افغان نجونې په دیني مدرسو کې څه زده کوي؟

- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, بيبيسي
"زه اته کلنه وم چې د سوري زړه عملیات مې وشول، دا عملیات یوې ښځینه ډاکټرې وکړل. له همدې ځایه مې اراده وکړه چې باید ډاکټره شم."
آمنه چې تر غټ حجاب لاندې او تړلي ماسک شاته په تن کمزورې ښکاري له موږ سره یې په سختۍ خبرې وکړې.
د آمنې محمودي په نوم له دغې نجلۍ سره د روان ۲۰۲۵م کال جنورۍ نیمایي کې له ګڼې ګوڼې ډک کابل، داسې تکاوۍ کې مخ شوو چې تیاره او هرې خوا سخت ساړه و. دا د دیني زدکړو هغه خصوصي مدرسه ده چې د آمنې ورور قاري حامد محمودي خپلې ناروغې خور او له درسه پاتې نورو افغان نجونو ته جوړه کړې ده.
افغانستان کې یو بل ښوونیز او تحصیلی کال د نجونو له حضور پرته ختم شو او له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې په نوي پېلېدونکي ښوونیز کال کې هم خپلو ټولګیو ته د تګ کوم روښانه څرک نه ویني.
د آمنې ورور قاري حامد محمودي وايي، "کله چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې، زما د خور رواني او جسمي وضعیت لا خرابه شو. له ځان سره مې فکر وکړ، داسې نه کېږي چې لاس تر زنې کېنو او هر څوک چې هر څه ووايي ویې منو. همدا دلیل و چې دا مدرسه مې جوړه کړه."
ښاغلی محمودي وايي د دوی په 'الحدیث مدرسه کې' د دیني زدکړو تر څنګ، "تر دولسم ټولګي د ښوونځي درسي کتابونه هم تدریس کېږي."
نوموړي بيبيسي ته وویل، "موږ د قابلګۍ، لومړنیو روغتیايي چوپړونو او خیاطۍ ټولګي هم لرو. د قابلګي زدکړو کورس زما د خور له رواني وضعیت سره ډېره مرسته وکړه."
خو له دې ډېر وخت نه و تېر چې د طالبانو حکومت د نجونو لپاره د روغتیايي زدکړو په ټولو مرکزونو هم بندیز اعلان کړ.
دې وضعیت د افغان نجونو لپاره د دیني زدکړو مدرسو فضا هم "غمجنه" کړې ده.

درسي نصاب
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې یا یونیسېف ویلي، 'د طالبانو سختو محدودیتونو له یو میلیون ډېرې نجونې اغېزمنې کړې دي.
د طالبانو حکومت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو له محدودیت لګېدو وروسته، د پام وړ ډېرو نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې ده.
په دې کې ځينې مدرسې وړیا درسونه ورکوي چې د بې وزله او کم عاید لرونکو کورنیو ډېر پام یې ځانته را اړولی.
هغه کورنۍ چې د لوړ معیار خصوصي مدرسو ته د خپلو اولادونو د لېږلو وس نه لري نو بیا په همدې بسنه کوي.
بيبيسي توانېدلي چې کابل کې د نجونو له دوو جلا مدرسو چې یوه یې خصوصي ده او یوه یې غیر انتفاعي لېدنه وکړي.
په دې دیني مدرسو کې د ښځو او پېغلو نجونو تر منځ د مذهبي افراطیت مخ پر پراخېدونکی فکر له ورایه حس کېږي.
زه په دې بریالۍ شوم چې د کابل ښار د شیخ عبدالقادر جیلاني مدرسې کار کوونکو تر سخت څار لاندې د دغې مدرسې بېلابېلې برخې وګورم.

د عبدالقادر جیلاني مدرسې بنسټ اېښودونکی محمد ابراهیم بارکزی وايي، "زموږ په رسمي ټولګیو کې د دیني مضمونونو تر څنګ یو شمېر عصري مضمونونه په ځانګړي ډول هغه چې د ښځينه قشر لپاره دي هم تدریس کېږي."
خو د ریاضي، کیمیا، قزیک او پښتو له څو پخوانیو او زړو کتابونو ور ها خوا "د عصري مضمونونو" کوم درک موږ ونه لېده. خو دلته راغلو ټولو زدکونکو د دیني زدکړو رنګا رنګ کتابونو ته لاسرسی درلود.
د شيخ عبدالقادر جیلاني مدرسې چارواکو د دیني مضمونونو یو اوږد نوملړ چې هلته تدریس کېږي له ډلې یې قران کریم، تجوید، قاعده، حدیث، فقه، عربي، صرف، نحوه، کنز الدقایق، ریاض الصالحین، قدوري، فقه اکبر، نورالایضاح، سراجي، میراث، ابوالمنتهي، د فقهې اصول، حدیثو اصول او نور موږ ته بیان کړل.
هغه کتابونه چې دغې مدرسې ته په ډالۍ کې ورکړل شوي ټول یې مذهبي کتابونه دي.

