د روسیې استخباراتو مشر لویديځ تورن کړی چې ګواکې د اټومي بریدونو په اړه اندېښنې پيدا کوي

روسيه

په داسې حال کې چې یو شمېر لویديځ مشرانو پر روسیې او روسیې پر اوکرايين تور پورې کړی چې ګواکې په جګړه کې د اټومي وسلو کارولو تابیا لري، د مسکو څارګرې ادارې مشر لویدیځ په دې اړه د اندېښنو پیدا کولو باندې تورن کړی.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین ویلي، "په ریښتیا هم موږ د لویدیځ‌ پر هغو بیانونو سخت اندېښمن یو چې د اټومي وسلو د کارولو احتمال په اړه یې ورکوي. دا بالکل د منلو نه ده."

دا په داسې حال کې ده چې مسکو پر کیېف تور پورې کړی چې ښايي په راډيو اکټيف لړلی "ناولی بم" پر روسیې وکاروي.

ښاغلي ناریشکین ویلي، "نړۍ باید د دې اجازه ور نه کړي."

خو هاخوا بیا د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي دا په دې مانا ده چې روسیه ښایي‌ پخپله همداسې یوه برید ته پر چمتووالي بوخته وي.

د کیېف نړیوالو ملګرو هم دا ادعا رد کړې.

واشنګټن ویلي "د روسیې لخوا کړکېچ ډېرېدو لپاره هره پلمه ردوي."

د روسیې دفاع وزیر سرګیې شویګو د دغه "ناولي بم" په اړه څرګندونې له خپل بریتانوي سیال 'بېن والېس' سره تلیفوني خبرو کې مطرح کړې.

هغه ویلي و 'د کیېف لخوا د احتمالي پارونو په اړه چې د 'کثیف بم' کارونه هم پکې شامله ده، اندېښمن دی."

ښاغلي شویګو یکشنبه د امریکا، فرانسې او ترکیې دفاع وزیرانو سره هم تلیفوني خبرې کړې او په دې تړاو یې د مسکو اندېښنه ورسره شریکه کړې ده.‌

خو هغه داسې هېڅ شواهد نه دي‌ وړاندې کړي چې د روسیې دا ادعا ثابته کړای شي.

Firefighters tackle a blaze at an energy facility after a Russian attack in Rivne, western Ukraine. Photo: 22 October 2022

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روسیې په دې وروستیو کې د اوکرایین د برېښنا په تاسیساتو بریدونه ډېر کړي

‌د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي‌ بیا په دې تړاو غبرګون کې پخپله روسیه تورنه کړې چې ګوندې راونه جګړه کې د هرې ناوړه تصور کېدونکې پېښې سرچینه ده.‌

ښاغلي زېلېنسکي ویلي مسکو ټوله نړۍ د اوکرایین د اشغال کړې زاپورېژیا اټومي بټۍ د راډیواکټیف وړانګو د ناورین خطر سره ګواښي.‌

هغه همدا راز د مسکو لخوا د اوکرایین سویل کې د یوه ستر برېښنا بند د الوځولو ګواښونو یادونه هم کړې ده.

خو کرملېن دا تورونه رد کړي.

د اوکرایین ولسمشر ټینګار کړی چې نړۍ باید د روسیې دغو ګواښونو ته تر ټولو په سخته ممکنه بڼه غبرګون وښيي.

په ورته وخت کې د بریتانیا دفاع وزیر ویلي‌ د ښاغلي شویګو دا تورونه یې رد کړي چې ګوندې کیېف د بریتانیا په ګډون د لوېدېځو هېوادونو په مرسته د داسې ګامونو پلان لري چې اوکرایین کې جګړه سخته کړي.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول ادعا باید د جګړې تشدید لپاره د پلمي په توګه ونه کارول شي.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ‌ اسټن هم ښاغلي شویګو سره د یکشنبې ورځې تلیفوني خبرو کې ورته څرګندونې کړې.

لوید استین وايي، له روسیې سره د اړیکو پر ساتلو ټینګار کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لویډ اسټن - د امریکا دفاع وزیر

دا تېرو څو ورځو دویم ځل دی د روسیې او امریکا دفاع وزیران تلیفوني خبرې کوي.

پوځي شننونکي وايي روسیې دا تورونه داسې مهال مطرح کړي چې پوځیان یې د اوکرایین سویل او لوېدیځ کې د اوکراییني ځواکونو د ځوابي عملیاتو پر مهال له پرله پسې ماتو سره مخ دي.‌

د جګړې مطالعاتو امریکا مېشتي انسټېټیوټ (ای اېس ډبلیو) د ټویټر څو پوستونو کې لیکلي چې ښاغلی شویګو ظاهرا غواړي په دې توګه اوکرایین سره د لوېدیځ پوځي مرستې پڅې یا وځنډوي او احتمالا په داسې وېرونکو زنګونو سره د ناټو اتحاد کمزوری کړي.