زېلېنسکي:‌ روسي ځواکونو د اوکرایین د انرژۍ پر تاسیساتو 'تازه پراخ بریدونه' کړي

Power plant damaged by a Russian strike in Kyiv, 18 October

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روسیې په دې وروستیو کې اوکرایین کې خپل بریدونه د برېښنا د تولید پر بټيو او برېښناکوټونو متمرکز کړي

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنکسي وایي روسي ځواکونو د دوی د انرژۍ پر تاسیساتو "نوي درانه ګوزارونه" کړي دي.

د ښاغلي زېلېنسکي په وینا د پراخې کچې دغو بریدونو کې د اوکرایین ختیځ،‌ لوېدیځ، سویل او مرکز کې بېلابېل اهداف په نښه شوي.

د اوکراییني چارواکو په وینا دغه هېواد کې‌ پر نږدې یو نیم میلیون کورونو برېښنا پرې ده.

خو د اوکرایین ولسمشر وايي‌ د روسیې ډیری توغندي او ډرونونه ویشتل شوي او ګواکې دا ډول بریدونه به اوکراییني ځواکونو له پرمختګه را ونه ګرځوي.

ولودومیر زېلېنسکي د شنبې ناوخته یوه ویډیويي پیغام کې ویلي "واقعآ دمګړۍ د دې تخنیکي وړتیا نه لرو چې سل پر سله روسي توغندي او بریدګر ډرونونه وولو. کرار کرار به د خپلو شریکانو په مرسته دې ځای ته ورسېږو - پر دې ډاډمن یم."

له تېرې دوشنبې د روسي‌ ځواکونو هوايي بریدونو کې د اوکرایین نږدې یو پر دریمه برخه د انرژۍ د تولید تاسیسات او برېښناکوټونه ویجاړ شوي دي.

د روسي ځواکونو وروستیو بریدونو کې د پلازمېنې کیېف سویل ختېځ کې د چرسکای سیمې او ورهاخوا لوېدېځ کې د خلمېلېنڅکي‌ ښار په ګډون بېلابېل ځایونه نښه شوي.

A woman arranges flowers outside a house where a couple was killed in a Russian drone strike two days beforehand on October 19, 2022 in Kyiv

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کیېف کې د روسیې د چاودېدونکي ډرون برید

همدا راز د اوکرایین سویل کې له اوډېسا او شمال لوېدیځ کې له ریونې او لوتڅک ښارونو هم د هوايي بریدونو او د برېښنا د پرې کېدو رپوټونه ورکړ شوي.

ښاغلی زېلېنسکي وايي د شنبې پر ورځ ټولټال ۳۶ توغندي توغول شوي چې اکثریت یې نسکور شوي دي.

د اوکرایین لوېدیځ کې د لویو مرستیال ښاروال 'سېرهي کیرال' د شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل د روسیې ستراتیژي دا ده چې تر ژمي مخکې مهم تاسیسات ویجاړ کړي او جګړه تر لومړۍ کرښې ورهاخوا سیمو ته ولېږدوي.‌

د هغه په وینا "اوکراییني ځواکونه چې لومړۍ کرښه کې هرڅومره بریا مومي، هماغومره ورڅېرمه مېشتو خلکو ته ګرانه تمامېږي، ځکه (د ده په وینا) روسیه چې څومره کولی شي ملکیان په نښه کوي او مهمې زېربناوې هدف ګرځوي.‌"

د اوکرایین ولسمشر د جمعې پر ورځ تور پورې کړی و چې روسي ځواکونو د اوکرایین خېرسون کې تر خپل کنټرول لاندې سیمې د برېښنا د یوه بند 'کاخوفکا' شاوخوا ماینونه اېښي دي.

هغه اندېښنه ښودلې وه چې که دا بند مات شي نو سلګونه زره کسان د سېلاب له خطر سره مخامخېدای شي.

خو مسکو د دغه بند شاوخوا د بمونو اېښودلو ادعا رد کړې او ویلي و چې اوکراییني ځواکونه پر دغه بند د توغندیو بریدونه کوي.‌

Home damaged in a missile strike near the Russian border in Kharkiv region, 21 October

د عکس سرچینه، Reuters

خېرسون ته څېرمه د اوکراییني ځواکونو پرمختګ ته په کتو هره ورځ زرګونه کسان له دغه ښاره وځي.‌

پر دې ښار واکمنو روسي اشغالګرو د شنبې پر ورځ‌ یوه نوې لارښونه خپره کړې،‌ چې له خلکو پکې په سملاسي ټوګه د وتلو غوښتنه تکرار شوې ده.

بلخوا د خېرسون ګاونډ کې د روسیې بېلګرود سیمه کې چارواکو ویلي چې هلته د اوکراییني ځواکونو د توپخانې ډزو کې دوه کسان وژل شوي.