د اوکرایین د استخباراتو مشر: روسي ځواکونه د خېرسون دفاع ته چمتووالی کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین د استخباراتو مشر کیریلو بودانوف وايي روسیه خېرسون ته نور ځواکونه استوي او داسې ښکاري چې د اوکرایین سویل کې د دغه ښار دفاع ته چمتووالی نیسي.
ښاغلي بودانوف دا څرګندونې داسې مهال کړې چې کیېف وړاندې له دغه مهم ښاره د روسیې د یو شمېر پوځي ډلګیو د وتلو د احتمال وړاندوینه کړې وه.
روسي ځواکونو د اوکرایین دا ښار د جګړې د پیل ورځو کې ونیو.
خو دغه ښار کې ځای پر ځای روسي پوځيان په دې وروستیو کې د اوکراییني ځواکونو چې د دنیپرو سیند په اوږدو کې پرمختګ کوي، د ځوابي عملیاتو له سخت فشار سره مخ دي.
روسي چارواکو د اوکراییني ځواکونو د بریدونو او جګړې سختېدو له کبله د دغه ښار زرګونو ملکي اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی.
خو د اوکرایین د استخباراتو مشر تازه 'اوکرایینڅکه پراودا' ویب پاڼې ته ویلي مسکو یوازې 'هڅه کوي داسې تصور رامنځته کړي چې هر څه له لاسه وتلي دي.'
د نوموړي په وینا د روسیې پوځ اصل کې دغه ښار ته نور ځواکونه استوي او لارې سړکونه جګړې ته چمتو کوي.
د هغه په خبره ملکي خلکو ته د دې لپاره د وتلو سپارښتنه کېږي چې که دغه ښار د اوکراییني ځواکونو لاس ته ولوېږي نو روسي پوځيان پرې خپل شرم پټ کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کیېف که څه هم وړاندې ویلي و چې اشغالګر ځواکونه له خېرسون په وتلو دي خو د استخباراتو مشر یې وایي روسان "اوس وتلو ته چمتووالی نه کوي."
بي بي سي د جګړې دغه ډګر کې د دواړو خواوو ځواکونو دقیق خوځښت او حرکت نشي تاییدولی.
خو دا وینا چې روسي ځواکونه خېرسون کې د مورچلو پر جوړولو او پياوړي کولو بوخت دي، راتلونکو اوونیو کې په دغه ښار کې د سختو جګړو امکان ښیي.
اوکراییني ځواکونه د اکتوبر له لومړیو د خېرسون پر لور پرمختګ کوي.
دوی په دې لړ کې تر اوسه شاوخوا ۹۰ کلي چې تر ۱۲ زره پورې خلک پکې اوسي، له روسي ځواکونو بېرته نیولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوشنبې پر ورځ خېرسون لپاره د روسیې لخوا ګومارل شویو چارواکو خپل ملاتړ لپاره د ځایي ملیشه ډلګیو د جوړښت خبر ورکړ.
خو اودیسا ښار کې د اوکرایین پوځ ویاند سېرهي براتچوک دا د روسیې پوځ کې د ځايي اوسېدونکو جلب او جذب وباله.
که روسیه خېرسون کې ماته خوري نو دا به ورته پر اوکرایین له یرغل راهیسې یو ستر شاتګ وي.
دا ښار له هغو څلورو سیمو د یوه مرکز دی چې ولادیمیر پوتین یې په دې وروستیو کې د تش په نامه ټولپوښتنې پایله کې په خپلې خاورې پورې د تړلو اعلان کړی.
د اوکرایین له منځه د تېر شوي دنیپرو سیند پر لوېدیځه غاړه پروت خېرسون همدا راز د اوکرایین یوازنی سیمه ییز مرکز دی چې روسي ځواکونو د فبرورۍ وروستیو کې پر دغه هېواد د یرغل له پیل راهیسې نیولی.
دغه ښار کرایمیا ټاپو وزمې ته د اوکرایین دروازه ګڼل کېږي چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې تر نیولو وروسته خپلې خاورې پورې تړلې ده.










