د امریکا په ټولو ایالتونو کې لسګونه زره کسان د ټرمپ خلاف لاریونونه کوي

امریکا کې لاریونونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لاریون کوونکو د ټرمپ د ټولنیزو او اقتصادي تګلارو په تړاو نا خوښي ښودله.

د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې اعتراض کوونکي د شنبې پر ورځ د ولسمشر ټرمپ د غندلو په موخه راټول شوي وو. دا په جنورۍ میاشت کې د ولسمشر ټرمپ واک ته د بیا رسېدو راهیسې د مخالفت تر ټولو ستر لاریونونه بلل شوي.

د لاریون شعار و "لاسونه لنډ کړئ" ، لسګونه زره لاریون وال د بوسټن، شیکاګو، لاس انجلس، نیویارک او واشنګټن ډي سي په ګډون په ۱۲۰۰ ځایونو او د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې شوي وو.

لاریون کوونکو د ټرمپ د ټولنیزو او اقتصادي تګلارو په تړاو نا خوښي ښودله.

د ټرمپ له خوا د نړۍ پر بېلابېلو وارداتي توکو د تعرفو د لګولو په تړاو د لندن، پاریس او برلین ښارونو په ګډون د نړۍ په ډېرو نورو ښارونو کې هم غونډې شوې دي.

په بوسټن کې، ځینو لاریون کوونکو وویل، د دوی د لاریونونو انګېزه د امریکا په پوهنتونونو کې د زده کوونکو پر وړاندې د کډوالو د نیولو چاپې دي، چې د زده کوونکو د نیولو او شړلو لامل شوي دي.

یوې لاریون کوونکې کیتي سمېت بي بي سي ته وویل، "تاسو به نن ودرېږئ یا وروسته نیول کېدی شئ،" هغه زیاتوي: " په هر حال زه لاریونواله یم."

امریکا لاریونونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې نظر پوښتنې ښيي چې د ولسمشر ټرمپ د محبوبیت درجه یو څه کمه شوې ده.

په لندن کې، لاریون کوونکو له ځانونو سره داسې لوحې لېږدولې چې پرې لیکل شوي وو، "خلکو ته زیان رسول بند کړئ" او "هغه یو احمق دی."

دوی د امریکا په بهرني سیاست کې د ټرمپ تګلارو بدلونونو ته په اشارې ، له "کاناډا لاس واخله"، له "ګرینلنډ څخه لاس واخله " او له "اوکرایین لاس واخله" شعارونه ورکول.

ټرمپ په پرلپسې ډول له امریکا سره د کاناډا او ګرینلنډ یوځای کېدو ته لېوالتیا ښوولې. هغه د اوکرایین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره هم په شخړه کې ښکېل شو او د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې تړون لپاره یې هڅه وکړه.

ځینې نظر پوښتنې ښيي چې د ولسمشر ټرمپ د محبوبیت درجه یو څه کمه شوې ده.

د رویټرز/ایپسوس یوې نظر پوښتنې چې د دې اونۍ په پیل کې خپره شوه موندلې، د هغه د محبوبیت کچه ۴۳٪ ته راټیټه شوې، چې د جنورۍ له میاشتې راهیسې ترټولو ټیټه کچه ده. د جنوري پر ۲۰مه کله چې هغه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، د محبوبیت کچه یې ۴۷٪ وه.

یو بله نظر پوښتنه چې د هارورډ کیپس/هیرېس له خوا شوې، موندله چې ۴۹٪ رایه ورکوونکي د ټرمپ له کړنو سره موافق دي، دا شمېره تېره میاشت ۵۲٪ سلنه وه، چې اوس په کې کموالی راغلی دی.

خو له دې سره سره نظر پوښتنې دا هم موندلې چې ۵۴٪ رایه ورکوونکي پر دې باور دي، ټرمپ د ولسمشر په توګه د جو بایډن پرتله چارې ښې ترسره کوي.

امریکا لاریونونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۲۰۰ ځایونو او د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې شوي وو.

ټرمپ د شنبې پر ورځ هېڅ کوم دولتي مراسم نه درلودل، او ورځ یې په فلوریډا کې خپل ارامځای کې په ګلف لوبې تېره کړه او ټاکل شوې د یکشنبې پر ورځ هم هلته پاتې شي.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ د دریځونو په دفاع کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، هغه به د روغتیا د دولتي تګلارو په څېر پروګرامونو ساتنې ته دوام ورکړي .

"د ولسمشر ټرمپ دریځ روښانه دی: هغه به تل د وړ ګټه اخیستونکو لپاره د ټولنیز خوندیتوب او روغتیايي چارو ساتنه وکړي. په همدې وخت کې، د ډیموکراټانو دریځ نا قانونه بهرنیانو ته د ټولنیز امنیت او روغتیايي پاملرنې چوپړونه په اړه داسې دی چې، دا بنسټونه له ماتې سره مخامخوي او د لوړ عمر امریکایان ځپي."

د ټرمپ د کډوالۍ یوه لوړ پوړي سلاکار ټام هومن، د شنبې پر ورځ فاکس نیوز ته وویل، لاریون کونکو په نیویارک کې د هغه له کوره بهر هم لاریون کړی، خو دی هغه مهال په واشنګټن کې و.

هومن وايي، "دوی کولی شي د تش کور پر وړاندې هر څومره چې غواړي اعتراض وکړي،"

هومن زیاتوي، "احتجاجونه او لاریونونه، هېڅ معنا نه لري."