پر پاکستاني ښوونځي مشکوک بریدګر افغانستان کې نیول شوي

پاکستان د هغه ښوونځي شاوخوا امنیت ټینګ کړی، چې تر ۱۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، پاکستان د هغه ښوونځي شاوخوا امنیت ټینګ کړی، چې تر ۱۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول

افغان امنيتي چارواکي مني چې د افغانستان په ختيځ کې يې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي د بريد په تړاو پنځه مشکوک کسان نيولي دي.

يوه افغان امنیتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط بي بي سي ته ويلي دغه کسان يې پاکستان ته نه دي سپارلي.

خو دوی وايي ګومان يې دا دی چې دغه کسان مخامخ د پېښور بريد کې نه وو، ښکېل.

تر دې وړاندې د ملي امنيت ادارې يوه چارواکي بي بي سي ته وويل د دغو کسانو نيول نه ردوی او نه يې هم تاييدوي.

په دغه بريد کې چې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي وشو له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل، چې لويه برخه يې زده کوونکي وو.

د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر رضوان اختر افغانستان ته تللی و او دغلته يې د اورپکۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ليدلي و.

دغه کسان وروسته تر هغه نیول شوي، چې پاکستان افغان حکومت ته د دغو کسانو په اړه معلومات ورکړل.

په کابل کې د بي بي سي خبریال ډیویډ لاین وايي، د مشکوکو کسانو دغه نیونه د افغان او پاکستاني حکومتونو ترمنځ د نژدېوالي نښه ده.

په تېر اکتوبر کې پاکستان ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف سفر وکړی چې دواړو غاړو پر پوله د همکارۍ او د پولې د ټینګولو ژمنې وکړې.