له هبت الله اخوندزاده سره د نجونو د زده کړو ملاتړو طالبانو "نه سترګې په سترګو کېدل"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, علی حسینی
- دنده, بي بي سي
"معلومه نه ده چې د دې کندهاري شیخانو له لاسه به زموږ سرحد کوم ځای ته ورسېږي"؛ دا هغه جمله او خبرې دي چې د طالبانو د حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي په یوه ناسته کې چې له حکومت بهر یو تن هم موجود و، کړې وې.
هغه د طالبانو په حکومت یو له هغو چارواکو دی چې، د نجونو او ښځو لپاره د زده کړې پر بندیز نیوکې کوي، له همدې امله له "کندهاري شیخانو" ګیله لري.
د طالبانو د حکومت د دغه چارواکی د "کندهاري شیخانو" څخه موخه، د طالبانو د حکومت مشر هبت الله اخوندزاده ته د نژدې روحانیونو کړۍ ده. هغه کړۍ چې د طالبانو په نظام کې د نجونو د زدکړو په ګډون په ټولیزو مسلو کې جدي رول لري.
د جنوري ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ ده او هر کال په دې ورځ د زده کوونکو د زده کړې اړوند مختلفو مسلو ته پاملرنه کېږي. خو په افغانستان کې، له تېرو دریو کلونو راهیسې اصلي مسله دا وه چې کله به له شپږم ټولګي پورته زده کونکو نجونو او همدارنګه ښځینه زده کونکو ته د لوړو زده کړو اجازه ورکړل شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
څه وخت ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شول؟
د ۱۴۰۱ کال د وري په درېیمه نېټه د طالبانو د حکومت له بیا واک ته رسېدو اووه میاشتې وروسته، ښځینه زده کوونکې د ښوونیز کال په پیل کې سهار وختي ښوونځیو ته تللې وې، خو د درس له پیل مخکې له هغوی وغوښتل شول، چې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.
دوه ورځې وړاندې یې د طالبانو حکومت ویلي و، نجونې کولی شي ښوونځي ته لاړې شي. خو پرېکړه یې په لنډ وخت کې بدله شوه.
"کله چې مې پرون (ښوونځي ته د اجازې) خبر واورېد، ډېر راته خوشحالونکی و، په خدای چې اوښکې مې تویې شوې، خو نن ډېره خواشینې شوم" دا په هماغه ورځ د یوې زده کوونکې خبرې دي، چې د طلوع نیوز خبریال ته یې په ژړغوني غږ کې کړې وې.
له شپږم ټولګي پر پورته ټولګيو نجونو د بندیز له حکم وروسته د نجونو او ښځو لپاره د محدودیت نور حکمونه هم خپاره شول، د بېلګې په توګه کار او پوهنتون ته د ښځینه وو پر تګ بندیزونه.
نهه میاشتې وروسته، د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ، ښځې او نجونې نه شي کولی، "تر بلې خبرتیا" په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې خپلې زده کړې وکړي.

د عکس سرچینه، EPA
ولې د ښځو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول؟
په هغه ورځ چې نجونې ښوونځيو ته تللې وې او مجبوره شوې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي، د پوهنې وزارت ویاند وویل، "د نجونو (منځني او لیسې) به تر بلې خبرتیا د زده کوونکو پر مخ تړلي وي." هغه پرته له دې چې نور جزییات ورکړي وویل، امر له پاسه ورکړل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د نجونو او ښځو لپاره د پوهنتونونو د تړلو لپاره لږ تر لږه پنځه دلیلونه اعلان کړي دي:
- له خپل ولایت پرته د نورو ولایتونو په لیلیو کې څو میاشتې د نجونو اوسېدل.
- له محرم پرته د نجونو سفر
- د زده کوونکو له خوا د حجاب نه مراعاتول؛ د ندا محمد ندیم په وینا، ځینې زده کونکو داسې جامې اغوستې وې لکه واده ته چې روانې وي.
- په پوهنتونونو کې د نارینه و او ښځینه وو ګډول (اختلاط)
- د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر په وینا، د پخواني رژیم څخه پاتې ښوونیز سیسټم کې، "ځینې برخې لکه کرنه او انجینرۍ د ښځو له عزت، وقار او درناوي سره ورته والی نه لري او د افغان کلتور سره جوړ نه دي."
د ښوونځیو بیا پرانیستل کېدو په اړه د طالبانو حکومتي چارواکو ژمنې څه وې؟