هره مدرسه له دوه جلا برخو جوړه شوې، لومړۍ هغه یې رسمي بله یې نارسمي وي. د مدرسو رسمي برخه د عادي ښوونځیو او تحصیلي مهالوېش ته څه ورته والی لري او د زدکړو پر معیاري مضمونونو تمرکز لري.
خو د مدرسو بله برخه بیا تر ډېره پر دیني زدکړو او د خیاطۍ پر څېر د ژوند په ځينو نورو مهارتونو هم تمرکز لري.
د یادونې ده چې د مدرسو له نارسمي برخو د فارغېدونکو کسانو شمېر لس چنده ډېر شوی دی.
یوازې د شیخ عبدالقادر جیلاني له مدرسې څخه د ۲۰۲۴م کال مارچ میاشت کې څه باندې ۲۵۰ نجونې فارغې شوې دي.
له دې ډلې بیا ۱۸ نجونې د ۲۰۲۴م کال دېسمبر میاشت کې له دولسم ټولګي فارغې شوې چې د دیني مضمونونو تر څنګ یې عصري نصاب هم لوستی دی.
شل کلنه هدیه داوري چې په دې وروستیو کې د شیخ عبدالقادري جیلاني مدرسې له دولسم ټولګي فارغه شوې وايي، "نږدې څلور کاله مخکې دې مدرسې ته راغلم او یوه میاشت مخکې د دغې مدرسې له رسمي برخې فارغه شوم، زه اوس په همدې مدرسه کې نورو زدکونکو ته قران پاک ورښایم."
نوموړې وايي د ریاضي، فزیک، کیمیا او جغرافیې په څېر یې نور مضمونونه هم چې اوس دغه مدرسه کې تدرسېږي دلته زده کړي دي او په ټکو یې له کیمیا او فزیک سره ځانګړې لېوالتیا لري. خو خپله اوس د قران کریم ښوونکې ده.
شل کلنه صفیه نیازۍ د ( الحدیث مدرسه) کې د پښتو مضمون ښوونکې ده، له موږ سره خبرو کې یې ټينګار په دې کاوه چې نجونې باید "د اصلاح په موخه" دیني مدرسو ته ولاړې شي.
نوموړې وايي، "د بېلګې په ډول د غسل، اوداسه، د ښځو او سړیو ترمنځ د سجدو توپیر او د لمانځه شرائطو پر څېر شیانو زدکړه ډېره اړینه ده."

د دیني مدرسو جوړښت او وضعیت

د شیخ عبدالقادر جیلاني مدرسه په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې جوړه شوې. د ځینو ټولګیو دروازې او کړکۍ ماتې وې. د تودوخې کوم سیستم هم نه و.
په یوه نسبي غټه خونه کې په یوه وخت درې ټولګي تدریسېدل، په دوه جلا کچو د قران کریم د زدکړو ټولګیو سره مهماله بل خوا نجونو ته خیاطي ور زده کېږي.
په حجابونو پوښلي نجونې چې خولې یې هم په ماسک پټې کړې وې په ځمکه ناستې او درس یې وایه.
هغو زدکوونکو ته چې د مدرسو رسمي برخه کې یې داخله کړې او د دیني زدکړو تر څنګ د ښوونځيو رسمي پروګرامونه هم وايي د ژمي رخصتۍ ورکړل شوې او موږ د رپوټ جوړولو پر مهال یوازې هغه نجونې ولېدې چې په دیني ټولګیو او یا د خیاطۍ پر زدکړو بوختې دي.
د مدرسې په درېیم پوړ کې، د بېلابېلو عمرونو نجونې په دریو وړو ټولګیو کې د دیني زدکړو او قران پاک په زده کولو بوختې وې.
د جنورۍ میاشت کابل کې سخت ساړه وي خو په دغې غټې مدرسې کې یوازې یوه بخارۍ لګېدلې وه. دا وړوکي برېښنايي بخارۍ د دغې مدرسې په دویم پوړ اداري خونه کې وه چېرې چې د مدرسې بنسټ اېښودونکی او مدیر ښاغلی بارکزی کېني.
پېغلي نجونې او ښځې چې په دغه مدرسه کې ښوونکي دي او یا کار کوي ټولې د هغه وینا او لارښوونې مني.
د الحدیث په نوم بله مدرسه بیا له ټولو لومړنیو او مهمو اسانتیاوو بې برخې ښکارېده. دا مدرسه دوه واړه، ساړه او تیاره ټولګي لري. د جوړوونکي قاري محمودي په وینا دغې مدرسه کې د بېلابېلو عمرونو شاوخوا ۲۸۰ نجونې په بېلابېلو وختونو کې په درس بوختې دي.
دا مدرسه په یوه تکاوۍ کې جوړه شوې چې ژمي کې توره شپه او سړه وي، د لرګیو تختو په دریو جلا برخو چې دوه یې ټولګي او یوه یې اداره ده ویشلي. په هغې ورځ چې موږ دغې مدرسې ته سر ورښکاره کړ شاوخوا ۳۰ نجونې او ښځې په دوه جلا ټولګیو کې په درس بوختې وې، ځينو یې دیني زدکړې کولې او یو شمېر نورو خیاطي زده کوله.
زده کوونکې د دوی وړتیا پر بنسټ په اړوند ټولګيو کې کېنول کېږي نه د عمر پر بنسټ.
دلته لس دقیقې لا نه وې تېرې چې له ډېر ساړه مې لاسونه او پښې نږدې بې صده شوې وې او ټول بدن مې له ساړه لړزېده.
په دیني مدرسو کې د زده کوونکو لباس

