"زه دلته د ساتېرۍ لپاره نه یم راغلی" - سپینپوستی سوېلي افریقایی په امریکا کې د کډوالۍ موقف دفاع کوي

- Author, نومیا اقبال و کای پیګلیوچي
- دنده, بي بي سي نيو، بوفالو، نیویارک
تېره اونۍ، ۴۶ کلن چارل کلینهاوس د سوېلي افریقا په امپومالانګا ولایت کې د خپلې کورنۍ په کرونده کې اوسېده. دا سیمه د ښکلو منظرو، وحشي ژوند او ژورو درو له امله د "هغه ځای" په نوم پېژندل کېږي چې "لمر پکې راخېژي".
خو د اوس لپاره، د هغه نوی کور د امریکا د لویې لارې څنګ ته یو ارزانه هوټل دی.
نوموړی او لسګونه نور سپینپوستي سوېلي افریقایان د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه لانجمن سیاست له مخې امریکا ته ولېږدول شول، پدې خاطر چې هغوی له هغه تبعیضه وژغورل شي چې ټرمپ یې ادعا کوي دوی ورسره مخ دي – داسې ادعا چې د سوېلي افریقا حکومت یې ردوي.
ښاغلی کلینهاوس د ټرمپ ملاتړ کوي او بي بي سي ته یې ویلي، له خپلې خاورې وروسته له هغه ووت، چې پر وټساپ ورته د وژلو ګواښونه واستول شول.
نوموړی وايي: "زه مجبور شوم چې له خپل پنځه خوبخونې کوره ووځم، چې اوس به یې له لاسه ورکړم." هغه زیاتوي چې موټر، سپي او ان خپله مور یې هم تر شا پرېښي. "زه د خوشحالۍ لپاره دلته نه یم راغلی."
د هغه پخوانی کور له اوسنۍ استوګنې سره هېڅ پرتله نه لري، خو د هغه په وینا، د نیویارک ایالت بوفالو ښار کې یې اوسنی ژوند ښه دی. "زما ماشومان خوندي دي،" نوموړی وايي، چې مېرمن یې په ۲۰۰۶ کال کې په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شوې ده.
د سپینپوستو سوېلي افریقایي کرونګرو وضعیت له ډېرو کلونو راهیسې د امریکايي ښیلاسو او توندلارو یوه د پام وړ موضوع وه.
ولسمشر ټرمپ او د هغه نژدې ملګري- د سوېلي افریقا الاصله میلیاردر اېلان مسک استدلال کړی چې د سوېلي افریقا سپین پوستي کرونګر له "نسلوژنې" سره مخ دي – هغه ادعا چې پراخه کچه بېبنسټه ګڼل شوې ده.
ټرمپ سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې یو اجرائیه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې افریکانرانو ته د پنا غوښتنې حق ورکړل شو. دا هغه سپین پوستي وګړي دي چې د ټرمپ په وینا، د تبعیض ښکار دي.
افریکانران هغه سپینپوستي سوېلي افریقایان دي چې افریکانس ژبه وایي او اروپایي نسل لري.
ښاغلی کلینهاوس د هغو ۵۹ کسانو له ډلې دی چې د ټرمپ د ادارې لخوا د دوی دوسیې چټکې وڅېړل شوې او د سې شنبې په ورځ د واشنګټن ډي سي ته نژدې د ډالاس هوایي ډګر ته راورسېدل.
هغه وايي، حیران شو چې څومره ژر امریکا ته ورسېد او د ټرمپ منندوی دی. "ما داسې انګېرله چې بالاخره څوک شته چې زموږ درد احساس کړي".
کله چې نوموړی او د هغه کورنۍ له نورو سره هوایي ډګر ته ورسېدل، هلته د امریکا په سپین او سور رنګه بیرغ او اوبیزو بالونونو یې هرکلی وشو. کلینهاوس دا مراسم له "شان او شوکت ډک" یادوي.
افریقایان یو سپین پوستی توکمیز اقلیت دی چې د اپارتاید په دوره کې یې سویلي افریقا اداره کوله، په هېواد کې یې د نژاد پرستۍ پالیسۍ پلي کولې تر هغه چې په ۱۹۹۴ کې رژیم په رسمي ډول له منځه لاړ.
خو له درېیو لسیزو وروسته هم، تورپوستو کرونګرو ته د هېواد د ښې کروندې ډېره برخه نه ده رسېدلې او لا هم ډېری یې د سپینپوستو په لاس کې دي.
همدې چارې د بدلون د سست بهیر پر ضد د خلکو غوسه راپارولې. ښاغلی کلینهاوس مني چې تورپوستي افریقایان هم ځورېدلي دي.
خو نوموړی زیاتوي: "زه له اپارتایده سره هېڅ تړاو نه لرم. هېڅ نه، هېڅ نه، هېڅ نه."
په جنورۍ کې، د سوېلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا یو لانجمن قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې دولت ځینې وختونه د خلکو شخصي ځمکې بې تاوانه مصادره کولی شي، که دا چاره "عادلانه او د ولس په ګټه" وبلل شي.
د سوېلي افریقا حکومت وايي، تر دې دمه یې هېڅ ځمکه نه ده مصادره کړې. خو کلینهاوس وايي، کله چې ستا پر ځمکه دولتي ادعا راشي - لکه څنګه چې ده سره شوې - نو نور هلته کار نه شې کولی.
"ستا ځمکه بې ارزښته شي - دا مصادره ډېر حد ته رسېدلې ده،" نوموړی وايي: "خلک ترې وېرېږي. هغه افریکانران چې پر موږ نیوکې کوي، په یوه بله نړۍ کې ژوند کوي."
