افغانستان کې د رسنیو او وینا ازادي؛ په ۲۰۲۳ کې ننګونې څه وې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو نړیوالو بنسټونو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته، د نورو برخو په څېر د رسنیو او خبریالانو فعالیت او د وینا ازادۍ هم ډېر زیان لیدلی او تر دې دمه پاتې رسنۍ او خبریالان د خپل پایښت لپاره په سختۍ سا باسي.
خو طالب چارواکي وايي رسنیو ته یې اسانتیاوې رامنځ ته کړې او د لا نورو استانتیاوو د برابرولو هوډ لري. دا په داسې حال کې ده چې له تېر څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې د رسنیو او معلوماتو ته د لاسرسي قانون هم ځنډول شوی دی. په دې رپوټ کې په ۲۰۲۳ کال کې د رسنیو، خبریالانو او وینا د ازادۍ پر وړاندې ننګونو ته کتنه شوې.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو دمخه څه باندې ۱۰۷ تلویزونې چینلونه، ۲۸۴ راډیوګانې، سلګونه چاپې رسنې او څه باندې اتلس سوه انلاین ویپاڼې فعالې وې. د بې پولو خبریالانو د ټولنې یوې سروې په افغانستان کې د رژیم له بدلون نه دمخه د ټولو رسنیو شمېر۵۴۷ یاد کړی دی. دې ټولنې ویلي د طالبانو له بیا واکمنید وروسته څه باندې اتیا سلنه ښځینه خبریالانې اړې شوې چې له رسنیو سره له کار نه لاس واخلي.
دا ټولنه وايي له ۲۰۲۱ کال نه مخکې په افغانستان کې د ښځینه او نارینه خبریالانو شمېر شاخوا ۱۲ زره و خو اوس دوه په دریمه برخې یې له رسنیو سره له کار کولو لاس په سر شوي دي. ځینې رسنوال وايي ۲۰۲۳ کال هم په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو لپاره له ننګونو تش نه و.
همدا رنګه څو اونۍ وړاندې د افغان خبریالانو ټولنې هم وویل چې پر رسنیو د طالبانو له خوا فشار ډېر شوی، د رسنیو د خبري پوښښ بڼه بدله شوې او دخبریالانو د نیولو پېښې هم ډېرې شوي دي.
افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ په اړه د دې بنسټ په شپږ میاشتني رپوټ کې ویل شوي ، چې اوس پر ولایتونو سربیره په کابل کې هم د رسنیو پوښښ تر کنټرول لاندې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټ زیاتوي چې خبریالان نه یوازې د رپوټونو چمتو کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې آن پر خواله رسنیو هم نه شي کولای د هېواد د اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه نظر څرګند کړي. په کابل کې د خبریالانو د ملاتړ ټولنۍ نئ مشر ظریف کریمي په افغانستان کې د فعالو رسنیو کار او فعالیت په نیم بند حالت کې بولې او وايي:
"له ټولو ستونزو سره سره، افغان رسنیزه برخه په نیم بند حالت کې کار ته دوام ورکوي، له شک پرته چې له ستونزو خالي نه ده، خبریالان معلوماتو ته لاس رسی نه لري ځکه چې معلوماتو د لاسرسي قانون او کمیسون لغوه شوي، دې ټولو ستونزو په افغانستان کې د رسنیو کار له خنډ و ځنډ سره مخامخ کړی دی."
کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل نو له ډېر رسنوالو سره دا اندېښنه وه چې د رسنیو وضعیت او د بیان ازادي به څنګه شي؟
د یادولو ده چې له تېرو څه باندې دوو کالو راهیسې په افغانستان کې هغسې چې اندېښنه یې وه ګڼې رسنې وتړل او د ځینو هغو چې پاتې دي فعالیتونه محدود د کار کوونکو شمېر لږ شوی دی.
خو طالب چارواکي د جمهوریت له سقوط وروسته د ځینو رسنیو د تړل کېدو لامل د هغو مالي سرچینو وچېدل ښي چې په وینا یې د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو له لورې دې رسنیو ته ورکول کېدې.
