حکمت کرزی په نا اعلان شوي سفر اسلام اباد ته تللی

- Author, طاهر خان
- دنده, بي بي سي، اسلام آباد
اسلام اباد کې ديپلوماتیکو سرچينو بي بي سي ته ويلي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خليل کرزي په یوه نا اعلان شوي سفر پاکستان ته رسېدلی دی.
خو د نوموړي د دغه سفر هدف په اړه رسماً تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
اسلام اباد کې دیپلوماتیکو سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې دغه سفر کې له نوموړي سره د افغانستان سولې عالی شورا غړی حاجي دین محمد هم ملګری دی او وايي د سفر هدف یې د وسله والو طالبانو له استازو سره خبرې دي.
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي وايي چې د افغانستان سولې شورا یو پلاوی له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی.
نوموړی وايي په پلاوي کې څلور کسان شامل دي، نوموړی دا هم وايي، چې د طالبانو له لوري درې کسان خبرو کې برخه اخلي، خو هغه سملاسي د دغو کسانو له نومونو اخیستو ډډه کړې.
خو په اسلام اباد کې د پاکستان بهرینو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله په دې اړه بې خبرې ښوولې ده.
بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سملاسي په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.
د اسلام اباد دغه خبرې چین کې د خبرو لړۍ یوه برخه بللې کېږي.
د هغې غونډې په اړه وسله والو طالبانو ویل، چې د خبرو واک یوازې له قطر دفتر سره دی.
خو دا وروستیو کې بهرنیو چارو کې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د ارومچي خبرو د تایید تر څنګ ویلي و، چې د دغو خبرو لپاره به دویمه غونډه ژر جوړه شي.








