اوباما د افغان سولې بهیر یو مثبت ګام بللی

د عکس سرچینه، .
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د متحدو ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره په وېډیويي خبرو کې د امنیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پر مسائلو غږېدلی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د امریکا له خوا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړي کول اړین وبلل، خو ټینګار دا و چې د ځواکونو د لا ډېر ملاتړ لپاره باید پاموړ ګامونه واخیستل شي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغان سولې وروستۍ خبرې او بهیر یو مثبت ګام ګڼلی، چې وايي، دی یې ملاتړی دی.
خبرپاڼه وايي، بارک اوباما له اداري فساد سره د مبارزې پروړاندې د افغان حکومت هڅې هم ستایلې دي.
ولسمشر غني ویلي، افغانستان د نړیوالو مرسته د سمې او اغېزناکې لګونې په برخه ژمن دی.
ولسمشر غني بارک اوباما ته د افغان بانکولۍ د اصلاحاتو په اړه ویلي، چې اصلاحاتي ګامونه اخیستل د عوایدو د لوړېدو لامل ګرځېدلی دی.
په دې وېډیويي کنفرانس کې ځینې نور افغان چارواکي او کابل کې د امریکا سفیر او د امریکا له خوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان هم وو.
نژدې دوه اونۍ وړاندې، د طالبانو او د افغانستان د سولې د مرکچیانو ترمنځ پاکستان کې لومړنۍ مخامخ خبرې وشوې.
په دې خبرو کې د چین او امریکا استازو هم ګډون درلود.
په دې خبرو کې سلا پر دې شوه، چې دویم پړاو خبرې به له روژې میاشتې وروسته کېږي.








