یوناما وايي طالبان دې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو بندیز لېرې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو پر ثانوي او لوړ زده کړو د دوی په وینا غیر عادلانه او زیانموونکی بندیز لېري کړي.
یوناما ویلي، د سولې او سوکالۍ لپاره زدکړې اړینې دي او ټول باید زدکړې وکړي. یوناما دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې پرون د ۱۴۰۳ لمریز کال له لومړۍ ورځې سره سم نوی ښوونیز کال هم پیل شو.
په دې هکله یوه غونډه د کابل په اماني لیسې کې جوړه شوې وه چې د طالبانو حکومت کې د پوهنې وزارت مرستیال مولوي عبدالخاق صادق په کې د ښوونځي زنک وکړنګاوه او نوی ښوونیز کال یې رسماً پیل کړ.
په همدې مراسمو کې د طالبانو حکومت کې د پوهنې د سرپرست وزیر مولوی حبیب الله اغا په ګډون بېلا بېلو چارواکو ویناوې وکړې، خو د نجونو ثانوي زدکړو په اړه یې یو ځل بیا څه ونه ویل، د پوهنې سرپرست وزیر په دیني او عصري علومو کې د کیفیت او کیمیت لوړول هدف وباله او ټینګار یې وکړ چې یوازې باکیفیته علم د افغان ولس اړتیا پوره کولی شي. هغه عصري علوم یوه اړتیا وبلله.
ویل کېږي چې سږکال به یو اعشاریه دوه میلیونه نوي زدکوونکي ښوونځیو کې داخل شي، خو دا دریم کال دی چې په پرلپسې ډول نجونې په نوي ښوونیز کال کې د بدلون له هېلو سره سره محرومېږي او د برخلیک په اړه یې په څرګنده څه نه ویل کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې نجونې او ښځې په ترتیب لومړۍ له شپږم ټولګي له پورته ښوونځیو بیا پوهنتونو او کار منع شوي دي.
طالب چارواکو به پخوا په ویناوو کې وخت نا وخته د نجونو زدکړو په اړه د یوې طرحې یا پلان چمتو کولو په هکله خبرې کولې، خو اوس ان د نوي ښوونیز کال د پیل په مهمه غونډه کې هم چې د ډېرو سترګې ورته وې چې د نجونو پرمخ د ثانوي ښوونځیو د پرانستو زیری په کې واوري څه نه وايي.
هغه خبره چې د نجونو ثانوي او لوړې زدکړې تر امر ثاني پورې ځنډول شوې څوک نه کوي. خو د ښوونیز کال د پیل په مناسبت غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دا خبره وکړه چې بې علمه ملت خپلواکه کېدای نشي، عصري او دیني علوم دواړه د ننني عصر اړتیا ده او دین یې مخالف نه دی.