په ۲۰۲۳کال کې د بیان د ازادۍ په نړیواله ورځ چې د مې میاشتې په دریمه ولمانځل شوه د خبریالانو د ملاتړ بنسټ نی وویل چې له شاخوا شپږو سوو، چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو نه نیمايي یې تړل شوي او دوه په دریمه برخه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ګڼو هغو خبریالانو چې بې روزګاره شول نورو دندو ته مخه کړې.
د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې ویاند جرمي لورینس په افغانستان کې د ټولنیزو فعالانو او خبریالانو د نیول کېدو او بیان د ازادۍ په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې هغه خبریالان د ده په خبره د طالب واکمنو لخوا نیول کېږي چې د حاکم نظام پرضد څه ووایي.
د ښاغلي لورینس په وینا هېڅوک باید د خپلو بنسټیزو حقونو په اړه د غږ پورته کولو لپاره ونه نیول شي.
دغه راز په په تېره مې میاشت کې په افغانستان کې د رسنیو د څار یوه بنسټ هم وویل په افغانستان کې د خبریالانو نیول او ګواښل د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه ډېر شوي. د خبریالانو د مرکز په نامه دې بنسټ په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې په یو کال کې یې د رسنیو د کارکونکو له حقونو نه د سرغړونې ۲۱۳ پېښې مستندې کړې دي. خو ښاغلي کریمي په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو، د هغوی د نیول کېدو او هغو خبریالانو په اړه چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړي داسې معلومات راکړل:
" له بدغه مرغه اوس چې موږ د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې یو، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاخوا ۱۱۰ پېښې ثبتې شوې، ځینو خبریالانو خپل ژوند بایللی دی، په دې تېر یو کال کې درې تنه خبریالان په بلخ او یو تن په کابل کې خپل ژوند وبایلود، د دې ترڅنګ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، خبریالانو د وهلو ټګولو، ناوړه چلن او ګواښلو لسګونه پېښې موږ ثبت کړې دي.
که څه هم د تېر کال پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی خو په افغانستان کې د فعالو رسنیو شمېر ته په کتو دا پېښې د تاوتریخوالو په پېښو کې ډېروالی ښيي. د دې پېښو په اکثرو کې امنیتي کسان ښکېل وو".
طالبان: 'رسنۍ بشپړه ازادي لري'

د عکس سرچینه، Getty Images
د نی د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې څلوېښت تنه خبریالان د امنیتي کسانو لخوا نیول شوي وو چې ځینې یې له موقتي بند او ځینې یې تر پنځو میاشتو بند تېرولو وروسته بېرته خوشی شول چې نه یوازې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو بلکې ملګرو ملتونو یې هم د خوشې کېدو هرکلی وکړ.
طالب چارواکو د امنیتي ادارو لخوا د خبریالانو د نیولو په تړاو بي بي سي ته ویلي دي چې اکثره یې په داسې قضیو کې نیول شوي وو چې د دوی له مسلکي کار سره یې تړاو نه درلود.
د دې رپوټ تر جوړولو پورې د نئ د معلوماتو له مخې یوازې یو خبریال له چارواکو سره په بند کې و چې هغه هم د یوه شخصي تور له مخې نیول شوی دی.
خو له دې هره سره سره په افغانستان کې یو شمېر رسنۍ فعالې دي. طالب چارواکي هم وايي دا رسنۍ بشپړه ازادي لري او هر ډول رپوټونه، مرکې او بحثونه په کې خپرېږي او د بیان د ازادۍ مخه یې نه ده ډب کړې.
ډېر ځله هغه موارد پر خواله رسنیود د ولسي وګړو لخوا هم رپوټېږي چې نورې رسنۍ ورته لاسرسی نه شي موندلی. کله چې په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه ډېر شول څو څو ځلې ښځې سړکونو ته وتلې او د خپلو حقونو غوښتنې وکړې چې ولسې خلک پر خواله رسنیو رپوټ کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۲۳ کال کې پر خواله رسنیو د سیټیزن ژونالیزم یا ولسي خلکو لخوا د رپوټونو په لړ کې ځینې کمسارې صحنې هم رپوټ شوي، لکه د ښځینه مظاهره چیانو د خورولو لپاره طالب چارواکو لخوا ډزې کول.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د شمېرو له مخې د ځینو رسنیو د تړل کېدو له امله د بې رزوګاره شویو خبریالانو په ډله کې پام وړ یې د ښځینه خبریالانو دی.
