ملا اغا جان معتصم کېدی شي د سولې خبرو کې ګډون وکړي

د طالبانو د سیاسي کميسیون پخواني مشر ملا اغا جان معتصم ویلي، امکان لري چي دی هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي پروسه کې ګډون وکړي.

بي بي سي سره په يوه مرکه کي ښاغلي معتصم اسلام اباد سره نژدي د مري په ښارګوټي کې د جولاي پر اوومه د سولې خبرې ډېرې مهم وبللې چې وايي مهمو مشرانو په کې ګډون کړی و.

هغه وويل "د سولې په خبرو کې چې د طالبانو له خوا كومو كسانو ګډون كړی و هغوی دری واړه د طالبانو په مشر تابه كې ډېر مهم شخصيتونه بلل كېږي او مهم رول لري.

له دوى عبدالطيف منصور د طالبانو د رهبري شورا سكرتر دى، د ده ګډون ښيي چې دا خبرې مستقيما رهبري شورا پرمخ وړي چې دا د تېرو مذاكراتو سره ډېر توپير لري او د تيرو خبرو په نسبت ډېرې مهمې دي.

اغا جان وويل د پاکستان په مري کې د سولې خبرې يو ښه بنسټ دی هغه وويل"مذاکرات ځکه مهم دي چې ټولو اصلي او مهمو لورو په کې ګډون درلود، د طالبانو او افغان حکومت سره سره امريکا، پاکستان او چين هم په کې ګډون کړی و".

ده پر طالبانو او افغان حکومت غږ وکړ چې د اعتماد لپاره دې اور بند اعلان کړي، دواړه غاړې دې بنديان خوشي او ورسره ښه چلند وکړي.

ملا معتصم اغا جان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نژدې ملګری او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر پاتې شوی دی. نوموړی د ۲۰۱۰ په اګست مياشت کې کراچۍ کې په ډزو سخت ټپي شو، چې د درملنې لپاره وروسته ترکیې ته ولاړ.

داسې ويل کېده چې دى د هغو طالبانو له لوري ويشتل شوى و چې د سولې د خبرو مخالف وو ، خو ده دغه خبره رد کړې وه.

وړاندي هم د طالبانو د سياسي کمېټې پخواني مشر اغا جان معتصم په يوه مرکه کې بي بي سي ته ويلي وو، چې ټول طالبان د سولې غوښتونکي دي، خو غوره دا بولي چې له امريکايانو سره خبرې وکړي.

بل خوا اغا جان د کوچني اختر په پيغام کي وويل " باید د سولې هڅې هم خپله د افغانانو په خپل ابتکار ترسره شي. افغان لوري په خپله هم باید په خپل اسلامي او ملي احساساتو سره دا درک کړي چې سوله د هغوی انفرادي او اجتماعي اړتیا ده نو باید دوی په خپله د دې اړتیا دپوره کولو لپاره مټې را ونغاړي ."