اوکرايين جګړه: پوتين له روسي سرتېرو سره کتلي

د ویډیو تشریح، اوکرايين جګړه: پوتين له روسي سرتېرو سره کتلي

د اوکرایین حکومت وايي، روسیې د دغه هېواد پر ملکي تاسیساتو هوايي بریدونه پیل کړي دي. راپورونه ښیي چې ډېر توغندي د هوایي دفاع سیسټمونو لخوا شنډ شوي، خو ځینې یې پر لوتسک، ریون، خملنیتسکي او چرکاسي سیمو لګېدلي.

د ولسمشر د دفتر د یوه سلاکار په وینا پنځه توغندي پر پلازمینې کییف توغول شوي دي. د اوکراین د انرژۍ د توزیع یا وېشلو شرکت ویلي دا بریدونه به - د کيېف په ګډون - په څو سیمو کې د برېښنا رسول محدود کړي. د دغه هېواد په نژدې ټولو برخو کې د برېښنا د قطع کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.