پاکستان کې له طالبانو سره خبرې، ضد او نقیض معلومات

د پاکستان حکومت ویلي، پلازمېنې اسلام آباد ته د افغانستان د سولې عالي شورا د غړو او افغان طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د خبرو د لومړي پړاو کوربه توب یې کړی. دا خبرې د چین او امریکا د استازو په حضور کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې دي.
د وسله والو طالبانو او د سولې د عالي شورا له لوري د استول شوي پلاوي ترمنځ پاکستان کې د سولې د خبرو لومړی پړاو ترسره شوی.
دا خبرې د چین او امریکا د استازو په حضور کې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان حکومت ''د افغانستان د طالبانو د تحریک او د افغانستان د حکومت'' ترمنځ د دغو خبرو کوربه و، چې مشري یې افغانانو پرغاړه لرله.
په خبرپاڼه کې راغلي: ''ګډونوالو هوکړه وکړه چې د سولې او جوړجاړي ددوام لپاره به دواړه غاړې یوه مناسبه فضا رامنځ ته کوي. د خبرو بل پړاو، چې ددواړو غاړو لپاره مناسب وي، له روژې میاشتې وروسته ترسره کېږي''.
د خبرو دغه پړاو له پلازمېنې اسلام آباد نه شاوخوا شپیته کیلومتره لیرې په مري کې ترسره شوی.
دا پاکستان کې د افغان د حکومت له لوري د استازو او طالب استازو ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان دولت د رسمي پلاوي او طالبانو ترمنځ لومړۍ کتنه تېره شپه (د چنګاښ ۱۶) ترسره شوه.
افغان حکومت هیله لري چې دا خبرې به د بې ګناه افغانانو د وینو تویېدو او ویجاړیو لپاره د پای ټکی وي او د سولې یوې هوکړې ته به لار برابره شي.
په ویناپاڼه کې دا هم راغلي چې افغانستان د پاکستان له کوربه توب مننه کوي او هیله یې دا ده چې د پاکستان همکاري به په دې برخه کې ښې پایلې ولري.
تېره ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي وو، د حکومت یو پلاوی له طالب استازو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی.
د افغانستان حکومت وايي، په دې پلاوي کې د سولې د عالي شورا غړي دي. دغه اویا کسیزه شورا د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال له طالبانو سره د جوړجاړي او د سولې د خبرو لپاره جوړه شوه، خو ښکاري چې تر اوسه یې چندان لاسته راوړنه نه ده لرلې.
د سولې شورا او طالبانو بې خبري
د سولې د عالي شورا یوه غړي بي بي سي ته وویل، د سولې د دغو تازه خبرو په اړه بې خبره دی. طالبانو هم ویلي، په دې اړه دوی ته ''هېڅ معلومات نه دي رسېدلي''.
په تېرو څو کلونو کې کې د افغان سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوی.