د عکس سرچینه، EPA
واک ته د طالبانو له رسېدو درې میاشتې وروسته، د طالبانو د هغه وخت د پوهنې وزیر نورالله منیر وویل: "اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) نه یوازې د ښځو د زده کړې مخالفت نه کوي، بلکې دا د دوی اسلامي او قانوني حق ګڼي. په اسلامي ټولنه کې د ښځو زده کړې باید د اسلام په چوکاټ کې دننه ترسره شي."
هغه وويل، مذهبي مشران او دیني عالمان (روحانيون) د ښځو د زده کړې لپاره په یوه جامع پلان کار کوي چې هم "د افغان کلتور او اسلامي قانون او د ولس له اکثریت سره ورته والی ولري." هغه وويل، د ښځو د زده کړې بهیر به بيا پر هغه بنسټ پيل شي.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند هم له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده کونکو پر زده کړو د بندیز د اعلان په ورځ وویل: "دا ښوونځي به د ښځینه زده کونکو لپاره د جامو کوډ په اړه تر پرېکړې وروسته او د افغانستان د اسلامي او دودیزو قوانینو سره سم بیا پرانیستل شي."
ولې ژمنې نه دي پوره شوې؟

د عکس سرچینه، Reuters
تر اوسه ، هر هغه څه چې د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي دي په دوو محورونو راڅرخي، یو دا چې دا بندیز تر بلې خبرتیا پورې دی، او د دې ګام بل دلیل له شریعت اوافغان دودیزو قوانینو سره سم تعلیمي چاپیریال رامنځته کول بلل شوي دي.
د طالبانو واکمني خپل څلورم کال ته ننوتې، خو په دې موده کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو نښې نه ښکاري.
د نجونو او ښځو د زده کړې موضوع یوه له هغو مسلو ده، چې د طالبانو حکومت چارواکي یې په اړه اختلاف لري. د بي بي سي خبریالانو سره د هغوی یو شمېر په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې د طالبانو د حکومت د کابینې یوه لویه برخه د زده کړو حق له بندیز سره موافق نه دي.
د طالبانو د حکومت د یوه وزیر له قوله ویل شوي دي، په یو ډول یې د طالبانو مشر ته دا پیغام رسولی و چې د طالبانو د حکومت لومړۍ دوره، امریکا ته د اسامه بن لادن د نه سپارلو له امله له لاسه ووتله، او دا ځل دا مسله د نجونو د زده کړو داسې یوې کچه ته رسېدلې ده، "چې ښايي د حکومت په بیه پرېوزي."
خو مسله دا ده چې هبت الله اخوندزاده او د هغه نژدې مذهبي کړۍ، دې ګواښونو او غوښتنو ته پام نه کوي. د ځینو طالب چارواکو په اند "امیر المومنین واجب الجواب نه دی."
تر اوسه خپله د طالبانو د مشر له خوا د نجونو د زده کړو حق د بندیز د دلایلو په اړه کوم غبرګون نه دی ښول شوی.
یوه سرچینه چې چې ملا هبت الله اخوند په غونډو کې یې ګډون درلود ویلي و، کله چې د طالبانو حکومتي چارواکي، لکه د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دفاع وزیر ملا یعقوب، کندهار ته له هبت الله اخوندزاده سره د خبرو لپاره ورځي، دوی "خپله کچ ساتي او استدلال نه کوي او په ځینو مسایلو کې نه سترګې په سترګو کېږي."
دا روښانه نه ده چې د طالبانو د حکومت دننه داخلي اختلافونه په کومه کچه دي او دا هم روښانه نه ده چې د طالبانو حکومت به د زده کړو مناسب چاپېریال رامنځ ته کولو ژمنه کله پوره کړي او "تر اطلاع ثاني" پای ته ورسېږي. خبره دا ده، که د نجونو د زده کړو مسلې او ان که ښځو ته د طالبانو د حکومت له عینکو وکتل شي، طالبان تر اوسه د مناسب تعلیمي چاپېریال په رامنځته کولو کې چې دوی خپله یې د ښځو حق ګڼي، پکې پاتې راغلي او ناکام دي.











