګېرل کېږي چې دا به یرغل شوې سیمې ته د پوتین لومړی سفر وي.

یو شمېر رسنۍ وايي، ښاغلی پوتین هلته په چورلکه کې تللی و.

ماریوپول له لسو میاشتو راهیسې د روسیې تر یرغل لاندې وو او د یوې خونړۍ او اوږدې جګړې له امله سخت ویجاړ شوی دی.

putin in mariupol

د عکس سرچینه، Reuters

اوکرایین وايي، د جګړې پر مهال هلته له ۲۰ زرو ډېر کسان وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې د یاد ښار ۹۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوي او شاوخوا ۳۵۰ زره کسان ترې کډه شوي دي.

له جګړې وړاندې د ماریوپول ښار د وګړو شمېر پنځه سوه زره وو.

د سیمې یوه ډله خلک وايي، روسیې د ښار بیا رغونې لپاره کمپاین پیل کړی او د خلکو زړونه یې خپل کړي.

له دې کړنو یې موخه دا ده چې ماریوپول د روسیې له خاورې سره یو ځای کړي او د خپل هېواد برخه یې کړي.

روسي چارواکي وايي، اوس هلته درې سوه زره کسان ژوند کوي.

پر ماریوپول د خونړیو بریدونو په لړ کې، یو هم د دې ښار په تیاتر برید و چې شاوخوا درې سوه کسان پکې ووژل شول.

هلته په تیاتر کې ولسي وګړو پناه اخیستې وه.

اوکرایین او د بشري حقونو سازمانونو دغه برید یو جنګي جنایت بللی دی.

President Putin (R) touring part of Sevastopol, Crimea, on 18 Mar 23

د عکس سرچینه، Reuters

ملګرو ملتونو ویلي، دا د هغو پېښو له ډلې ده، چې ولسمشر پوتین او د هغه حکومت یې په قانوني توګه مسؤل بلل کېږي.

د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر کړی دی.

نوموړی په اوکرایین کې په جنګي جرمونو تورن دی.

یادې محکمې د جنګي جرمونو او په ځانګړې توګه له اوکرایینه روسیې ته د ماشومانو ناقانوني لېږد په تور د د روسیې د ولسمشر د نیولو امر کړی.

محکمې ویلي، دا جنایتونه وروسته له هغه شوي چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکرایین برید وکړ.

مسکو دا تورونه رد کړي او د پوتین پر ضد یې د نیولو امر «یرغل» بللی دی.

د جرمونو نړيواله محکمه یوازې دا ډول امر کولی شي خو د تورن کس د نيولو واک نه لري.

putin in a home in mariupol

د عکس سرچینه، Reuters

یاده محکمه یوازې په غړو هیوادونو کې خپل واک ترسره کولی شي او روسیه د ای سي سي غړیتوب نه لري، خو دا خبر کولای شي د روسیې پر ولسمشر له نورو اړخونو اغېزه وکړي، د بېلګې په توګه د نوموړي د نړیوالو سفرونو مخه نیول.

د ای سي سي له خوا د روسیې د ولسمشر د نیولو حکم د روسیې توند غبرګونون پارولی.

خو په روسیه کې د اپوزیسیون مشرانو د ای سي سي دا ګام ستایل دی.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د ای سي سي دد دې کار ستاینه کړې ده.