ځینې نور افریکانران کلینهاوس او نور ورسره راغلي کسان "فرصتطلبه" بولي او وايي یوازې د جرمونو قرباني کېدل د پنا غوښتنې د جدي تعقیب دلیل نه شي کېدی.
کلینهاوس مني چې د سوېلي افریقا کرونګرو وژنې کمې دي، خو دی نه غواړي قرباني شي: "زما په سیمه کې داسې خلک وو چې ووژل شول".
هغه زیاتوي چې د سیمې خلکو به ورته وار له واره د وټساپ له لارې داسې پیغامونه لېږل: "موږ به دې وباسو، ته زما په ځمکه یې."
کلینهاوس وايي، له امریکا ته تر تګ مخکې ورته یو پیغام راغلی و چې لیکلي یې وو: "موږ درپسې راځو، ښه یې چې ویښ یې!"
نوموړی وايي، کرنیز ماشینونه یې هم تخریب شوي او ځایي پولیسو یې راپورونه جدي ونه ګڼل.
ولسمشر رامافوسا دا کسان "بزدلان" بللي، چې نه غواړي د اپارتاید د دورې بېعدالتي ومني.
هغه وویل: "موږ د سوېلي افریقا خلک زړور یو. موږ له خپلو ستونزو نه تښتو. باید همدلته پاتې شو او خپلې ستونزې هوارې کړو."
د افریکانرانو امریکا ته د کډوالۍ دا پروسه ځکه هم لانجمنه شوې چې نورو پناغوښتونکو ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې - لکه هغه افغانان چې همدا اونۍ یې د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت هم لغوه شو.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، دا پرېکړه ځکه شوې چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی - سره له دې چې ډېرو سیاسي مخالفینو او د بشري حقونو ډلو دا پرېکړه غندلې.
کلینهاوس وايي، له افغانانو سره خواخوږي لري: "زه واقعاً پر افغانانو خواشینی یم چې نشي راتللی، خو پوهېږم چې یو بهیر شته او کله چې تا تائید کړي، نو درسره مرسته کوي."
ایا دی اندېښمن نه دی چې ټرمپ یې د سیاسي لوبې لپاره کاروي؟ او که بل ولسمشر راشي، دا پرېکړه به بېرته لغوه نه کړي؟
کلینهاوس یوه شېبه غلی شو، بیا یې وویل: "هو، دا وېروونکی دی، خو زه مذهبي کس یم. دا چې زه د لومړني ګروپ برخه شوم، زما په اند دا د خدای کار و، ځکه چې شونې وه له سلو زرو به یو فیصد چانس هم نه وای."
د کډوالو د تفتیش په اړه پوښتنې
کلینهاوس پر ټولنیزو رسنیو د یهود ضد پوسټونو له امله تر نیوکو لاندې راغلی، که څه هم دا پوسټونه اوس پاک شوي.
نوموړی وايي، دا پوسټونه یې له نورو کاپي کړي وو او هغه مهال چې دا یې خپرول، مورفین درمل یې خوړلي وو - خو مني چې دا هېڅ دلیل نه شي کېدی.
هغه زیاتوي، د ۲۰۲۳ کال تبصره د غوسې په یوه شېبه کې شوې وه، کله یې چې یوه ویډیو ولیده - بي بي سي یې کرهوالی نه دی تایید کړی - او پکې ښودل شوي وو چې په اسرائیل کې ځینې یهودان پر مسیحیانو ناړې تو کوي.
کلینهاوس ټینګار کوي چې دا څرګندونې یوازې د یوې شېبې لپاره وې، نه چې د ټولې یهودي ټولنې پر ضد. هغه وویل: "حتی اوس که یو څوک زما پر دین برید وکړي، زه به یې پر وړاندې خپل غږ پورته کړم".
امریکايي حکومت اوس د دغو پناغوښتونکو د ارزونې بهیر له امله تر پوښتنې لاندې دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې بي بي سي ته ویلي، دا هغه پروسه نه ده چې دوی یې معمولاً څاري، نو دا ځل دوی پکې شامل نه وو.
د کورني امنیت وزارت ویلي چې د ټولنیزو رسنیو فعالیتونه څېړي او که د یهود ضد څرګندونې پکې وي، دا به د پناغوښتنې پر پرېکړه اغېز وکړي.
د ټرمپ ادارې وروستیو میاشتو کې له یهود ضد څرګندونو سره مبارزه د فلسطین پلوه فعالانو د نیولو یوه وسیله ګرځولې ده.
دغه وزارت بي بي سي ته ویلي: "موږ د ټولو پناغوښتونکو د دوسیو ارزونه کوو. که کومه سرغړونه وي، پلټنه کوو او اړین اقدامات کوو. خو د فردي قضیو په اړه تبصره نه کوو."
ټرمپ له بېرته واک ته رسېدو راهیسې هڅه کړې چې کډوالي محدوده کړي. نو ایا کلینهاوس د امریکا خلکو د منفي غبرګون اندېښنه نه لري؟
نوموړی وايي: "خلک باید ونه وايي چې موږ له دې فرصته ناوړه ګټه اخلو. موږ دلته راغلي یو چې له هېواد سره مرسته وکړو."
"زه اندېښنه نه لرم چې دا به ناکامه شي، ځکه دا زما لپاره د خدای پلان و. زما ژوند د هغه په لاس کې دی. که هغه نه وای غوښتی چې زه راشم، زه به دلته نه وم."











