د م. م چارواکي د ربړونې په باب د ټرمپ خبرې غندلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوه چارواکي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډونالډ ټرمپ څرګندونې غندلې دي. ټرمپ د بندیانو د ربړولو په ملاتړ څرګندونې کړې دي، چې د نوموړي دا خبرې توپیرپالنه بلل شوې.
که څه هم زید رعد الحسین د ټرمپ نوم نه دی اخیستی، خو دې ته یې اشاره کړې چې نوموړی د ربړونې ملاتړی دی او د مسلمانانو پروړاندې څه ډول سیاست لري.
الحسین وايي: ''تعصب د مشرۍ د پیاوړتیا دلیل نه دی''.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د یوه بل نوماند ټیډ کروز هغه پلان هم غندلی، چې وايي هغه سیمې ته وڅارل شي چې مسلمانان پکې اوسېږي.
نوموړي د اوهایو کلیفلانډ کې خلکو ته وویل: ''د کرکې وینا، او پر نورو سترګې وربرګول او منزوي کول د ساتېرۍ کار دی، نه د سیاسي موخو رسېدو وسیله''.
دی زیاتوي: ''له څو میاشتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند وايي چې د ربړونې او د خلکو د ځورونې ملاتړی دی''.
ټرمپ د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ویلي وو ''ربړونه پایله لري''، ده وویل ''د اوبو په مټ ربړونې پرتله باید بندیان لا ډېر وربړول شي''.
د ولسمشر بارک اوباما ادارې د اوبو او نورو ربړوونکو وسیلو په مټ، چې د امریکايي ځواکونو له خوا ګټه ترې اخیستل کېده، په ترهګرۍ د تورنو بندیانو پر ځورولو بندیز لګولی و.
د ټرمپ پر څرګندونو نورو نړیوالو مشرانو هم نیوکې کړې، د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون، د مکسیکو ولسمشر انریک بینانیتو او پاپ فرانسیس هم دا څرګندونې غندلې دي.
کامیرون امریکا ته د مسلمانانو د ننوتلو د مخنیوي په تړاو د ترمپ پلان ''بې اتفاقي اچوونکی، بې عقلي او ناسم'' ګڼلی دی.
خو بینا نیتو او پاپ فرانسیس بیا د مکسیکو او امریکا ترمنځ د دېوال جوړېدل یو 'کم عقلانه' کار بللی.

خبریالان پر ټرمپ د ښاغلي حسین ټینګې نیوکې ډېرې اغېزناکې نه ګڼي.
په تېر مارچ کې ټرمپ اسرائیلي فعالانو ته وویل: ''ملګري ملتونه د دیموکراسۍ ملګري نه دي، د امریکا -چې دوی پکې مېشت دي - ملګري هم نه دي، او په ټنیګار سره د اسرائیلو ملګري هم نه دي''.








