اوکرایین جګړه: امریکا روسیه په ویجاړۍ او ظلم تورنه کړه

دوې اوکرایینۍ ښځې د خپل زوی او مېړه پر مړي ویر کوي چې په وینا یې بوچا کې یې موټر چلولو چې روسي پوځیانو وواژه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دوې اوکرایینۍ ښځې د خپل زوی او مېړه پر مړي ویر کوي چې په وینا یې بوچا کې یې موټر چلولو چې روسي پوځیانو وواژه.

د امریکا متحده ایالتونو د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین پر اوکرایین د یرغل لړ کې د بربادۍ پر رامنځته کولو تورن کړی دی. د دې وزارت ویاند جان کېربي له هغه وروسته په څرګند ډول احساساتي شو، چې پوښتنه ترې وشوه ایا یو نه یو ډول 'اخلاقیات ' د روسیانو ظلمونه توجیح کولای شي؟ ښاغلي کېربي وویل: ''فکر نه کوم موږ په بشپړه توګه د تاوتریخوالي او ظلم هغه درجه ستایلی شو چې تر کومه حده (ښاغلی پوتین رسېدلی.) ''

نوموړي د روسیې ولسمشر هغه توجیح رد کړه، چې نوموړي پر اوکرایین د یرغل پر مهال وړاندې کړه، چې وايي له ناتزي اییزمه د روسیې او اوکرایین ژغورنې لپاره دا اقدام کوي.

ښاغلي کېربي وویل: ''د سر په شاتنۍ برخه کې په داسې حال کې د خلکو ویشتل، چې لاسونه یې تر شا تړلي وي، د مېندوارو ښځو وژل کېدل او پر روغتونونو بمبارۍ هغه څه دي، چې په ګرانه ده یو څوک یې د ده (پوتین) له څرګندونو سره سمون ورکړي. ''

بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د جمعې پر ورځ وویل، دی اوس هم له ولادیمر پوتین سره د سولې خبرو لپاره چمتو دی.

خو په وینا یې داسې حال کې چې د روسیې یرغل دوام کوي، داسې ډېر احتمال شته چې دا خبرې به پایله و نه لري.

له پولنډي رسنیو سره خبرو کې ښاغلي زېلینسکي وویل، دی ځکه غواړي له ښاغلي پوتین سره وویني، چې په وینا یې ''په روسیه کې هره پرېکړه (همدا) یو سړی کوي. ''

ښاغلی زېلینسکي په ورته مهال وايي، په اشغال شویو سیمو کې بیا د روسي ځواکونو ویجاړي هر ډول خبرې زیانمنوي.

دی وايي: ''له بوچا او ماریو پول پېښو وروسته خلک یوازې دا غواړي چې ویې وژني، کله چې داسې رویه وي، سخته ده چې د کومې موضوع په هکله خبرې وشي. ''

د یادونې ده، چې اوکرایین چارواکو د پنجشنبې پر ورځ د هغو لس روسي پوځيانو لټون اعلان کړ، چې د پلازمېنې کیېف څنډو بوچا ښارګوټي کې د جنګي جرمونو تور پرې لګېدلی. په بوچا کې لږ تر لږه د څلور سوه ملکي خلکو وژل کېدو خبره کېږي.

بل لور په کیېف کې د بي بي سي خبریال جویل ګونتر وايي، داسې ثبوتونه په ډېرېدو دي چې ښيي په فبرورۍ کې پر اوکرایین له یرغل راهیسې روسیانو د پولې سیمو ګڼ شمېر کسان په زور له خپل کور- کلي شړلي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه مرکه کې چې پر شنبه خپره شوه ویلي، په فبرورۍ کې د جګړې له پیل راهیسې له یو میلیون ډېر کسان له اوکرایینه روسیې ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي لاوروف د چین له رسمي خبري اژانس ژینهوا سره خبرو کې ویلي، دې کسانو کې ۱۲۰ زره بهرنیان هم شته او د اوکرایین په ختیځو لوهانڅک او دونباس سیمو کې چې روسي پلوه بېلتونپال پکې فعال دي، لسګونه زره کسان هم شامل دي.

د اوکرایین لومړي وزیر مرستیالې بیا بي بي سي ته ویلي، روسیانو هڅه کړې ملکي اوکرایینیان د روسي پوځي اسیرانو په بدل کې خوشي کړي، چې دا چاره د جنېوا کنوانسیون له مخې ممنوع عمل دی.