"طالبان یا خبرو ته اړ کړئ یا یې پناه ځایونه ویجاړ کړئ"

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي ویلي، له اسلام اباده یې غوښتنه دا ده چې که افغان طالبان خبرو ته نه شي کېنولى نو مالي سرچينې دې يې وچې کړي او يا دې پناه ځايونه پرې ودروي.
نوموړي له بي بي سي پښتو ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل په تېرو اوو مياشتو کې د کابل او اسلام اباد اړيکي ډېرې نژدې شوې دي او که د پاکستان حکومت د طالبانو پناه ځایونه له منځه یوسي نو د افغان حکومت باور به پرې لا ډېر شي.
حکمت خلیل کرزي روانه میاشت افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سفر د سولې د خبرو اترو په پړاو کې مهم ګام وباله او ویې ویل ښاغلی شریف له ښکاره پیغام سره راغلی و.
نوموړي وویل چې د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن او د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن وباله، خو اوس افغان حکومت او عام ولس دې ته سترګې په لار دي چې د پاکستان حکومت په دې اړه څه ډول عملي ګامونه پورته کوي.
"که د پاکستان حکومت د طالبانو پناه ځایونه له منځه یوسي او د مالي ملاتړ لارې چارې یې ودروي نو پر پاکستان به د افغان حکومت باور لا زیات شي"
ښاغلي حکمت خلیل کرزي زیاته کړه چې افغان ولس خورا ډیرې قربانیانې ورکړي او اوس د دې وخت راغلی چې د بشپړې سولې لپاره دواړه هېوادونه سره یو موټی شي.
"افغان ولس ډیرې قربانیانې ورکړي او زما په اند پاکستان هم اوس دې پایلې ته رسېدلی چې په دواړو هېوادونو کې د ترهګرې ښکار شویو قربانیانې په سیند لاهو نه شي"
حکمت خلیل کرزي په خپلو خبرو کې وویل چې افغان حکومت پاکستان سره د خبرو اترو لپاره یوه کړکۍ پرانېستې او که د پاکستان حکومت عملي ګامونه پورته نه کړي نو ښايي د خبرو اترو دا فرصت له منځه ولاړ شي.
نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت په سیمه کې د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره د چین مرستې ته هم اړتیا لري.