پر ښځو د طالب واکمنو لخوا د محدویتونو په لړ کې ښځینه خبریالانو او ویاندویانو ته امر شوی چې د تلویزون پر پرده په ماسک کې څرګندې شي، خو د اغلې زرمینې په وینا دې کار د دې او ګڼو نورو ښځینه ویاندویانو چارې ستونزمنې کړي دي. نوموړې هیله منه ده چې په دې تړاو پرېکړې ته بیا کتنه وشي او دا محدویت لري شي.
معلوماتو ته پر وخت نه لاسرسی به هغه ستونزه ده چې په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او ګڼو خبریالانو ترې سرټکاوه.
په همدې حال کې ځینې خبریالان وايي چې د طالبانو د واکمنۍ د لومړیو وختونو پرتله په ۲۰۲۳ کال کې معلوماتو ته لاسرسی نسبتاً اسانه و.
طالب چارواکي وايي چې له واکمنېدو وروسته یې د بیان د ازادۍ او خبریالانو سره د همکارۍ په برخه کې ډېر څه کړي او د ځینو بهرمیشتو بنسټونو دا ادعاوې چې ګواکې له خبریالانو سره تاوتریخجن چلن کېږي او خبري مطالب یې سانسورېږي ردوي.
خبریالان او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه معلوماتو ته پر وخت لاسرسی، د بیان ازادي او د ښځینه او نارینه خبریالانو مساوي حقونه په خپلواکه او بې طرفه توګه د رسنیو او خبریالانو د کار او فعالیت لپاره اړین بولي.
ځینې هغه رسنۍ چې تړل شوې وې ۲۰۲۳ کال کې بېرته فعالې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي کریمي په وینا که د رسنیو او معلوماتو ته د لاسري قانون نافذ او عملي شي نو په رسنیز ډګر کې به ځینې شته ننګونې هوارې شي.
"موږ غوښتنه کوه چې د رسنیو او ترڅنګ یې معلوماتو ته د لاسرسي قانون له بیا کتنې وروسته ژر تر ژره نافذ شي چې په دې توګه خبریالان وکولای شي چې له قانون سره سم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي."
دغه راز اړوند کمیسیونونه له دې جملې نه معلوماتو ته د لاسرسي او د رسنیو د سرغړونې کمیسیون باید ډېر فعال او پیاوړي شي چې د خبریالۍ په برخه کې ستونزې او ننګونې له مینځه یوسي.
که قانون او د رسنیو لپاره تګلارې موجودې وي او په کې د خبریال او رسنیو لپاره هرڅه تعریف شوي وي، هغه مهال بیا هېڅ اداره نه شي کولای چې خبریالان ونیسي البته که غیرقانوني کړنه یې ترسره کړې وي هغه جلا خبره ده.
اوس مهال ځینې ادارې د خبریالانو او رسنیو په چارو کې مداخله کوي، خو که قانون وي او په کې د خبریالانو او رسنیو مسوولیتونه په ډاګه شوي وي، له دې سره به د خبریالانو د نیول کېدو، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي، د هغوی د وهلو ټکولو او د خبریالانو او رسنیو په کار کې له مداخلې نه مخنیوي وشي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېر څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې د رسنیو قانون نه پلي کېږي او اوسمهال په افغانستان کې په ټولو رسنیو کې د کارکوونکو کسانو شمېر څه کم څلور زره یادېږي. په مرکز او ولایتونو کې د طالب واکمنو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ په موخه دوامدراه غونډې هم د یادولو دي.
همداسې یوې غونډې کې چې په کندهار کې جوړه شوې وه ښاغلي مجاهد خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې په ډاډه زړه خپلو چارو ته دوام ورکړي او په وینا یې حکومت یې بشپړ ملاتړ کوي. چارواکي وايي په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې ځینې خنډونه یې وار دمخه لري کړي او هڅه کوي چې لا ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
په همدې حال کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټ نی وايي یو شمېر هغه رسنۍ چې تړل شوې وې په ۲۰۲۳ کال کې بېرته فعالې شوې دي.











