د روسیې ورک شوی جنرال سوروویکین چېرې دی؟

روسیه

د عکس سرچینه، EPA

جنرال سرګي سوروویکین، د روسیې یو له لوړ پوړو قوماندانانو دی او له کله چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د واګنر ځواکونو د مسکو په لور حرکت وکړ، په عامه ځایونو کې نه دی لیدل شوی.

جنرال سورویکین په سوریه کې د روسي ځواکونو د قوماندې پر مهال د هغه د ظالمانه کړنو له امله د "جنرال ارماګېډون" په نوم پېژندل کېږي.

سوروویکین له واګنر ډلې سره څه تړاو لري؟

جنرال سوروویکین د روسیې د هوايي ځواکونو قومندان او په اوکرایین کې د دغه هېواد د ځواکونو مرستیال دی.

نوموړی د ۲۰۲۲ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې په اوکرایین کې د روسیي ځواکونو قومندان و، چې وروسته له هغې دندې لېرې کړای شو.

د ۲۰۲۳ کال جون په ۲۴، وروسته له هغه چې د واګنر اجیر ځواکونه د مسکو په لور وخوځېدل، هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ترې غوښتي وو، چې د ولادمیر پوتین "هیله او امر" ومني او خپلې اډې ته ستانه شي. د پیغام پر مهال هېڅ راز پوځي نښان او رتبه د هغه پر جامو نه لیدل کېده، دغه راز پرېشانه او ستړی ښکارېده. چې تر هغه وروسته بیا نه دی لیدل شوی.

د نیویارک ټایمز یو راپور چې د امریکا د استخباراتو د معلوماتو پر بنسټ دی، ویلي، جنرال سوروویکین د واګنر بغاوت په اړه دمخه خبر و او چارواکو له هغه پوښتنې کولې چې وګوري، ایا کومه اړیکه ورسره لري که نه؟

روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

خو په همدې حال کې روسي رسنیو د هغه د لور، ویرونیکا له قوله ویلي، "هغه ته هېڅ نه دي پېښ شوي. هغه خپلې دندې ته ځي."

کریملین د هغه د ځای په اړه څه نه دي ویلي.

سورووکین د واګنر له مشر، یفګيني پریګوژین سره څه تړاو لري؟

داسې انګېرل کېږي چې جنرال سورووکین د واګنر د مشر یفګيني پریګوژین ملګری و.

پریګوژین ویلي، هغه وخت چې د واګنر ځواکونه د اوکرایین په ختیځ کې د بخموت د نیولو لپاره په جګړه بوخت وو، سوروویکین د اضافي مهماتو د ترلاسه کولو لپاره چې دوی غوښتل، بریالۍ هڅه کوله.

پریګوژین ویلي وو، جنرال سورووکین د واګنر ډلې او د روسیې د پوځي قوماندانانو ترمنځ په اړیکو ټینګولو کې ځانګړی رول لوبولی.

پریګوژین د هغه په اړه دا هم ویلي وو، "هغه یوازنی کس دی چې د اردو ستورو لرونکو جنرالانو ترمنځ پوهېږي چې څنګه جګړه وکړي." "د اردو بل هېڅ جنرال د هغه په شان معقول نه دی."

د ۲۰۲۳ کال په می کې، هغه ویلي وو، سورووکین باید په اوکرایین کې د روسي ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شي.

روسیه

د عکس سرچینه، Reuters

د قضیې په مرکز کې، د روسیې څېړنیزه ډله ادعا کوي، داسې اسناد لري چې ښيي جنرال سورووکین، د واګنر ډلې د ۳۰ لوړ پوړو پوځي او استخباراتي افسرانو څخه "یو مهم" افسر دی.

ویل کېږي چې د هغه د اتو میاشتو قوماندې په بهیر کې، روسي ځواکونو له بشري حقونو سرغړونې کړي، د بېلګې په توګه د کیمیاوي وسلو کارول او پر روغتونونو بمبارۍ.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، سوروویکین له نورو روسي او سوريايي قوماندانانو سره یوځای په ادلب ولایت کې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۰ کاله د پرمختګ پر مهال په قصدي ډول د استوګنې پر سیمو او ملکي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

د هغه ځواکونه د بشري حقونو ډلو لخوا په سوریه کې هم د کیمیاوي وسلو کارولو او پر روغتونونو په بمبارۍ تورن شوي.

د روسیې حکومت دغه ټول تورونه رد کړي دي.

سوروویکین له سوریې څخه بېرته ستنېدو سره، د روسیې د فضايي ځواکونو قوماندان وټاکل شو او د "روسیې اتل" لقب او د هېواد تر ټولو لوړه پوځي جایزه یې ترلاسه کړل.