عباس ستانکزی: علم د پرمختګ یوازنۍ لار او په نر او ښځو دواړو فرض دی

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا په افغانستان کې ظاهرآ نجونو ته د زدکړو زمینې په برابرېدو ټینګار کړی دی.
هغه په کابل کې له یوې دیني مدرسې د نجونو د فراغت یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، د پرمختګ یوازنۍ لار زدکړې دي او دا چې علم په نارینه او ښځینه دواړو فرض دی.
پر خواله رسنیو د هغه د خپرې شوې وینا په یوه برخه کې راغلي: "هېڅوک د دې دلیل نشي پیش کولی چې په دې باندې فرض دی او په دې باندې فرض نه دی. که څوک علمي بحث کوي، علمای کرام ډېر شته چې ورباندې بحث وشي."
ښاغلي ستانکزي له دیني زدکړو د ښځینه فارغانو دې غونډه کې پر عصري زدکړو هم ټینګار کړی دی.
هغه ویلي "هېڅ ملک بې له علمه ترقي نشي کولی. یوازنۍ لاره او دروازه چې د ترقۍ لپاره ده، که هغه اخروي ده که دنیوي ده؛ که اخرت دی که دنیا ده، هغه علم دی. د علم دروازې باید خلاصې وي."
د نوي ښوونیز کال پیل ته یوه میاشت
عباس ستانکزی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د کابل په ګډون د افغانستان په سړو ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال پیلېدو ته اوس تر یوې میاشت کمه موده پاتې ده.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له بیا رسېدو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او همدا راز د ۲۰۲۲ کال له وروستیو یې نجونې له پوهنتونونو او لوړو زدکړو هم راګرځولې دي.
افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز او پر ښځو نور لګېدلي محدودیتونه په کور دننه او بهر د طالبانو پر حکومت د سختو نیوکو لامل شوي او د ښځو حقونو یو شمېر فعالان دا ان جنسیتي اپارتاید بولي.
اروپايي ټولنې د ۲۰۲۳ کال جولای کې له ښځو سره د توپیري چلن له کبله د طالبانو په حکومت کې د لوړو زدکړو او عدلیې وزارت پر سرپراستانو او همدا راز د دوی پر قاضي القضات بندیزونه هم ولګول.
طالبان که څه هم وايي، چې د نجونو د تعلیم حق ته ژمن دي او د مناسبو شرایطو په برابرولو ورته کار کوي.
د طالبانو حکومت د نجونو زدکړو ته د زمېنې برابرولو لپاره د دوی د قاضي القضات مولوي عبدالحکیم حقاني په مشرۍ یوه اته کسیزه کمېټه هم جوړه کړې وه چې خپل وړاندیزونه یې ډېر مخکې په کندهار کې خپل مشر مولوي هبتالله اخوندازه ته استولي، خو په دې برخه کې د نور کار او پرمختګ څرک لا نه ښکاري.
د یادونې ده چې شېر محمد عباس ستانکزي تر دې مخکې هم څو ځله په سترو غونډو کې پر دې ټینګار کړی، چې نجونو لپاره باید د زدکړو فرصت برابر شي.
نوموړي یو پلا د نجونو پر زدکړو بندیز ته په اشارې ویلي و چې نظام په افراط او تفریط نه چلېږي او که د رهبر امر د شرعیت خلاف وي باید و نه منل شي.
د طالبانو په حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم د تېر کال جولای کې هرات ولایت د سفر پر مهال د نجونو د زدکړو موضوع "اختلافي" بللې او ویلي و چې د تړلو ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل کېدو ته د یوې معقولې حل لارې پر موندلو کار روان دی.

د عکس سرچینه، BAKHTAR
تر دې وړاندې په وار وار داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې ګوندې طالب مشران ښوونځیو ته د نجونو د تګ او نه تګ پر سر په دوو ډلو ویشل شوي.
د دغو رپوټونو له مخې یو شمېر طالب مشران په چورلټ ډول د نجونو زدکړو پر بندېدو ټینګار کوي، خو لویه برخه یې بیا د پرانېستلو پلویان دي او دا د نجونو شرعي حق بولي.
د طالبانو حکومتي ویاندویانو بیا په وار وار دا رد کړې، چې د دوی د مشرانو ترمنځ دې اختلاف موجود وي.











