د افغان ټیکاو لپاره اسلام آباد کې غونډه

- Author, طاهرخان
- دنده, اسلام آباد
د "آسيا د زړه هېوادونو - استانبول پروسې د لوړپوړو چارواکو" يو ورځنی کنفرانس د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې پيل شوی چې روان کال کې پاکستان کې د دې پروسي د غړو هېوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو کنفرانس لپاره په اجندا او تياري غور وکړي.
د وزيرانو کنفرانس کېدای شي پاکستان کې نومبر کې جوړ شي.
د پاکستان د ملي امنیت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز کنفرانس پرانیست.
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی او د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر اعزاز چوهدري په ګډه د کنفرانس مشري کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د دوولسو نورو غړو، شپاړسو ملاتړو هېوادونو چارواکو او دوولسو نړیوالو او سيمه یيزو سازمانونو ته په غونډه کي د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
د آسيا زړه هېوادونو - استانبول پروسه ۲۰۰۱کال کې پيل شوې وه چې افغانستان کې د ارامۍ او سوکالۍ لپاره په ګډه د کار کولو لپاره د سيمې هېوادونه له يو بل سره نژدې کړي.
د وزيرانو تېره غونډه ۲۰۱۴م کال اکتوبر کې د چین په بيجنګ کې شوې وه چې ولسمشر اشرف غني پکې ګډون کړي و.
د اسيا زړه هېواد کنفرانس نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.








