افغانستان: طالبانو سره لومړنۍ خبرې بریالۍ وې

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې لومړنۍ خبرې بریالۍ وبللې.
د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی پلاوی وايي، د اساسي قانون د لومړي او دویم فصل پرته په قانون کې د بدلون خبرې څېړل کېدای شي.
پلاوي هېواد ته تر راستنیدو وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل، د سولې په مخامخ خبرو کې د طالبانو واک لرونکي غړي او د حقاني شبکې استازي هم وو.
د اختر په ورځو کې د جګړې درول هم په دغو خبرو کې یاده شوې خو د بشپړ اوربند په اړه لا هوکړه نه ده شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، په دغه ناسته کې هوکړه وشوه، چې دغه ناسته په یوه پروسه بدله کړي.
ښاغلی خلیل کرزی وايي، دواړو لوریو د خبرو او خپلو خپلو غوښتنو لپاره یو نوملړ چمتو کړی، چې د بیا خبرو پر وخت به پرې بحث وشي.
د خبرو یوه ګډونوال فیض الله ذکي وايي، ممکن بیا ناسته په چین کې وشي.
ښاغلی ذکي وايي، طالبانو تل په دې ټینګار کاوه ،چې د افغان حکومت سره خبرې نه کوي، خو دا ځل د حکومت د رسمي پلاوي سره مخامخ کېناستل.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي حکمت خلیل کرزی د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې دې ته هم اشاره وکړه چې ټاکل شوې، ښاغلی غني به د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا، په سیمه کې د سولې او امنیت او د نویو سیمه ییزو او اقتصادي هڅو مهارولو په اړه د شانګهای سازمان له ځینو غړو سره خبرې وکړي.
د سیمه ییزو هېوادونو له ځینو مشرانو سره د ښاغلي غني ځینې لیدنې کېدای شي په سیمه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې د نفوذ او په سیمه کې د امنیت په اړه وي.








