د بشري حقونو څار سازمان: له شپږم ټولکي پورته د افغان نجونو ښوونځيو پرانیستل کېدو نښې نشته

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د بشري حقونوڅار اداره وايي په افغانستان کې داسې نښې نښانې نه لیدل کېږي چې د نجونو منځني ښوونځي او لیسې دې پرانيستل شي او دا اندېښنه شته چې ښايي دا د طالبانو دایمي پرېکړه وي.

د دغه بنسټ مرستیاله وايي، داسې حال کې چې د نجونو ښوونځیو د پرانيستل کېدو درک نه لګېږي، طالب چارواکي په ټول هېواد کې د نویو مدرسو د جوړېدو خبرې کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د جنسیت لپاره یې، د شپږم او تر هغه د پورته ټولګیو نجونو ته د زدکړې اجازه نه شته.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو څه باندې اته میاشتې کېږي او له نژدې ۲۲۰ ورځو راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولې دي.

سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې د نجونو لپاره به ښوونځي پرانیزي، خو د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره د طالبانو له خوا کوم هیله بښونکی ګام نه دی پورته شوی.

وروستیو کې د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي نورالله منیر په ټول هېواد کې د دیني مدرسو د جوړولو خبر ورکړی. ښاغلي منیر ویلي، وزارت یې په پام کې لري په هر ولایت کې له دریو تر لسو دیني مدرسې جوړې کړي.

د طالبانو د پوهنې وزیر د عصري معارف ترڅنګ پر دیني معارف ټینګار کړی او ادعا یې کړې چې په ډېرو ښوونځیو کې زدکوونکي له اسلامي معارفه ګواکې ناخبره دي. په داسې حال کې چې تل د افغانستان د درسي نصاب لویه برخه اسلامي مضامین جوړوي.

د طالبانو د پوهنې وزیر د نجونو ښوونځیو پر پرانیستل کېدو په ځانګړي ډول نه دی غږېدلی، یوازې یې ټینګار کړی چې د پوهنې وزارت په اسلامي چوکاټ کې د هلکانو او نجونو زدکړو ته ژمن دی.

بشري حقوق

د عکس سرچینه، Getty Images

هاخوا پر بشري حقونو د څار سازمان وايي په داسې حال کې چې ښوونځي وار له مخه شته او مخکې فعال وو، يوازې اړتیا ده نجونو ته پرانيستل شي، خو طالبان د مدرسو رامنځته کولو خبرې کوي.

د دغه بنسټ مرستیالې هېدر بار بي بي سي ته وویل، په لومړي سر د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځیو تړل کېدل لنډمهالې پرېکړه ګڼل کېده خو وايي اوس اندېښنې مخ په ډېرېدو دي چې دا به یې دایمي پرېکړه وي.

نوموړې وايي: "د منځنیو زدکړو نجونې همدا اوس په خپلو درسونو کې اته میاشتې وروسته پاتې دي، او د مارچ پر ۲۳ چې د پوهنې وزارت د نجونو پر منځنیو زدکړو بندیز وغځاوه، دوی داسې ښکاره کړه چې ښایي کوچني څیزونه بدل کړي. خو دا دی اوس یوه میاشت تېره شوه او د هېڅ ډول پرمختګ نښې نښانې نشته، نه هم داسې کوم ګام اخیستل شوی چې وښيي وزارت دې هڅه وکړي چې دغه مسلې حل کړي."

اغلې بار زياتوي:"داسې ښکاري دا یو دایمي اقدام دی. ډېر ناهیلي کوونکی دی چې وینئ د پوهنې وزارت د نویو مدرسو د جوړېدو په اړه غږېږي. زه فکر کوم اوس نور هم روښانه کېږي چې دا د ځینو جزیاتو د حل کولو مسله نه ده، دا د دوی وروستۍ پرېکړه ده چې نجونې به زدکړو ته نه پرېږدي. دا یوه هېښوونکې پرېکړه ده، او له دې سره به افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد وي چې د جنسیت پر بنسټ نجونو ته د زدکړې اجازه نه ورکول کېږي."

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان بیا وايي، د مشرانو ترمنځ یې د نجونو د منځنیو ښوونځیو پر پرانیستل کېدو خبرې روانې دي.

نوموړی وايي: "هېڅ کله بايد داسې ونه انګېرل شي چې د نجونو مکاتبو د ځنډ موضوع به دايمې کېږي، بلکې دې موضوع ته به يو مناسب حل پيدا کېږي"

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د نجونو زدکړې: ګڼ شمېر هېوادونو د طالبانو پرېکړه غندلې

د طالبانو د پوهنې وزارت بیا بیا ویلي چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستو کې د خپل مشر امر ته په تمه دي.

ټاکل شوې وه د روان لمریز کال د وري پر درېیمه د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي. خو په داسې حال کې چې په کندهار کې د طالب مشرانو ستره غونډه روانه وه، یو ناڅاپه اعلان وشو چې له شپږم ټولګي د لوړو زدکوونکو پر یونیفورم وروستۍ پرېکړې ته د نه رسېدو پایله کې، تر بل امر پورې ښوونځي تړلي پاتې کېږي.

له دې سره بېلابېل غبرګونونه راوپارېدل او پر خواله رسنیو د هغو ماشومو نجونو ویډیوګاني شریکېدې چې له نیمې لارې په ژړا بېرته کورته روانې وې.