افغانې رسنۍ وایي طالبانو یې فعالیت محدود کړی؛ طالبان یې ردوي

د عکس سرچینه، Aju
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
یو شمېر ځایي رسنیو بي بي سي ته ویلي، په هغه ډول چې پکار ده خپل رسنیز مسؤلیت نشي ترسره کولی او د طالبانو لخوا تر فشارونو لاندې دي.
خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ په ازادۍ سره خپلې چارې ترسره کولی شي او مالوماتو ته هم لاسرسی لري.
د رسنیو پراخ فعالیت او ازادي په تېرو شلو کالو کې افغانستان کې یو مهم پرمختګ او لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.
خو افغان رسنوال وایي، له تېرې اګست میاشتې راهیسې دې هېواد کې نږدې اویا سلنه رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی.
ابراهیم پرهر د افغانستان په لویدیځ ولایت کې فراه کې د عروج په نوم د یوې راډیو مشر دی، دی وايي له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د رسنیو د فعالیت برخه کې هر څه بدل شوی.
نوموړيفرانس پرېس خبري اژانس ته وویل، اړ شوی چې د وضعیت په بدلېدو سره یوازې دیني خپرونې ولري.
ښاغلی پرهر وايي چې که وضعیت همداسې وي ښايي اړ شي چې د راډیو دروازې د تل لپاره وتړي.
د ځینو نورو سیمو خبریالانو بیا د خپل امنیت په اړه اندېښنه لري.
په ننګرهار ولایت کې یوې خبریالې بي بي سي ته وویل چې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی او نه شي کولی چې د خپل اوسېدو ځای چاته وښايي.
دا وايي د ویرې داسې یوه فضا ده چې خبریالانې نه شي کولی خپله دنده ترسره کړي او د ننګرهار ولایت ټولې خبریالانې پر کور ناستې دي.
په کابل کې یوه خبریال چې نه غواړي نوم یې واخستل شي بي بي سي ته وویل چې پر رسنیو د طالبانو له خوا محدودیتونه د ده په وینا ډېر جووت دی او د ځینو تلویزیونونو خپرونې د طالبانو له خوا سانسور کېږي.
دی وايي آن ځینې بهرنۍ رسني په ځینو مواردو کې نه دې پريښودل شوي چې خپل رپوټ د نشر لپاره بهر ته واستوي.
طالبان په دې اړه څه وایي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو وړاندې ویلي چې د رسنیو د فعالیت لپاره یې یو طرز العمل جوړ کړی چې له مخې باید رسني داسې څه خپاره نه کړي چې د اسلام خلاف وي، ملي ارزښتونه په کې سپکاوی وشي او یا داسې څه چې طالب چارواکو نه وي تایید کړی.
د فرانس پریس خبرې اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له اویا سلنې زیاتې رسنۍ تړل شوي دي.
دې بنسټ ویلي چې ګڼ شمیر خبریالان له هېواده وتلي. دغه راز بهرنۍ رسنۍ لکه د پخوا په څېر پراخ حضور نه لري.
په تېرو دوه میاشتو کې چې طالبان واک ته رسېدلي له خبریالانو سره د طالب وسله والو د زورزیاتې رپوټونه هم ورکړل شوي دی.
خو طالبان د دوی له خوا پر خبریالانو او رسنیز فعالیت د محدودیتونو خبره ردوي.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته وویل چې د خبریالانو لپاره ټول افغانستان کې له کومې ستونزې پرته د فعالیت زمینه برابره ده.
ښاغلي کریمي وایي، طالبان تر خپله وسه هڅه کوي چې مالوماتو ته د لاسرسي برخه کې هم له رسنیو سره مرسته وکړي.
خو یاده دې وي چې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ درې میاشتې وړاندې طالبانو پر ځینو رسنیو تور لګولی وو چې د افغان حکومت د پروپاګند وسیله ګرځیدلي.
د طالبانو ویاند ګواښ کړی و که دا وضعیت دوام وکړي نو د دوی د نورو اقداماتو مسؤلیت به د رسنیو د چارواکو او کارکوونکو پر غاړه وي.










