امریکا په عمان کې د ښځينه افغان محصلينو لپاره مالي ملاتړ د لنډ مهال لپاره غځولی

د عکس سرچینه، AFP
- Author, يوګيتا لامای
- دنده, د جنوبي اسيا او افغانستان خبرياله
لسګونه افغان محصلینې چې د امریکا پراختیايي ادارې په مالي لګښت په عمان کې په زده کړه بوختې دي او تېر مياشت د ټرمپ ادارې د بهرنيو مرستو د کمښت له کبله ورسره څلور کلن تړون لغوه شو اوس لنډمهالی مالی ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بي بي سي ته ویلي، د دغو نجونو د بورسونو مالي لګښت به د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ پورې وغځول شي.
یوې محصلې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم واخيستل شي، بي بي سي ته وویل، "دا ډېر ښه خبر دی، او موږ ډېرې منندوی یو. خو هیله لرم چې دې ته دایمي حل وموندل شي."
دغه نجونې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د خپلو زدکړو د دوام لپاره له هېواده وتلو ته اړ شوې خو د امریکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د مرستو ناڅاپي پرېکون هغوی افغانستان ته د بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخ کړې وې.
له نژدې څلورو کلونو راهیسې چې طالبان بیا ځلې واک ته رسېدلي، له پوهنتونه د منع کولو تر څنګ يې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي.
په عمان کې دغو ښځينه محصلينو د امریکا پراختيايي ادارې له خوا د (ډبليو اېس اي) پروګرام تر نامه لاندې د ليسانس او ماسټرۍ په کچه زدکړې کولې.
دا پروګرام په ۲۰۱۸ کال کې د ساینس، ټکنالوژۍ، انجینرۍ، او ریاضیاتو زده کړو د تمویل لپاره جوړ شوی و.
د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸ نېټه دوی ته خبر ورکړل شوی و چې بورسونه یې ختم شوي او باید د دوو اونیو دننه افغانستان ته ستنې شي. محصلينې وايي د دې خبر په اورېدو ډېرې نهيلې او خواشینې شوې.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
يوه محصله وايي، "موږ اوس یو څه ارامه یو، خو لا هم د خپل راتلونکي په اړه ژوره اندېښنه لرو. که دا بورسونه بیا ونه غځول نشي، موږ به پرته له دې چې افغانستان ته ستنې شو، بله لار ونلرو، هلته نه زده کړې کولی شو، او نه هم زموږ امنیت خوندي دی."
د امریکا حکومت تر اوسه بي بي سي ته دا نه دي ویلي چې وروستۍ پرېکړه به کله کېږي.
بي بي سي د عمان له حکومته هم پوښتنه کړې چې ایا دوی د دې محصلینو د ملاتړ لپاره بدیلې سرچینې لټوي که نه.
افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ښځو د تعلیم ستونزه حل کوي، خو د نژدې څلورو کلونو په تېرېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتونو ته د تګ اجازه نه لري.
د طالبانو حکومت د هغو ښځو پر وړاندې سخت ګامونه پورته کوي چې د زده کړو او کار لپاره احتجاجونه کوي، يو شمېر فعالانې وايي، دوي يې وهلې، نیولې، او ګواښلي دي.
په افغانستان کې ډېری ښځې وايي، "موږ داسې یوو لکه مړي، یوازې ګرځو."
د ډبليو اېس اي پروګرام يوه کارکوونکي مخکې له دې چې د بورسونو موده وغځېږي بي بي سي ته ويلي وو چې دوی "د ملاتړ بديلو سرچينو په لټه کې دي."
هغه دا حالت "خطرناک او ویجاړوونکی" بللی و، او خبرداری یې ورکړی و چې که محصلینې بېرته افغانستان ته ستنې شي، ښايي له ځورونې سره مخ شي.
د دې نجونو، چې د ډېری يې عمرونه د شل کلونو شاوخوا دي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې سکالرشېپونه ترلاسه کړي وو او تر ۲۰۲۲ کال پورې د افغانستان په پوهنتونونو کې پر زدکړو بوختې وې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ۲۰۲۲ کال په ډسیمبر کې اعلان وکړ، ښځې او نجونې نه شي کولای په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې تر بلې خبرتیا خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.
له ۱۸ میاشتو انتظار وروسته، دوی تېر کال سپټمبر کې پاکستان ته ولاړې چې هلته د امریکا پراختيايي ادراې له خوا له ويزو برابرولو وروسته د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر او نومبر تر منځ عمان ته ورسېدې.
د امریکا د مرستو د پرېکون پرېکړه د ټرمپ حکومت پر مهال شوې، او د ایلان ماسک د اغېزناکې حکومتولۍ د څانګې لخوا عملي شوې ده.











