کرېکټ ستوري: افغانستان د لوستو نارینهوو تر څنګ، تعلیم یافته ښځو ته هم اړتیا لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت په روغتیا وزارت کې یوې سرچینې بيبيسي ته تایید کړې وه، چې د طبي روزنیزو مرکزونو فعالیت د طالبانو د مشر له لوري ځنډول شوی، خو د چارشنبې په ورځ بېرته یوازې د وروستیو ازموینو ورکولو لپاره اجازه ورکړل شوې ده.
د طالبانو حکومت لا تر اوسه په رسمي توګه ازموینو ته د اجازې ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.
کابل کې زموږ خبریال ببرک احساس وايي، پرون د خصوصي انستېتیوتونو مسؤلانو ته د طالبانو د حکومت له لوري وویل شول، لس ورځې وخت لرئ چې خپلو محصلانو ته پاتې درس ورکړئ یا ازموینې پکې واخلئ.
ښاغلی احساس وايي، کابل کې یوه انستېتیوت ته د چارشنبې په ورځ ورغلی او هلته یې ولیدل چې محصلان راغلي وو او درس یې روان و.
نوموړی وايي، د دغو انستېتیوتونو مسؤلان نه پوهېږي لس ورځې وروسته به څه کېږي، ځکه چې د طالبانو دواړه امرونه (د بندېدو او د لسو ورځو لپاره د اجازې ورکولو) امرونه شفاهي دي.
د طالبانو د روغتیا وزارت یاده سرچینه وايي ډېری طالب چارواکي له دغه امر سره همغږي نه دي خو دا چې د دوی د مشر لخوا شوی دی مجبور دي عملي یې کړي.
وړمه ورځ په لومړی ځل د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت له قوله ورکړل شوی و، چې د طبي مرکزونو ټول مشران یې وزارت ته وربللي وو او د خپل مشر د نوې پرېکړې په اړه یې خبر ورکړی و.
د ښاغلي شرافت له قوله ویل شوي، "په خصوصي او دولتي انستیتیوتونو کې دې نجونو ته طبي زدکړې وځنډول شي او یا دې بیخي ودرول شي."
دا دویم ځل دی چې زما د زدکړو مخه نیول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر کسانو چې د کورنۍ غړي یې له دغه بندیزه اغېزمن شوي له بيبيسي سره خبرې کړې دي. یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بی بي سی ته وویل، "زما خور په یوه خصوصي روغتیایی انستیتوت کې زده کړې کوي. تېره شپه د بندیز اوازې وې خو هغې په پوهنځي کې له یو چا سره اړیکه ونیوله ترڅو د تائید غوښتنه وکړي. هغې ته وویل شول امید دی چې بندیز به پر موږ اغېزه ونه کړي. سبا خپل ټولګي ته لاړه شه. کله چې هغه سهار ورغله تر نهه نیمو بجو کراري وه خو وروسته چیغې او ګډوډي پیل شوه. نجونو ته وویل شول چې کورونو ته ولاړې شي."
یو بل تن وايي، "زما ورېندار په کابل کې د قابله ګۍ په یوه خصوصي انستیتوت کې زده کړې کوي. دا څو ورځې په کور کې وه ځکه ازموینې یې دي. نن ورته وویل شول چې نور یې انستیتوت بندېږي. ورته ویل شوي، نه دې ورځي. خو د انستیتیوت ښوونکې ورته ویلي، تیاره دې وي چې ازموینه یې واخیستل شي."
کابل کې د یوه طبي انستیتیوت د دوهم سمستر یوه محصلې بيبيسي ته وویل: "د قابله ګۍ زده کوونکی یم خو له بده مرغه نن چې ټولګیو ته لاړو، انسټیټیوټ ته د ننوتو اجازه رانکړل شوه. راته و یې ویل تر بل اعلان صبر وکړئ. په خواشینۍ سره، دا دویم ځل دی چې زما د زده کړې مخه نیول کېږي. "
د انستیتیوتونو مشرتابه څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په کابل د مورا ښوونیز مرکز مشر عزیزالله امیر د بيبيسي خبریال خلیل نوري ته وویل، د روغتیا وزارت چارواکو دوی ته ویلي، چې په کندهار کې د طالبانو مشر د حکم له مخې له سه شنبې ورځې په دې مرکزونو کې نجونې د زده کړو اجازه نه لري.
