طالبان: رسنۍ باید 'د قانون په چوکاټ کې سالم فعالیت وکړي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځینې افغان خبریالانو هغو تورونو ته چې وايي د زور له لارې د دوی یوه خبري غونډه لغوه شوې، ویلي، رسنۍ باید 'د قانون په چوکاټ کې سالم فعالیت ' وکړي.
د یادونې ده، چې د افغان خبریالانو فدراسیون له دې مخکې ادعا وکړه، چې د جنورۍ پر ۲۶ مه یې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت، معلوماتو ته د لاسرسي او له خبریالانو سره د زور زیاتي پر موضوع یوه خبري غونډه رابللې وه، چې طالبانو 'ګډوډه کړه ' دوی یې 'وګواښل ' او د فدراسیون پر مسوولینو یې فشار راوړ.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د پژواک خبري اژانس په رپوټ کې د افغانستان ژورناليستانو ملي اتحادیې رئیس میرعلي اصغر اکبرزاده له قوله ویل شوي، د دوی د خبرې غونډې د پوښښ لپاره کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ راغلې وې، خو دغه ناسته د شفاهي هدایت له مخې لغوه شوه.
د ښاغلي مجاهد په ټویټر پیغامونو کې بیا په مستقیم ډول د دې تورونو یادونه نه ده شوې، خو په وینا یې هغه رسنۍ چې غواړي په 'عادي ' ډول فعالیت وکړي، ''باید باید خپل پای ته رسېدلي جوازونه بېرته تمدید کړي، پاتې مالیې ورکړي او د رسنیو د قانون په چوکاټ کې په رښتوني او سالم ډول رسنیز فعالیت ولري. ''
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې د خبریالانو غونډې لغوه کول د بیان پر ازادۍ د محدویت لګول بللي دي.
د یوناما په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، له طالبانو غوښتل شوي چې ''د هغو افغانانو خولې پټولو هڅې پر ځای چې دوی فکر کوي، مخالف نظر لري، باید د افغانانو تر منځ د خبرو ملاتړ وکړي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د رسنیو پراخ فعالیت او ازادي په تېرو شلو کالو کې افغانستان کې یو مهم پرمختګ او لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
یو شمېر ځایي رسنیو بي بي سي ته ویلي، په هغه ډول چې پکار ده خپل رسنیز مسؤلیت نشي ترسره کولی او د طالبانو لخوا تر فشارونو لاندې دي.
خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ په ازادۍ سره خپلې چارې ترسره کولی شي او مالوماتو ته هم لاسرسی لري.










