ایا ټرمپ رښتیا میلیونونه کډوال له امریکا ایستلی شي؟

An elderly Trump supporter in a white and red outfit holds a card that reads "Mass Deportation Now".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګڼ شمېر کډوالو ایستلو شعار د ټرمپ په کمپاین کې ډېر ورکول کېده.
    • Author, بیرنډ ډیبوسمان جونیر، مایک وینډلینګ او والنټینا اوروپیزا
    • دنده, بي بي سي

په هغه شپه چې د امریکا ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریا څرګنده شوه، ۴۷ کلنې نورا ناکراره شپه تېره کړه.

نورا ۲۴ کاله مخکې له یوه زورور توپان وروسته له نیکاراګوا نه امریکا ته راغلې، دوی لوڼې لري، چې کرستیل یې ۳۰ کلنه او لیحه یې ۱۹ کلنه ده، خو دا تر اوسه پورې په امریکا کې د اوسېدو اسناد نه لري.

دې د هویت پټ ساتلو له غوښتنې سره بي بي سي ته وویل، چې خوب ترې تښتېدلی دی: ''ذهن او زړه ته مې بیا وېره ستنه شوه.''

اوس چې ډونلډ ټرمپ بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، نورا ډاریږي، چې دی به د کمپاین پر مهال کړې ژمنه پوره کړي، چې ویلي یې و، میلیونونه هغه کډوال به وشړي، چې په امریکا کې د استوګنې اسناد نه لري.

ټرمپ په دا وروستیو کې یوې خبري غونډې ته ویلي و: ''موږ به د خپل تاریخ په اوږدو کې د خلکو تر ټولو ستره ستنېدنه ولرو.''

د ښاغلي ټرمپ د مرستیال په توګه ټاکل شوي جې ډي ونس له اې بي سي نیوز خبري شبکې سره په دې هکله یو څه جزیات شریک کړل. ده وویل: ''راځئ له یو میلیون کسانو به یې پیل کړو... او بیا موږ کولای شو همداسې پسې مخکې لاړ شو.''

خو یو شمېر ماهرین بیا وايي، داسې پراخ عملیات به له یو شمېر قانوني او لوژستیکي خنډونو سره مخامخ وي

Christell and Leah take a selfie in their blue outfits, holding a sticker that says "I voted!"

د عکس سرچینه، Courtesy of Christell and Leah

د عکس تشریح، د نورا لوټو کریسټي او میحه لوړی ځل په ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکړې.

په امریکا کې څومره بې اسنادو کډوال دي؟

د نورا دواړه لوڼې په نیلي رنګه کالیو کې سیلفي اخلي او وايي، چې په ټاکنو کې یې رایې ورکړې. دوی دواړه د امریکا تابعیت لري او لومړی ځل دی، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکوي.

د امریکا کورني امنیت وزارت مسوولین وايي، د دوی معلومات ښيي، چې تر ۲۰۲۲ کال پورې په امریکا کې د بې اسنادو کډوالو شمېر ۱۱ میلیونو تنو ته رسېد، چې د ټولټال نفوس درې اعشاریه درې سلنه کسان کېږي.

له ۲۰۰۵ کال راهیسې دا شمېرې تر ډېره بریده پورې پر ځای پاتې دي، خو د یاد وزارت مسوولین وايي، ځینې ځانګړې شمېرې ښايي په دې معلوماتو کې شاملې نه وي، چې د کیوبا، وینزویلا، هیټي او نکاراګوا هغه ۵۰۰ زره کسان هم پکې شامل دي، چې د بشري بنسټ له مخې اجازه ورکړل شوې ده.

دغه ډېری کډوال له اوږدې مودې راهیسې په امریکا کې مېشت دي. د دوی له ډلې د ۸۰ سلنه هغو په هکله ویل کېږي، چې له یوې لسیزې زیاته موده یې په امریکا کې تېره کړې.

دغه ډېری کډوال له مکسیکو، ورپسې ګواتیمالا، السلواډور او هنډوراس راغلي دي. دوی تر ډېره بریده په شپږ ایالتونو کالفورنیا، ټکساس، فلوریډا، نیویارک، نیو جرسي او ایلیونویس ایالتونو کې مېشت دي.

قانوني ننګونې

بې اسنادو کډوال د محکمې پرېکړې په ګډون له بېرته ستنېدو مخکې ځینې حقونه لري. په ورته مهال به د ډېرو خلکو ستنولو لپاره د محاکمو یوه نظام غځولو ته اړتیا وي، چې له مخکې سوکه دی.

ډېری کډوال د بېرته ستنېدو پروسې ته د جوازاتو یا ګمرکاتو له کارکوونکو سره د مخامخ کېدو له لارې نه داخلېږي، بلکې د ځایي امنیتي مسوولینو له لارې دې بهیر ته راوستل کېږي. خو ډېر ځايي قوانین بیا د دې چارې مخه نیسي، چې پولیس له جوازاتو یا ګمرکاتو سره همکاري وکړي.

ټرمپ کمپاین ویلي، د داسې ''پناه ځایونو ډوله ایالتونو'' پر ضد به فعالیت کوي، خو د امریکا د ځايي، ایالتي او فدرالي قوانینو پېچلی جال دا چاره ستونزمنوي.

