کابل کې د نجونو پر ښوونځي برید: 'زدکړې ته د ماشوم استولو کې باید زړور وئ'
د مې پر ۸مه، د کابل دشت برچي سیمه کې پر منځني ښوونځي د درېیو بمي بریدونو پرمهال زدکوونکو چیغې وهلې. په برید کې لږترلږه ۸۵ کسان ووژل، چې ډېری قربانیان یې د ښوونځي زدکوونکې وې.
دا په تېرو څو کلونو کې پر ښوونځیو، تعلیمي مرکزونو، روغتونونو، جوماتونو او د ودونو پر تالارونو د بریدونو وروستۍ پېښه وه، چې ټول د کابل په یوه سیمه کې شوي دي. په سیمه کې ډېری اوسېدونکي د افغانستان هزاره/شیعه ګان دي چې دې بریدونو د دوی د ټولنې په اړه وېره ډېره کړې ده. د ځینو وژل شویو نجونو کورنیو بي بي سي ته ویلي، اوس دوی د خپلو نورو ماشومانو د ژوند او راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.