د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار غوښتنه

د ویډیو تشریح، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار غوښتنه

په هالنډ کې ګڼ افغانان، - چې ښځې او سړي دواړه پکې وو، د شنبې په ورځ راغونډ شوي وو او په افغانستان کې یې د ښځو د تعلیم او د ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کوله.

دوی په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د ښځو د کار او د نجونو او ښځو د تعلیم بندیزونه دې لیرې کړي.‌ غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي هم ورغلي وو.‌