د طالبانو حکومت پر ښځو د بندیز له کبله له نړیوالو فشارونو سره مخامخ دی
افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ښځو د لګول شویو بندیزونو له امله له نړیوالو فشارونو سره مخامخ دی. نژدې ۵۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي د ورپورته افغان نجونو ښوونځي تړلي دي. دا دی ۳۴ ورځې له هغه هم واوښتې چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځینه زده کونکو پر زده کړو بندیز اعلان کړی. لا څرګنده نه ده چې کله به نجونو ته د پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستلې شي.