ګوتېرېش: د لبنان سوېل کې پر سوله‌ساتو د اسرائيلو برید د زغم نه دی

ګوتېرش

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د لبنان په سوېل کې د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو د اسرائيلو برید د زغم وړ نه دی او د نړیوال بشري قانون سرغړاوی دی.

عمومي منشي ګوتېرېش وروسته له هغې دا خبرې ورکوي چې ملګرو ملتونو وویل چې اسرائیلو د دویمې ورځې لپاره هم د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ځواکونو د څار په یوه پوسته بل برید وکړ او دوه سرتېري يې ټپيان کړل.

د لبنان دولتي خبري آژانس ویلي چې ټپيان شوي سرتېري د سرېلانکایۍ ډلګۍ غړي وو.

دا په وروستیو ورځو کې څلورم ځل دی چې اسرائيلي ځواکونه د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ځواکونو پر اډو بریدونه کوي.

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي ویلي اسرائيل هڅه کوي د ملګرو ملتونو کار پیکه کړي:

(موږ د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو ځواکونو د اسراييل برید غندو. دا داسې جنایت دی چې موخه يې نړیواله ټولنه ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځواکونو په نښه کول د دغه بنسټ له حیثیته سرغړونه ده".

ښاغلي میقاتي دا هم ویلي چې په بیروت د تېرې شپې برید کې وژل شوي ۲۲ کسان ټول ملکي وګړي دي.

ښاغلي میقاتي زیاته کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره يې خبرې کړې، تر څو د وینو د تویېدنې مخه ونیسي:

"د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زنګ راته وکړ او د جنګ د درولو لپاره په جدي هڅو او روانه همغږۍ وغږېدو. ما په بېلو کچو کې له لبنان سره خواخوږي حس کړه او دا چې دوی خپله ټوله هڅه کوي چې اوربند حتمي کړي. همدا زما غوښتنه هم وه چې لږ تر لږه په ملکیانو بمباري او د هغوی زیان ودريږي".

اسرائيلي پوځ ویلي چې د وروستۍ پېښې پلټنه کوي.

اسرائيل له دې وړاندې له سوله‌‌ساتو غوښتي چې له پولې شاته شي خو هغوی رد کړې.

د بريتانيا د لومړي وزیر دفتر هم په لبنان کې پر سوله ساتو د اسراييلي ځواکونو برید د خپګان وړ بللی.

د بريتانیا د لومړي وزیر د دفتر یوه ویاند ویلي، "دغو رپوټونو خپه کړي او دا مهمه ده چې سوله‌ساتي او ملکيان خوندي وي".

د واکسين پر وړاندې ننګونو ته د ملګرو ملتونو اندېښنې

سوله ساتونکي

د عکس سرچینه، EPA

د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونه وايي، په غزه کې د پولیو واکسین د دویم پړاو د پلي کولو شونتیا ته سخت اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو شاوخوا ۴۰۰ ډلې په دوشنبه د واکسین پیلولو ته چمتو دي، خو له دې امله له ننګونو سره مخ دي چې د غزې په شمال کې ګڼو سیمو ته د اسراييلو پوځ د وتلو امر کړی.

په فلسطين کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریک پيپرکورن ویلي دا اړینه ده چې خلک د واکسین کمپاین پر مهال بې ځایه نشي.

"موږ د جګړې له ټولو لورو بیا غواړو چې په غزه کې د بشري اړتیا له مخې د دویم ځل لپاره هم دمې پلې کړي. په تېره بیا د غزې په شمال کې د وتلو امر روغتون ته لاسرسی او د روغتيايي کارکوونکو خونديتوب ته خطر دی".

د واکسين لومړی پړاو چې په سپټمبر کې پلی شو بریالی بلل شوی. دا واکسین وروسته له هغې هلته پیل شو چې په غزه کې د پولیو ویروس پېښې وموندل شوې.