اوباما: نوماندان دې ترینګلتیا ته لمن نه وهي

د عکس سرچینه، Getty
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ سیالو نوماندانو ته خبرداری ورکړی، چې د 'ترینګلتیاوو ډېرېدو ته لمن ونه وهي'.
ولسمشر اوباما ویلي، نوماندان باید په ټاکنیزو منډو ترړو کې ''د ټولو امریکايي وګړو سپکاوی ونه کړي''.
د اوباما له خبرو یوه ورځ وړاندې، په شیکاګو کې د جمهوري ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وینا د ځینو امنیتي دلایلو (تاوتریخوالي او اخ او ډب) له کبله لغوه شوه.
د ښاغلي ټرمپ له وینا وړاندې، د جمعې په ورځ په شیکاګو کې د هغه سلګونه مخالفان د ایلینویز پوهنتون په انګړ کې راغونډ شوي وو چې بالاخره د دوی او د ټرمپ د ملاتړو ترمنځ ترینګلتیا رامنځ ته شوه.
له یوې خوا د ښاغلي ټرمپ ملاتړو او له بل پلوه د دیموکرات ګوند د دوو نوماندو د ملاتړو له خوا شعارونه ورکول کېدل.
د دواړو ډلو ترمنځ په اخ او ډب کې د ټرمپ ملاتړو هڅه کوله د مخالفانو له لاسونو د هغوی بیرغونه بهر ته وباسي.

د عکس سرچینه، Reuters
پر ښاغلي ټرمپ وړاندې ډېرې نیوکې شوې دي.
نوموړي امریکا ته د کډوالو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه کړې وه.
ولسمشر اوباما به راتلونکې نومبر میاشت کې له سپینې ماڼۍ وځي.

د عکس سرچینه، Getty
د یکشنبې په ورځ دیموکراتانو د یوه پروګرام په لړ کې وویل، هغه څوک چې سپینې ماڼۍ ته ځان رسول غواړي، او ټاکنیزې منډې ترړې کوي، باید نورو ته سپکاوی ونه کړي او د امریکایانو په منځ کې اختلاف او مذهبي توپیر ته لمن ونه وهي.
ټرمپ وروسته پاتې شو

د عکس سرچینه، AP
پر همدې مهال، د امریکا له ټکساس ایالت نه د جمهوري ګوند استازی ټیډ کروز په لوېدیځ وایومینګ ایالت کې د شنبې په ورځ تر نورو نوماندانو مخکې و.
د رایو له اچولو وروسته، کروز ۶۶٫۳ سلنه رایې خپلې کړې، خو مارکو روبیو بیا ۱۹٫۵ سلنې واخیستې او ډونالډ ټرمپ ایله ۷٫۲ سلنه رایې ترلاسه کړای شوې.

د عکس سرچینه، Getty
په واشنګټن کې هم د جمهوري ګوند لومړنۍ ټاکنې وشوې، خو پایلې یې لا نه دي په ډاګه شوې.
د سې شنبې په ورځ به په ۵ ایالتونو (فلوریډا، الینوی، میزوري، شمالي کارولینا او اوهایو) کې د جمهوري ګوند لومړۍ ټاکنې کېږي.