"له بده مرغه، موږ ته د پوهنتونونو د تړلو دلیل نه و ویل شوی. دوی دا ځل هم کوم دلیل نه دی ویلی. یوازې یې وویل چې دا امر له پورته راغلی او موږ په دې اړه هېڅ نظر نه لرو. وویل شول، دغه حکم د وزارت له لوري نه، بلکې د عمومي مشرتابه له لوري شوی دی. موږ ته وویل شول تر امر ثاني هېڅوک اجازه نه لري، چې زده کړې وکړي."
په کابل کې د نجونو لپاره د مورا ښوونیز مرکز شاوخوا ۱۵۰۰ زده کوونکي لري. ښاغلی امیر وايي، ډېری نجونې له دې پرېکړې ناخبرې وې. سهار وختي زده کړو ته ورغلې وې، خو بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې.
"په ډېرې ژړا، درد او چیغو یې غبرګون وښود. موږ ورته وویل اجازه نه لرو، چې تاسو ته درس درکړو. تاسو ته هم اجازه نشته چې ټولګي ته ولاړې شئ. دوی ژړل او زموږ د همکارانو په فشار او ټینګار له مرکزه ووتلې."
غبرګونونه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د طبي روزنیزو مرکزونو فعالیتونو ځنډولو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د سیاسي مشرانو او نړیوالو ادارو تر څنګ یو شمېر افغان لوبغاړو هم په دې اړه خپل غږ اوچت کړی دی او له اوسنیو واکمنو یې غوښتي د نجونو پر مخ ښوونځي او د طبي ښوونیزو مرکزونو فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي پر خپلو ټولنیزو رسنیو لیکلي، "واقعا خواشینونکې ده چې اوسني حکومت د نجونو لپاره په طبي څانګو کې هم پر زده کړو بندیز ولګاوه. دا پرېکړه یوازې د دې نجونو راتلونکې ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي.
محمد نبي وايي، "افغانستان د لوستو او تعلیم یافته نارینهوو تر څنګ تعلیم یافته ښځو ته هم اړتیا لري."
بل افغان لوبغاړي راشد خان هم پر خپله فېسبوک پاڼه خواشیني ښوولې ده. راشد خان وايي، "په ګران هېواد کې د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو د تړل کېدو خبرونو خواشینی او مایوس کړی یم. ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو د انځورونو او خپګان لیدل ډېر دردونکي دي."
راشد خان وايي، "هیله لرم چې په دغې پرېکړه بیا کتنه وشي او زموږ خویندو ته د اسلام مقدس دین د اصولو مطابق د زده کړو زمینه برابره شي."
دغه راز د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو رحمن الله ګربز، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او ابراهیم ځدراڼ په ګډون یو شمېر نورو لوبغاړو هم د نجونو زده کړو په تړاو پیغامونه خپاره کړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
اروپايي ټولنه: روپایي ټولنې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې پر طبي روزنیزو مرکزونو د طالبانو بندیز په ټینګه غندلی. دې پرېکړې ته یې د بشري حقونو پر بنسټیزو اصولو "بله بوږنوونکې سرغړونه" وبلله او د ژر تر ژره لغوه کولو غوښتنه یې وکړه.
اروپایي اتحادیې په یوه اعلامیه کې ویلي: "دا پرېکړه په افغانستان کې د ښځو د زدکړو پر حق یو بل نه توجیه کېدونکی برید دی."
اروپایي اتحادیې د دې بندیز پر پایلو ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړ چې دا پرېکړه به د افغانستان بشري کړکېچ نور هم زیات او د خلکو کړاو به لا ډېر کړي.
په اعلامیه کې راغلي: "په زدکړو او کار کې د ښځو ګډون یوازې د برابرۍ مسله نه ده، بلکې دا د هر ملت د ځان بسیاینې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره اساسي اهمیت لري."
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي، توماس نیکلسن ویلي، د ښځو د طبي زدکړو ځنډول به د هېواد لپاره تباه کوونکې پایلې ولري.
