ټرمپ: د جمهوري غوښتونکي گوند مشران ما ناکامول غواړي

دونلډ ټرمپ له هغې وروسته دا تور ولگولو چې د هغۀ سيال ټېډ کروز ته، له دې پرته چې د کولراډو ټول ايالت کې ټاکنې وشي، دې ايالت څخه د کانديدانو د غوراوي لپاره ټول استازي ورکړل شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دونلډ ټرمپ له هغې وروسته دا تور ولگولو چې د هغۀ سيال ټېډ کروز ته، له دې پرته چې د کولراډو ټول ايالت کې ټاکنې وشي، دې ايالت څخه د کانديدانو د غوراوي لپاره ټول استازي ورکړل شول.

د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي خوا گوند لخوا د کانديد کېدو هيله من ډونلډ ټرمپ د گوند مشران په دې تورن کړي دي چې نه غواړي د ولسمشرۍ کانديتوري وگټي.

په نيويارک کې د خبرو پرمهال ده وويل چې د جمهوري غوښتونکي گوند ملي کمېټه دده په ټکو د هغۀ پرضد دسيسې جوړوي، او ټول يې پرضد راغونډ شوي دي.

ښاغلي ټرمپ له هغې وروسته دا خبرې کړې دي چې د هغۀ سيال ټېډ کروز ته، له دې پرته چې د کو لراډو ټول ايالت کې ټاکنې وشي، دې ايالت څخه د کانديدانو د غوراوي لپاره ټول استازي ورکړ شول.

د جمهوري غوښتونکي گوند لخوا د ولسمشرۍ دکانديد په توگه راڅرگندېدو سيالۍ کې ښاغلى ټرمپ مخکې دى، خو کېدى شي دې لړ کې د اړينو استازو شمېر پوره نه کړى شي.

که داسې کيږي د جولايي په مياشت کې داستازو غونډې کې ټول غړي به له لومړنۍ رايې اچوونې وروسته ددې حق ولري چې د هر چا ملاتړ کوي. شونې ده چې ټېډ کروز چې دا مهال په سيالۍ کې دويم ځاى لري يا هم جان کاسېچ د جمهوري غوښتونکي گوند د کانديد په توگه غوره کړي. دى دا مهال د ترلاسه کړو استازو په سيالۍ کې دريم ځاى کې دى.

د جمهوري غوښتونکي گوند د ملي کمېټې مشر د ښاغلي ټرمپ تورونو ته غبرگون کې د هغۀ دا ادعا رد کړې ده چې گوا کې د ښاغلي ټرمپ د پرمختگ له امله يې د کولراډو ايالت کې د کانديد د غوره کولو په تړاو اصولو کې بدلون راوستى و.

د امريکا د ولسمشرۍ لپاره به ټاکنې د نومبر په مياشت کې کېږي.