افغانستان کې د ښځو حجاب هم تل له سیاسي بدلونونو او وضعیت سره تغیر کړی دی، خو دا ځل په دې برخه کې بې ساری بدلون ښکاري.
په دغو دیني مدرسو کې تر ټولو ډېر "د بشپړ اسلامي حجاب" په مراعت کولو او دیني زدکړو ټينګار کېږي. داسې ښکاري چې د درسونو محتوا، د امکاناتو او اسانتیاوو برابرول اصلا د مدرسو لومړیتوب نه دی.
د ټولو نجونو او ښځو پوښاک او حجاب نږدې یو شان دی چې په سختۍ یې پېژندګلوي او توپیر کېږي.
ټولې نجونې او ښځې عربي هېوادونو ته ورته حجاب اغوندي، که څه هم سعودي عربستان په ۲۰۱۸م کال کې په زور د حجاب اغوستلو قانون لغوه کړ او اوس یې د ښځو د پوښاک خپلواکي په رسمیت پېژندلي.
د افغانستان په دیني مدرسو کې ټولې ښځینه زده کوونکې تورحجابونه اغوندي. عبا، جلباب، نقاب او ماسک هم کاروي.
د الحدیث مدرسې یوې ښوونکې صفیې نیازۍ له موږ سره خبرو کې ویل، "پر ښځو حجاب فرض دی، ښځې باید له سر تر پښو ځانونه پټ کړي، خدای تعالی په قران کریم کې پر ښځو حجاب فرض کړی دی، که ښځې ځانونه مسلمانې بولي باید دغې امر ته غاړه کېږدي."
هغه ټينګار کوي چې "ښځې باید ټولې داسې پوښلې وي چې ونه پېژندل شي." اغلې نیازۍ وايي، "که د ښځو بدن ښکاري نو هغې ته حجاب نه شو ویلی."

افغانستان کې د دیني زدکړو څومره مدرسې دي؟
۲۰۲۱م کال کې د طالبانو حکومت له راتګه مخکې افغانستان کې ټولې ۵۰۰۰ دیني مدرسې ثبت وې.
اوس د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، "ټول افغانستان کې له ۲۱ زرو ډېرې مدرسې فعالې دي" چې شاوخوا درې میلیونه زده کوونکي پکې پر زدکړو بوخت دي.
د روان ۲۰۲۵م کال لومړۍ میاشت کې د افغانستان د بشري حقونو مرکز په یوه رپوټ کې راغلي چې "افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د جوړو شویو مدرسو شمېر له هغو ډېر دی چې اعلانېږي."
دغه بنسټ د "طالبانو په واکمنۍ کې د نجونو د تحصیل حق" تر عنوان لاندې په یوه خپاره شوې رپوټ کې ادعا کړې چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې "د خپلې ایډیالوژۍ" ترویج په موخه ګڼې دیني مدرسې جوړې کړې دي.
په دغه رپوټ کې دا ادعا هم شوې ده چې "طالبانو د افراطیت او بنسټ پالنې له محتوا ډک ځينې مضمونونه د دیني مدرسو په نصاب کې زیات کړې دي."
افغانستان دا مهال نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی چې نجونه او ښځې پکې له شپږم ټولګي له پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ګرځول شوې دي.
دا مهال د یو زیات شمېر افغان نجونو یوازینۍ هیله همدا دیني مدرسې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوند ځانګړي رپورټر پربنسټ 'دا ښایي افراطیت ته زمینه برابره کړي."
د طالبانو حکومت چارواکو بیا بیا ژمنه کړې چې د ځينو مسایلو د بېلګې په ډول "د نصاب اسلامي کولو" له حل وروسته به د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې بیا پرانېستل شي او په ټکو یې د محدودیت اوسني فرمانونه تر ٰامر ثاني' دي خو لا هم داسې ښکاري چې دې برخه کې څه مهم پرمختګ نشته.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز له عصري زدکړو او ښوونځیو د نجونو ګرځول "له باکیفیته زدکړو څخه په سیستماتیک ډول" د نجونو او ښځو لېرې کول بللي دي.
د الحدیث په نوم د مدرسې یوه ښوونکې صفیه نیازۍ وايي که څه هم مخکې هم افغانستان کې دیني مدرسې وې خو کله هم په دې اندازه بروبار پرې نه وو.
نوموړې وايي، سره له دې چې دا مهال له دیني مدرسو ور ها خوا د نجونو لپاره کوم بل غوراوی نشته خو ټينګار کوي چې " دا کله هم د ښوونځيو او پوهنتونونو ځای نه شي نیولی."











