سراجالدین حقاني: د نجونو زدکړو د 'اختلافي' ستونزې پر معقول حل کار روان دی

د عکس سرچینه، Bakhtar
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ويلي د نجونو د تړلو ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل کېدو ته د یوې معقولې حل لارې پر موندلو کار روان دی.
هغه دا څرګندونې سېشنبه د (جولای ۲۵مه) هرات ولایت کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او د خصوصي سکټور له استازو سره یوې غونډې ته کړې دي.
ښاغلی حقاني د طالبانو د سترې محکمې د رییس مولوي عبدالحکیم حقاني په مشرۍ له یوه جګپوړي دولتي پلاوي سره هرات ته تللی دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه هرات ته د خپلو دغو جګپوړو چارواکو د سفر جزییات نه دی ورکړي، خو ښاغلي حقاني په دې وروستیو کې ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو.
باختر دولتي خبري اژانس په وینا سوداګرو او صعنت کارانو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتنه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي دي.
طلوع نیوز د هرات د خصوصي سکتور د استازو په حواله لیکلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د پانګې د تېښتې لامل شوی او دا چې "ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو د زدکړو او تحصیل په موخه ګاونډیو هېوادونو ته کډه کېږي."
ښاغلي حقاني د وینا یوه برخه کې وايي "د دغو موضوعاتو لپاره پر یوه معقول حل کار روان دی."
نوموړی زیاتوي دوی له دې نه ویرېږي چې کله "یوه مساله اختلافي وګرځي، د دې لپاره چې دغه اختلاف لوی او پراخ نشي، هغې ته یو څه انتظار په کار وي."
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر تړل کېدو نږدې دوه کاله اوړي.
دوی د تېر زېږدیز کال له وروستیو نجونو له پوهنتونونو هم راګرځولې دي.
په دې موده کې په کور دننه او له بهره په وار وار د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو غوښتنې شوې.

د عکس سرچینه، AFP
سراج الدین حقاني د "اختلافي موضوع" یادونه داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګوندې طالب مشران ښوونځیو ته د نجونو د تګ او نه تګ پر سر په دوو ډلو ویشل شوي.
د دغو رپوټونو له مخې یو شمېر طالب مشران په چورلټ ډول د نجونو زدکړو پر بندېدو ټینګار کوي، خو لویه برخه یې بیا د ژر پرانېستلو پلویان دي او دا د نجونو شرعي حق بولي.
د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم څو ځله په سترو غونډو کې پر دې ټینګار کړی، چې نجونو لپاره باید د زدکړو فرصت برابر شي.
هغه ويلي، چې زدکړې د ښځينو او نارینو طبيعي، اسلامي او شرعي حق دى.
د طالبانو حکومتي ویاندویانو بیا په وار وار دا رد کړې، چې د دوی د مشرانو ترمنځ دې اختلاف موجود وي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د نجونو زدکړو ته د زمېنې برابرولو لپاره د دوی د قاضي القضات مولوي عبدالحکیم حقاني په مشرۍ یوه اته کسیزه کمېټه هم جوړه کړې چې خپل وړاندیزونه یې ان څو میاشتې مخکې کندهار کې خپل مشر مولوي هبت الله اخوندازه ته استولي، خو په دې برخه کې د نور کار او پرمختګ څرک لا نه ښکاري.











