افغان ولسمشر د ملا عمر د اختريز پیغام هرکلی وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملا عمر د وروستي پیغام په اړه یې هیله مندي وښوده.
ښاغلي غني د کوچني اختر له لمانځه نه وروسته په خپل لنډ اختریز پیغام کې وویل "زما پیغام سوله او د وینې تویونې پای ته رسول دي او دا هغه څه دي چې افغان ملت یې هیله لري".
ښاغلي غني وویل "زه د طالبانو د مشر ملاعمر اخوند له اعلامیې مننه کوم چې خبرې یې د حل لاره ګڼلې دي".
دوه ورځې مخکې د طالبانو مشر ملا عمر خپلو ملاتړو ته په پیغام کې وویل، چې د شریعیت له مخې له دښمن سره سوله ممانعت نه لري، او د سیاسي فعالیتونو لپاره یې سیاسي دفتر جوړ کړی چې د طالبانو د سیاسي چارو مسولیت لري.
په دا وروستیو کې د افغانستان دولت اعلان وکړ، چې په پاکستان کې د دولت او طالبانو استازو ترمنځ د امریکايي او چینايي استازو په ګډون سره د سولې لومړنۍ خبرې ترسره شوې.
ښاغلي غني په دغو خبرو کې وویل، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د سولې په تړاو کومې خبرې، چې پیل کړې وې دی به یې په بریاليتوب سره پای ته رسوي.
افغان ولسمشر وویل، په دغه هېواد کې د طالبانو مسله نسبت نورو سخت دریځو سره توپیر لري ځکه چې طالبان غواړي په نظام کې برخه واخلي او ځینې ستونزې چې لري هغه به د خبرو له لارې حل کړي.

د عکس سرچینه، Getty
ښاغلي غني وویل:"نور ترهګر چې له ګاونډیو او نورو هېوادنو افغانستان ته راغلي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې د الله ج په فضل، زور او قوت سره ځواب ویلی".
د طالبانو سر بیره د اسلامي دولت ډله هم په افغانستان کې نفوذ کړی.
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل څه وخت مخکې ویلي و، دغه ډله په دغه هېواد کې د ځواکونو جذبولو په حال کې ده.
د افغانستان امنیتي ځواکونه وايي، د پاکستان، منځنۍ اسیا، چچن، اویغور او عربي هېوادونو د ځینو سختدریځو ډلو غړي په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ جنګېږي.









