کرزی او د یوناما سرپرست د نجونو د ښوونځيو پر پرانیستلو غږېدلي

حامد کرزی

د عکس سرچینه، karzai twitter

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما) سرپرست مارکس پوټزل سره کتلي او د نجونو پر زده کړو یې ټینګار کړی دی.

حامد کرزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، مارکس پوټزل سره د لیدنې پر مهال یې د افغانستان او سیمې تر څنګ د نجونو پر زده کړو او له شپږم پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو خبرې شوې.

تېره ورځ هم ښاغلي کرزي د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر د څرګندونو په غبرګون کې له طالبانو غوښتي و چې، د نجونو پر مخ دې تړلې ښوونځي پرانیزي.

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه جوړه شي.

د ښځو حقونو په چاره کې د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هیدر بار چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه یې د طالبانو پرونۍ څرګندونې غندلي وايي له دغې شورا یې غوښتي چې د نجونو د زده کړو په برخه کې جدي ګامونه واخلي او طالبان مسولانه چلند ته اړ کړي.

د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه غبرګونونه له تېرې ورځي راهیسې وروسته له هغې لا پسې پراخ شول چې د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر یې د تړل کېدو لامل کلتوري مسایل یاد کړل.

ښوونځي نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي منیر اروزګان ته د سفر پر مهال خبرو کې ویلي، چې له شپږم پورته نجونو د ښوونځیو پرانیستلو موضوع کې باید "د خلکو کلتور ته پام وشي"

د نوموړي دغه څرګندونې په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي او پر طالبانو نیوکې شوي چې د کلتوري مسایلو تر نامه لاندې خپلې غوښتنې او پرېکړي عملې کوي.

د نجونو د ښوونځیو په تړاو پرېکړه په نړیواله کچه هم غندل شوې او په پرله پسې ډول یې د پرانسیتلو غوښتنې شوې دي خو د دغو فشارونو سربېره طالبانو لا هم په خپله پرېکړه کې د بدلون راوستو څه نه دي ویلي.

دوه ورځې وړاندې طالبانو هغه ښوونځي هم بېرته وتړل چې د پکتیا ځینو سیمو کې د قامي مشرانو او ولایتي چارواکو په غوښتنه پرانیستل شوي و.

یو شمېر سرچینو بي بي سي ته ویلي، له لاریون وروسته تېره ورځ یو ځل بیا نجونې د پکتیا څکمنیو ولسوالۍ کې ښوونځي ته تللې وې خو طالب چارواکو له لوري ورته د ننوتو اجاز نه ده ورکړل شوې او له بندو دروازو بېرته راشړل شوې دي.