اروپایي اتحادیې له طالبانو وغوښتل چې "دا تبعیضي پالیسي" بېرته واخلي او د نړیوالو قوانینو لاندې خپلې ژمنې په ځانګړي ډول د زده کړو او روغتیا ته د مساوي لاسرسي په برخه کې پوره کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان: د بښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنېشنل) د نرسنګ او قابلګۍ په ګډون د طبي او نیمهمسکلي زدکړو ځنډول په کلکه غندلي او دا یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د "سیستماتیک برید" یوه برخه بللې ده. یاد سامزان په یوه خبرپاڼه کې ویليو د طالبانو د مشرانو دغه لارښود "خندوونکی" وباله او دا یې له ۲۰۲۱ راهیسې د ښځو پر وړاندې د دوی د واکمنۍ یو له تر ټولو سختو ګامونو وباله.
په اعلامیه کې ویل شوي: "دا بندیز نه یوازې په افغانستان کې د ښځو د زدکړو یوازینۍ پاتې شوې لاره له منځه وړي، بلکې د ښځو د روغتیا لپاره به ویجاړوونکې پایلې ولري.
په اعلامیه کې ویل شوي: "د زدکړو حق یو بنسټیز بشري حق دی. طالبان له هر نوي فرمان سره په ښکاره دا حق تر پښو لاندې کوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
حامد کرزی: په تازه غبرګونونو کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، افغانستان هغه مهال د بهرنیو له اړتیاوو د خلاصون او پر داخلي ستونزو برلاسی کېدلی شي چې خپل متخصص او روزل شوی بشري ځواک ولري او د طبي علومو د بنسټونو د دروازو تړل کېدل "ډېر د افسوس وړ دي".
نوموړي پر اېکس لیکلي: "افغانستان هغه وخت له بهرنیو اړتیاوو خلاصون او پر داخلي ستونزو برلاسی موندلی شي چې متخصص او روزل شوی بشري ځواک ولري. دا یوازې هغه وخت ممکن دی چې د نجونو او هلکانو لپاره د زدکړو او د علومو د زدکړې زمینه برابره وي. د دې خبر اورېدل چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د طبي علومو د بنسټونو دروازې تړل شوي، په داسې حال کې چې زموږ ښځې او میندې په ټول هېواد کې له ډېرو روغتیايي ستونزو سره مخ دي، ډېر د افسوس وړ دی".
ښاغلی کرزی زیاتوي، د افغانستان د خلاصون او پرمختګ یوازېنی لار تعلیم او زدکړه ده. نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو د طبي زدکړو پر بندیز خپله پرېکړه سملاسي لغوه کړي.
"له همدې امله، د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوم چې د نجونو د طبي زده کړو پر بندیز خپله پرېکړه سمدستي لغوه کړي. همدارنګه، باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ ژر تر ژره پرانیزي، ترڅو د هېواد د اصلي او بېساري پانګې په توګه د ځوانانو استعدادونه ضایع نه شي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د افغانستان په چارو کې د بریتانیا استازی: رابرت ډېکسن پر اېکس یوه پیغام کې د طالبانو پر وروستۍ پرېکړې اندېښنه ښوولې ده: "زه د نويو راپورونو په اړه چې طالبان به په افغانستان کې ښځو ته د طبي زدکړو مخه ونیسي ژور اندېښمن یم. دا د ښځو تعلیم پر حق یو بل تېری دی او د افغان مېرمنو او ماشومانو لپاره به روغتیایي خدمات نور هم محدود کړي."
د طبي انستیتیوتونو اهمیت
پر ټولنیزو رسنیو شریکې شوې ویډیوګانې ښيي چې په څو کالجونو کې مېرمنې د بندیز په اړه لاریون کوي. ډېرو ښځو له هغه وروسته چې طالبانو د ثانوي زده کړو او پوهنتون مخه ونیوله طبي زده کړې غوره کړې.
په ټول افغانستان کې لسګونه دولتي او خصوصي طبي انستیتیوتونه شته، چې زرګونه نجونې پکې په زده کړو بوختې وې.
د افغانستان د طبي شورا پخواني تخنیکي مرستیال ډاکټر خسرو یوسفزي بيبيسي ته وویل، په ټول هېواد کې د منځنۍ کچې ۱۷۵ خصوصي طبي انستیتیوتونه فعالیت کوي.
