یوناما له طالبانو د نجونو د زدکړو بندیز ژر پای ته رسول غوښتي

افغان نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' وایي، دا مهمه ورځ د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره له ژورې خواشینۍ او اندېښنې سره لمانځي،‌ چې لا هم د زدکړو له بنسټیز حقه بې‌ برخې دي.

یوناما په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، نژدې څلور کاله کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ښوونځي ته له ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکو نجونو پر تګ بندیز لګولی.

"۱۲۲۵ ورځې تېرې شوې دي - او ډېر ژر به څلور کاله پوره شي - چې په افغانستان کې واکمنو چارواکو د ۱۲ کلونو څخه پورته عمر لرونکو نجونو ښوونځي ته پر تګ بندیز لګولی".

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له قوله ویلي شوي چې ګنې د نجونو او د تعلیمي بنسټونو بند پاتې کېدل یوه خواشینوونکي غمیزه ده.

"دا یوه خواشینوونکې غمیزه ده چې میلیونونه افغان نجونې د زدکړې له حقه محرومې شوې دي. هېڅ یو هېواد د خپل نفوس نیمایي برخې په بې واکه کولو او شاته پریښودو سره پرمختګ نه دی کړی. واکمن چارواکي باید د زدکړې پر وړاندې دا بندیز سمدلاسه پای ته ورسوي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته ستنې شي. "

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د نجونو او ښځو پر ډېرو بنسټیزو حقونو او ازادیو یې پراخ بندیزونه لګولي او افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې په ښکاره ښځې او نجونې پکې له زدکړو محرومې دي.

د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ ده. دا ورځ هر کال لمانځل کېږي او تر ډېره د سولې، پرمختګ او برابرۍ پر پیغامونو ټینګار کوي.

سږ کال د پوهنې د نړیوالې ورځې شعار (مصنوعي ځیرکتیا او پوهنه: د انساني وړتیا خوندیتوب په هغه نړۍ کې چې د مصنوعي ځیرکتیا کارونې لور ته روانه ده) ټاکل شوی.

یونیسف: تېر کال سېلابونو افغانستان کې ۱۱۰ ښوونځي زیانمن او ویجاړ کړي

افغان نجلۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان نجلۍ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" وایي، په تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۱۱۰ ښوونځي په افغانستان کې د سېلابونو له امله زیانمن یا ویجاړ شوي دي.

یونیسف نن (جمعه، ۵ سلواغه) د پوهنې په نړیواله ورځ ویلي، په افغانستان کې سېلابونو د زرګونو زده ‌کوونکو زده کړې ګډوډې کړي دي.

دغې ادارې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د یوه مقاوم تعلیم لپاره د پانګونې زیاتولو غوښتنه کړې ده.

یونیسف په خپل نوي تحلیل کې وايي چې تېر ۲۰۲۴ کال په ۸۵ هېوادونو کې د ۲۴۲ میلیون زده ‌کوونکو تعلیمي بهیر د اقلیمي بدلونونو، د ګرمۍ څپو، توپانونو، سېلابونو او وچکالۍ په ګډون د پېښو له امله ګډوډ شوی دی.

د دوی د معلوماتو پربنسټ، په تېر کال کې د ګرمۍ څپو له امله هغه ښوونځي بند شوي چې د اقلیمي بدلونونو له خطر سره مخامخ وو او یوازې په اپرېل میاشت کې له ۱۱۸ میلیون ډېر زد‌ه کوونکي اغېزمن شوي دي.

تحلیل ښیي چې تېر کال له اغېزمنو شویو زده کوونکو تقریباً ۷۴ سلنه په ټیټ او منځني ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې وو، خو هېڅ سیمه نه وه ترې پاتې شوې. په سپتمبر کې په ایټالیا کې سخت بارانونه او سېلابونه راغلل، چې له ۹۰۰,۰۰۰ د ډېرو زده ‌کوونکو زده کړې یې ګډوډې کړې او په اکتوبر کې په اسپانیا کې هم ورته پېښې ښوونځیو ته د ۱۳,۰۰۰ ماشومانو تګ ګډوډ کړ.

د یونیسف اجرائیه مشرې کاترین راسل ویلي: "ماشومان د اقلیمي بحرانونو اغېزو ته، چې په کې د ګرمۍ شدیدې او تکرارېدونکې څپې، توپانونه، وچکالي او سېلابونه شامل دي، ډېر زیانګالي (آسیب‌ پذیر) او حساس دي."

د یونیسف په وینا، تېر کال د اقلیمي کړکېچ له امله له هرو اوو زده کوونکو یو یې له زده ‌کړو پاتې شوی.

دغه اداره وايي، ځینې هېوادونه د اقلیمي خطرونو له بېلابېلو تجربو سره مخامخ شوي او په افغانستان کې پر ګرمۍ سربېره دغه هېواد له ناڅاپي او شدیدو سېلابونو سره مخامخ شو.

د طالبانو حکومت ولې د ښځو پر لوړو زده کړو بندیز لګولی دی؟

په هر انستیتوت کې لږ تر لږه ۱۰۰ ښځینه زده کوونکې په زده کړو بوختې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په هر انستیتوت کې لږ تر لږه ۱۰۰ ښځینه زده کوونکې په زده کړو بوختې دي.

د بي بي سي داود اعظمي وايي د ښځو پر زده کړو د بندیز او محدودیتونو په لړ کې څلور مهم نظرونه بیانېږي:

۱ ـ شرعي نظام: طالبانو له خپل تعبیر سم د شرعي نظام د جوړولو لپاره دوې لسيزې وسله واله مبارزه وکړه. د دوی په وینا د یوه "خالص اسلامي نظام" چې په نړۍ کې تر ټولو ښه وي رامنځته کول، د دوی د مشر هیبت الله اخوندزاده او ده ته نږدې مذهبي محافظه کارانو هدف او لیدلوری دی.

۲ ـ یووالی: یو شمېر جګپوړي طالبان په دې بندیزونو او محدودیتونو خوشحاله نه دي، خو دوی د خپل مشر پرېکړه مني، ځکه بیعت یې ورسره کړی دی. له بلې خوا، یو شمېر طالبان بیا په ټولنه کې پر ښځو د دې ډول محدودیتونو پلویان دي. هیبت الله اخوندزاده او د هغه نږدې کړۍ غواړي په دې سخت دریځ سره خپلې لیکې او ډله یو موټی وساتي. او د داعش غوندې لا نورو توندلارو ډلو ته د خپلو جنګیالیو د وراوښتو مخنیوی وکړي.

۳ ـ رسمیت: د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې، هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ځینې نظر لري چې طالبان غواړي دا تګلاره له رسمیت پېژندلو سره سودا کړي او په بدل کې یې رسمیت ترلاسه کړي.

۴ ـ پام اړونه: پر ښځو محدودیتونه د طالبانو د هغه پلان برخه هم بلل کېږي، چې غواړي له نورو سیاسي مسلو (همه شموله حکومت رامنځته کول، د اساسي قانون جوړول او حکومتدارۍ ښه کول) څخه د ولس او نړیوالو پام واړوي.

د طالبانو حکومت له خوا په طبي انستیتوتونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز د هغو لپاره د لوړو زده کړو ځینې پاتې دروازې هم وتړلې.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په ډېسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و.