د ټرمپ له کرکې پر ډکو څرګندونو تازه نیوکې شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د جمهوریت غوښتونو له ډلې څلورو پاتې نوماندانو په یوه تلویزیوني مناظره کې برخه واخیسته.
تر نورو مخکښ نوماند ډونالډ ټرمپ له دې امله د خپلو سیالانو تر نیوکو لاندې راغی چې ویلې یې دي مسلمانان له امریکا کرکه کوي.
کروز ، مارکو او روبیو هم پر هغه له دې امله نیوکه وکړه چې له فلسطینیانو سره خواخوږي لري.
ټیډ کروز وویل، دی د ټرامپ په څېر د اسرائيلو په برخه کې بې پرې نه دي:
''د ولسمشر په توګه به زه بې پرې نه یم، همدا اونۍ یو پخواني تجربه لرونکی پوځي په اسرائيلو کې د یوه فلسطیني له خوا ووژل شو. د پوځ داسې اعلی قوماندان ته اړتیا نه لرو چې د فلسطیني ترهګرو او د یوه پیاوړي ملګري هېواد ترمنځ بې پرې اوسي''.
ټیډ کروز پر ټرمپ د نیوکې ترڅنګ وویل یوازې دا خبرې چې ''چین ښه دی که اسلام ښه دی'' ستونزه نه شي حل کولی.
روبیو پر ټرمپ د کلکې نیوکې ترڅنګ وویل: ''ولسمشران نه شي کولی هرڅه وغواړي هغه ووايي. دا ډول کرنه غبرګونونه راپاروي''.
د ولسمشریزو منډو ترړو په درشل کې د اسلام او مسلمانانو په تړاو د ټرمپ تندو خبرو یولړ لانجمن بحثونه راپورته کړي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له سختو نیوکو سره مخامخ شو.
وړاندې، د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د امریکا د جمهوري ګوند پر نوماند ډونالډ ټرامپ <link type="page"><caption> کلکه نیوکه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/02/160218_hh-pope_trump_christian" platform="highweb"/></link> کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty
پاپ وايي ''هغه څوک مسیحي نه دی، چې یوازې د دېوالونو جوړولو په اړه فکر کوي... او د پلونو جوړولو په اړه سوچ نه کوي''.
تر هغه وړاندې، د سعودي شهزاده ولید بن طلال ډونالډ ټرمپ د ''<link type="page"><caption> امریکا لپاره شرم</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2015/12/151213_hh-bin_talal_trump" platform="highweb"/></link>'' ګڼلی و، خو ټرمپ بیا بن طلال یو ''بې عقل'' انسان بللی.
ټرمپ امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه کړې وه.