ښاغلي یوسفزی زیاتوي، که څه هم د زده کوونکو د شمېر په اړه کره شمېرې نشته، خو اټکل کېږي چې په هر انستیتوت کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ښځینه زده کوونکې د قابله ګۍ، نرسنګ او لابراتوار زده کړو په پروګرامونو کې په زده کړو بوختې دي.
ښاغلي یوسفزی چې پخوا یې د عامې روغتیا وزارت د لوړ پوړي تخنیکي سلاکار او وروسته د طالبانو د حکومت پر مهال یې د طبي شورا د تخنیکي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې، څرګندوي، د خصوصي منځني کچې طبي انستیتیوتونو تر څنګ په ۱۲ ولایتونو کې دولتي انستیتوتونه هم شته.
د بېلګې په توګه یوازې د کابل په غضنفر طبي انستیتیوت کې شاوخوا ۴۰۰ ښځینه محصلینو د قابله ګۍ او نرسنګ په پروګرامونو کې زده کړې کولې.
د طبي چارو شنونکو په اند، افغانستان لا دمخه د ښځينه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دى. د منځنۍ درجې طبي روزنیزو مرکزونو تړل به دا جدي کمښت لا پسې زیات کړي او افغانستان به د روغتیايي متخصصینو له سخت کمښت سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري. په هر ساعت کې یوه ښځه د مېندوارۍ او د زېږون پر مهال د اختلاطاتو له امله مري.
قابلې کولای شي د میندو، نوي زېږېدلو ماشومانو او لویانو نژدې ۹۰ سلنه روغتیایی اړتیاوې پوره کړي. دا مهال افغانستان په بېړنۍ توګه نورو اضافي قابله ګانو او نرسانو ته اړتیا لري.
د طالبانو حکومت ولې د ښځو پر لوړو زده کړو بندیز لګولی دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي داود اعظمي وايي په دې اړه وايي، "د طالبانو د حکومت چارواکو د ښځو پر لوړو زده کړو د بندیز دقیق سببونه نه دي بیان کړي، خو دوی وايي چې د دغو محدودیتونو په لړ کې څلور مهم نظرونه بیانېږي:
۱ ـ شرعي نظام: طالبانو له خپل تعبیر سم د شرعي نظام د جوړولو لپاره دوې لسيزې وسله واله مبارزه وکړه. د دوی په وینا د یوه "خالص اسلامي نظام" چې په نړۍ کې تر ټولو ښه وي رامنځته کول، د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده او ده ته نژدې مذهبي محافظه کارانو هدف او لیدلوری دی.
۲ ـ یووالی: یو شمېر جګپوړي طالبان په دې بندیزونو او محدودیتونو خوشحاله نه دي، خو دوی د خپل مشر پرېکړه مني، ځکه بیعت یې ورسره کړی دی. له بلې خوا، یو شمېر طالبان بیا په ټولنه کې پر ښځو د دې ډول محدودیتونو پلویان دي. هبت الله اخوندزاده او د هغه نژدې کړۍ غواړي په دې سخت دریځ سره خپلې لیکې او ډله یو موټی وساتي. او د داعش غوندې لا نورو توندلارو ډلو ته د خپلو جنګیالیو د وراوښتو مخنیوی وکړي.
۳ ـ رسمیت: د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې، هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ځینې نظر لري چې طالبان غواړي دا تګلاره له رسمیت پېژندلو سره سودا کړي او په بدل کې یې رسمیت ترلاسه کړي.
۴ ـ پام اړونه: پر ښځو محدودیتونه د طالبانو د هغه پلان برخه هم بلل کېږي، چې غواړي له نورو سیاسي مسلو (همه شموله حکومت رامنځته کول، د اساسي قانون جوړول او حکومتدارۍ ښه کول) څخه د ولس او نړیوالو پام واړوي.
د طالبانو حکومت له خوا په طبي انستیتوتونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز د هغو لپاره د لوړو زده کړو ځینې پاته دروازې هم وتړلې.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال په ډېسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و.
که پر ښځو د طالبانو د حکومت د محدودیتونو اصلي سبب هر څه وي، دا تازه بندیزونه د ښځو د حقونو او افغانستان د راتلونکي لپاره یو خنډ بلل کېږي".