په پراخه کچه د کډوالو ستنولو اقدام به د کډوالۍ او بشري حقونو د فعالانو له مخالفت سره هم مخامخ شي.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۲ کال سترې محکمې یوې پرېکړې له مخې بیا په محاکمو کې د قضیو له بیا ارزونې سره هم د قانون پلي کولو ته اجازه ورکوي.

لوژستیکي ننګونې

People walking next to the US-Mexico border wall

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۳ کال په پای کې خورا لوی شمېر کډوال د امریکا-مکسیکو له پولې تېر شول، خو له هغه وروسته په څلورو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدل.

په ۲۰۲۳ کال د مکسیکو او امریکا تر منځ پولې ریکارډ کچه کسان تېر شول، خو له هغه وروسته بیا دا شمېر په څلورو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته وغورځېد.

که د امریکا یو حکومت د دې بهیر له قانوني خنډونو هم تېر شي، چارواکي به د لوژستیک په برخه کې له ننګونو سره مخامخ وي.

د بایډن حکومتولۍ په ترڅ کې ډېر تمرکز د هغو کسانو پر بېرته ستنولو ورټول و، چې د پولې په سیمه کې نیول شوي وو. د امریکا له منځه بیا د داسې کډوالو ستنولو بهیر په یوه کال کې تر ۱۰۰ زره کسانو پورې ټیټ و.

دا شمېر د اوباما حکومت پر مهال په یوه کال کې تر دې دوه برابره زیات شوی و، چې ۲۳۰ زرو کسانو ته ورسېد.

سیاسي او اقتصادي مسائل

Donald Trump, dressed in a blue suit and red tie, raises a clenched fist in front of the American flag and his voters

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ د کمپاین پر مهال د پولو تړلو ژمنې څو ځله کړې دي.

کارپوهان د اټکل له مخې وايي، چې تر یو میلیون پورې کسانو د ایستلو لپاره ښايي میلیونونه یا ان میلیاردونه ډالره پکار وي.

په همدې تېر کال د جوازاتو او ګمرکاتو ادارې د کډوالو ستنولو بودیجه ۴۲۰ میلیونه ډالره وه. په همدې کال کې دې ادارې نژدې ۱۴۰ زره کسان له امریکا وایستل.

ماهرین دا هم وايي، چې د توقیف ځایونو جوړول او بیا د خلکو ایستلو لپاره د الوتکو کارولو لګښت هم ښايي تر لسګونه یا سلګونه میلیونو ډالرو ته ورسېږي.

د ټرمپ یوه بله ژمنه چې وايي، پر پوله دېوال دروي او زرګونه سرتېري ګوماري، هم پرېمانه پانګونه غواړي.

ایا مخکې هم په پراخه کچه کډوال ایستل شوي دي؟

د ټرمپ په لومړۍ واکمني په څلورو کلونو کې یو اعشاریه پنځه میلیون کډوال له امریکا وایستل شول او بایډن حکومت هم هماغه تګلاره خپله کړې او همدې شمېرو ته نژدې شوي دي.

د اوباما حکومت په دواړو دورو کې بیا تر درې میلیونو پورې کډوال ایستل شوي وو، چې له کبله یې د اصلاحاتو پلویانو د ''ایستلو مشر'' نوم ورکړی و.

په تاریخي توګه د کډوالو ایستلو تر ټولو ستره پېښه بیا په ۱۹۵۴ کال وه، چې په ویټبېک نومي عملیاتو کې یو اعشاریه درې میلیون خلک وایستل شول. ویټبېک داسې نوم شو، چې د سپکاوي په پار د مکسیکو اوسېدونکو لپاره کارول کېده.

هغه پروګرام تر یوه حده د خلکو له مخالفت سره ځکه مخامخ شو، چې یو شمېر امریکایان هم ایستل شوي وو او دغه راز د پیسو موضوع هم پکې یوه ستونزه وه.

په بل کال ۱۹۵۵ کې هغه پروګرام پای ختم شو.

ماهرین بیا وايي، هغه پروګرام د نن سبا بې اسنادو کډوالو ایستلو له پروګرام سره ځکه د پرتلې وړ نه دی، چې له قانوني تعقیب پرته یوازې د مکسیکو هغه نارینه یې په نښه کول چې مجرد وو، خو د نورو هېوادونو له کورنیو سره یې سروکار نه درلود.

یوه سخته پرېکړه

د نورا لپاره بېرته خپل هېواد نکاراګوا ته ستنېدل یو ډارونکی احتمال دی.

دا وايي،'' په تېرو ۲۴ کلونو کې چې زه امریکا کې یم، کار کوم او مالیه ورکوم زما لپاره د خپل بدلولو بل هیڅ لاره نه ده پاتې.''

نورا زیاتوي، ''زما لپاره نکاراګوا ته د ستنېدلو په هکله فکر کول هم سخت دي.''

د دې لوڼې چې لومړی ځل یې په ټولټاکنو کې رایې ورکړې وايي، که اړتیا پېښه شي له مور سره به لاړې شي. لیحه وايي، ''موږ به د خپلې مور لپاره هر هغه څه وکړو، چې اړتیا یې وي.''