اوکرایین جګړه؛ د امریکا او روسیې دفاع وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایلسا مایشمن
- دنده, بي بي سي
پر اوکرایین د روسي پوځ له یرغل وروسته امریکايي او روسي لوړپوړو چارواکو لومړی ځل اړیکه سره نیولې او د دواړو هېوادونو دفاع وزیران د ټیلیفون له لارې سره غږېدلي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو تایید کړې، چې د امریکا دفاع وزیر لوید اسټین له خپل روسي سیال سیرګي شویګو سره د جمعې پر ورځ غږېدلی دی.
دواړه لوري وايي، د اوکرایین وضعیت په هکله خبرې شوې دي. له نننیو خبرو وروسته د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ویاند برید جنرال پاټ رېدر بي بي سي ته وویل امریکا ''غواړي چې د اړیکو کرښې پرانیستې وساتي. ''
نوموړي زیاته کړه: ''دواړو ښاغلیو له مې میاشتې راهیسې نه وو غږېدلي، نو وزیر اسټن دا یو فرصت وباله چې له وزیر شویګو سره اړیکه ټینګه کړي. ''
د روسیې دفاع وزارت بیا په دې هکله وايي، ''د اوکرایین وضعیت په ګډون د نړیوال امنیت په هکله د پوښتنو په تړاو بحث شوی دی. ''
په تېره مې میاشت کې د دواړو وزیرانو له خبرو وروسته ښاغلي استین له خپل روسي سیاله غوښتي وو، چې سملاسي د یوه اوربند اعلان وکړي، خو دا ځل داسې کومه غوښتنه نه ده یاده شوې.
دا خبرې د روسيې ولسمشر ولادیمر پوتین لخوا په اوکرایین کې د اتومي وسلو احتمالي ګواښ او د امریکا ولسمشر جو بایډن له خبرداري وروسته شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا او بریتانیا دواړو هېوادونو کې بیا چارواکي وايي، داسې خورا کم احتمالي خطر شته چې ښايي ولسمشر پوتین به په اوکرایین کې د دې ډول وسلو کارولو ته زړه ښه کړي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د همدې موضوع په تړاو د دواړو هېوادونو دفاع وزیرانو خبرې کړې دي؟ د امریکا دفاع وزارت ویاند برید جنرال پات رېدر وايي که څه هم د ولسمشر پوتین اشارې ''بې مسوولیته او اندېښمنونکې دي '' خو په وینا یې امریکا اوسمهال ''داسې کومې نښې نښانې نه ویني چې وښيي روسیه غواړي اتومي وسلې وکاروي. ''
پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د امریکا او روسیې اړیکي چې له مخکې ساړه وو، لا زیات خړپړ شوي دي.










