پاکستان اووه نور کسان اعدام کړل

د عکس سرچینه، bbc
تېره مياشت پېښور کې پر ښوونځي له بريد وروسته د اعدامونو پر روانې لړۍ کې د پاکستان په څلورو مختلفو بنديخانو کې اوو نورو کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوه.
دغه اووه کسان د سې شنبې (۱۳ جنورۍ) پر سهار د کراچۍ، فيصل اباد، سکهر، او راولپنډۍ په بنديخانو کې اعدام شول.
د کراچۍ پوليسو ويلي دغه تورن د لښکر جنګوي او القاعدې غړي وو.
د سې شنبې پر سهار بهرام خان چانډيو د کراچۍ سنټرل جېل کې اعدام شو.
پر بهرام خان تور و چې په ۲۰۰۳ کال کې يې په محکمه کې دننه پر وکيل محمد اشرف ډزې کړې او وژلی و.
دريو نورو تورنو ته هم ۲۰۰۲ کې د ترهګرۍ په تړاو د مرګ سزا ورکړل شوې وه، چې لوړې محکمې يې د سزا بښنې غوښتنه رد کړه او د راولپنډۍ په اډياله بنديخانه کې د مرګ سزا ورکړل شوه.
په ذوالفقار باندې تور و چې په ۲۰۰۴ کال کې يې د امريکا کونسلګرۍ ته نژدې دوه ساتونکي په ډزو ويشتلي وو. پوليسو ويلي دغه تورن له القاعدې سره تړاو درلود.
فیصل اباد بندیخانه کې نوازش علي او مشتاق احمد ته د مرګ سزا ورکړل شوه. پر دوی تور و چې د پخواني ولسمشر پرويز مشرف د وژلو هڅه يې کړې وه. مشرف پر دغه بريد کې لږ ټپي شوی و.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف پېښور کې پر ښوونځي له بريد وروسته د مرګ سزا عملي کولو ته اجازه ورکړه.
له دې مخکې د پاکستان د خلکو ګوند پاکستان کې د مرګ پر سزا بنديز لګولی و. له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ کال پورې يوازې دوه کسانو ته پوځي محکمې د مرګ سزا ورکړې وه.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون وایي اوس مهال په پاکستان کې نژدې ۸۵۰۰ داسې بنديان شته چې د مرګ سزا ورته اورل شوې او د بښنې غوښتنه يې هم رد شوې ده.








