بایډن د روسیې لپاره په اوکرایین کې ''رښتیني ستونزې'' ویني

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د اوکرایین له خېرسون ښاره د روسیې پوځونو ایستلو پرېکړه ښيي چې روسي پوځونه ځینې ''رښتینې ستونزې '' لري.
ښاغلی بایډن وايي، تر ''یوه وخته ''یې د دې چارې فکر و او تمه یې وه، چې دې سره به دواړه لوري په ژمي کې د خپلو دریځونو بیا ارزونې لپاره فرصت ومومي.
خېرسون د اوکرایین یوازینی مهم مرکزي ښار دی، چې د روسیې پوځونو پرې ولکه ټینګه کړه. خو د چهارشنبې پر ورځ په اوکرایین کې د روسي پوځونو قومندان وویل، نور دې ښار ته د اکمالاتو رسولو امکان نه شته.
جنرال سرګي سورویکین چې څو اونۍ مخکې قومانده ورسپارل شوې، د روسیې پر دولتي ټلویزیون له لوړپوړو پوځي چارواکو سره یو ځای دا اعلان وکړ. نوموړي تائید کړه، چې روسي پوځونه به په بشپړه توګه د دنیپرو سیند له لوېدیځې غاړې په شا شي.
بل لور د امریکا ولسمشر په دې هکله سپینه ماڼۍ کې داسې حال کې خبرې کولې، چې ښکاري دیموکراتیک ګوند یې مخالف جمهوریپال ګوند ته په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرېس استازو جرګې کنټرول بایلي.
د ښاغلي بایډن سیاسي مخالفینو مخکې ویلي وو، چې د اوکرایین لپاره به د امریکا پر پوځي او بشري مرستو له سره غور وکړي او د ښاغلي بایډن تبصره دا وه، چې ''جالبه '' ده مسکو ''د ټاکنو پای ته رسېدو '' پورې د پوځیانو ایستلو اعلان لپاره انتظار وکړ. خو نوموړي زیاته کړه: ''هیله ده پر اوکرایین د روسیې یرغل پر وړاندې به دوه اړخیز غبرګون دوام وکړي. ''
دا شاتګ په دې معنا دی چې روسيي ځواکونه د دنیپرو سیند له لوېدیځې غاړې په بشپړ ډول وتونکي دي. دا پروسۍ پوځي لیکو یو ګزار بللی شي چې بريښي د اوکرایني له ځوابي بریدونو سره مخ دي.
د وتلو پرېکړه د روسيې پر دولتي ټلویزون د روسيي قوماندان جنرال سرګي سورو ویکین یوه ناسته کې اعلان شوه. د لوړو پوځي مشرانو په غونډه کې جنرال سورو ویکین وویل:
''په دې شرایطو کې تر ټولو ښه غوراوی د دنیپرو سیند پر غاړو د یوه تمبوونکې دفاعي لیکې سمبالول دي ''
دا اعلان لږ شېبه وروسته له هغه وشو چې روسيي رسنیو رپوټ ورکړ چې د خېرسون سیمې مرستیال چارسمبالی کیریل استروموسوف د موټر چلولو پر مهال یوه پېښه کې وژل شوی.
هغه چې د روسيي له لوري د خېرسون د نیواک سخت ملاتړی و، شپږ ورځې وړاندې یې خبرداری ورکړی و چې روسي ځواکونه باید د ختیځ لوري ته شاتګ و نه کړي.
له شاتګ وړاندې روسيي په زور ولسي خلک له دغه ښاره په کښتیو کې وتلو ته اړ کړي وو.
ولسمشر ولادیمیر پوتین د خېرسون د پرېښودو د اعلان غونډه کې ګډون نه و کړي. ښاغلي پوتین د سپتمبر په وروستیو کې خېرسون او درې نورې سیمې روسيي پورې وتړلې.
دا ښار د دواړو غاړو لپاره مهم بلل کېږي، خو پوځي کارپوهان وايي ددغه سیمې ساتلو لپاره جګړه درنه بیه هم لري. خېرسون کې له جګړو وړاندې ۳۸۰ زر وګړي مېشت و.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ښار دد نیپرو سیند سره په خوا کې تورسمندرګي ته نږدې پروت دی، د کریمیا ټاپو ته هم نږدې دی چې په ۲۰۱۴ کې روسیې له اوکرایینه جلا او هلته یې خپلې مهمې پوځي اډې هم جوړې کړې.
د لندن په کینکز کالج کې ددفاعي چارو څېړونکې مرینا میرون وايي: ''خېرسون د کریمیا دروازه ده، ترواک لاندې راوستل یې د کریمیا بیا نیولو ته لار جوړوي، څه چې اوکرایین یې په دې جګړه کې نیت لري. ''
هغه وايي خېرسون یوازینۍ لویه سیمه وه چې روسانو پرې بشپړه ولکه کړې وه او بایلل یې د مېرمن مرینا په وینا په جګړه کې د اوکرایین لپاره د بریالي بدلون مانا لرلی شي.
اوکرایین د خېرسون د کلابندۍ لپاره دغلته په سویل او لویدیځ کې ورغلې مهمو لارو کې پلونه پر بمونو والوځول چې د روسيي ځواکونو اکمالاتي ملاتړ یې ټکنی کړ.
روسيي ویلي له خرسونه یې ۷۰ زره ولسي وګړي ایستلي او اوس د د دولتي کسان وتلو نښې لیدل کېږي.
پوځي کارپوهان وايي اوکراییني پوځ ته به هم ددغه ښار بیرته نیول اسانه مړۍ نه وي، روسي ځواکونه به سخته جګړه کوي او بیا به شاتګ کوي او دواړه غاړې به لویه بیه پرې کوي.









