ټرمپ: نژدې درې میلیونه ناقانونه کډوال له امریکا شړم

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وايي په ناقانونه کډوالو کې مجرمین هم شته چې باید زندان ته واچول شي.

د امریکا د متحده ایالتونو نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، وروسته له دې چې د ولسمشر په توګه په کار پیل وکړي، دوه تر درې میلیونه ناقانونه کډوال به له امریکا وشړي.

ښاغلي ټرمپ د سي بي اېس له ټلويزيوني شبکې سره په مرکه کې دا څرګندونې کړي.

دی وايي "مجرمین، د جرم مخینه لرونکي، داړه ماران، د نشه یي توکو قاچاق کوونکي او په ډېر شمېر کې داسې نور کسان چې ښايي شمېر یې دوه میلیونو او یا هم درې میلیون وګړو ته رسېږي، له خپل هېواده وباسو، او یا یې زندانونو ته واچوو. "

وایي اړینه ده خپلې پولې خوندي کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وایي اړینه ده خپلې پولې خوندي کړي.

ښاغلی ټرمپ وايي ګڼ شمېر کډوال امریکا کې په ناقانونه توګه اوسېږي او د ده په وینا وروسته له دې چې د امریکا پولې خوندي او چارې عادي شي، بیا به د دغو خلکو په اړه پرېکړه کوي.

ټاکل شوی ولسمشر د دې مسلې پر پلي کولو ټینګار کوي او وایي اړینه ده خپلې پولې خوندي کړي.

دېوال

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا او مکسیکو ترمنځ دېوال چې د نوګالېس سیمې او ارېزونا تر منځ دی.

د امريکا متحده ايالتونو کې دا مهال شاوخوا ١١ميليونه کډوال ژوند کوي چې قانوني اسناد نه لري.

د ډونلډ ټرمپ په وينا د پاتې اته ميليونه ناقانونه کډوالو په اړه به له هغه وروسته پرېکړه کېږي چې لومړی پولې خوندي شي.

ښاغلي ټرمپ داهم ویلي چې له مکسيکو سره پر پوله د دېوال، چې ده يې د جوړولو ژمنه کړې وه، يوه برخه کېدى شي اغزن سيمونه وي.

د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال ښاغلي ټرمپ په خپلو ویناوو کې تل د کډوالو د اېستلو او مکسیکو سره پر پوله د دېوال پر جوړولو خبرې کولې چې دې وعدو یې ډېر پلویان هم درلودل.

د اېن بي سي ټلویزیون پر وړاندې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټرمپ یو پلوی چې لیکلي یې دي، دېوال جوړ کړئ

اوس د چارو څارونکي د ښاغلي ټرمپ نوو څرګندونو ته په کتو وایي ښايي ښاغلی ټرمپ به په هغه جدیت خپلې وعدې پلي نه کړي چې د ټاکنو پر مهال یې په اړه غږېده.

ټاکل شوې ده ښاغلی ټرمپ د نوي کال د جنورۍ میاشت کې سپینې ماڼۍ کې کار ته پیل وکړي.